شعـــــرونه

د سولې ارمان ته!/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

د سولې په تخريب کې چې څوک ګټې لټوي
هغوی دې خدای له عمره له غمو نه خلاصوي

په دې ولس د هر ډول وحشت شيبې شوې تېرې
خو خلک ورته لاهم انديښنې پيدا کوي

زلميه د نفرت او کرکې کار دې نوره پرېږده
نفرت او دښمني به مونږه لابربادوي

د مينې، د ورورۍ، د امن، سولې غږ کړئ پورته
همدغه څو کارونه به مو ژوند ښايسته کوي

نور پرېږدئ د فلان او د فلان مدحې ستاينې
برباد افغانستان به مو يو والی جوړوي

دا خاوره ده د هر افغان دا کور زمونږه خپل دی
عسکر به له طالب سره يو ځای ژوند تيروي

مشفقه موږ په سوله کې ژوندون پسې نور مړه شو
خو دا سپيره نړۍ راته غمونه زياتوي

فضل باري مشفق

2020/05/26 سه شنبه

د کوچني اختر دريمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close