افغانستانروغتیا

بلخ کې ۷۰ تنه روغتیا پالان په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت د عامې روغتیا مسئولین وايي، په وروستیو کې ددې ریاست شاوخوا۷۰ منسوبین په کرونا وبا اخته شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دې کې ۴۲ تنه ډاکټران، ۱۷ تنه د لابراتوار کار کوونکي، څلور نرسان،څلور قابله ګانې او درې نور روغتیايي کار کوونکي شامل دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست په داسې مهال د خپلو اویا کار کوونکو په کرونا وبا د اخته کېدو خبر ورکوي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۷۷ مثتبې پېښې ثبت شوې دي.

ددغو تازه پېښو په زیاتېدو سره په بلخ ولایت کې د کرونا وبا د ناروغانو شمېر ۸۷۵ کسانو ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close