د واحد فقیري سیاسي نوټونه

طالبان د خپل اصلي مقصد د حاصلولو په درشل کې

واحد فقيري

د نیویارک ټایمز مشهور خبریال، مجیب مشال، د مې پر ۲۶ مه د طالبانو د عروج په اړه یو اوږد تحلیلي رپوټ لیکی دی. د دې مهم رپوټ لنډ ټکي دا دي:

طالبان د خپل اصلي مقصد د حاصلولو په درشل کي ولاړ دي. دا هدف له افغانستانه د امریکايي عسکرو اخراجول دي. طالبانو دا کار د خپل مقاومت او تشدد په مټ وکړ.

که څه هم طالبانو پدې تېرو دوو لسیزو کي زیات تلفات وګالل، خو د هغوی صفوف خالي سوي ندي. د وژل سویو طالبانو ځای سمدستي د هغوی کشران وړونه ډکوي.

نیویارک ټایمز لیکي په کلونو کلونو موږ طالبان له لیري څارل، ځکه موږ د امریکا له بمباریو څخه ډارېدلو. تېر کال امریکا په افغانستان کي ۷۴۰۰ بمونه اورولي ول. نو لهذا، موږ نه غوښتل چي په بد وخت کي په بد ځای کي راګیر سو.

خو د دې کال د مارچ په میاشت کي، موږ د طالبانو له یوې قطعې سره په مشرقي کي څه وخت تېر کړ، څو د هغوی د جلب و جذب، مالي سرچینو، د ښځو او معارف په برخه کي د هغوی په نظریاتو ځان اګاه کړو. البته، موږ دا کار هله وکړ چي د قطر د موافقې څخه راوروسته امریکايي بمبارۍ کمي سوې.

نیویارک ټایمز لیکي طالبان اوس د یوه ستر تاریخي ازموېښت سره مخامخ دي. هغوی خپل اصلي مطالبې ته ډېر نژدې سويدي، او هغه دا چي امریکايي نظامیانو له افغانستانه کډه په شا کړې ده.

د طالبانو د رهبرۍ یو مشهور غړی، امیر خان متقي، وايي موږ غواړو چي د قطر موافقه مکمله عملي سي. موږ د بندیانو آزادېدل غواړو، او موږ په حکومتي نظام کي بنیادي بدلون غواړو. متقي زیاتوي،«هیڅ منطق دا نه مني چي وروسته لدې ټولو سرښندونو سره سره، هر څه د پخوا په شان پاته سي. د کابل اوسنی حکومت د خارجیانو په پیسو، وسلو، او چندو باندي چلېږي.»

نیویارک ټایمز لیکي کله چي په ۱۹۸۹ کي د شوروي اشغالګر عسکر ووتل، مجاهدینو د کابل رژیم راړنګ کړ، خو سمدستي داخلي جنګ شروع سو. وروسته طالبانو کابل ونیو، او د مجاهدنیو ډلي يې پسي واخیستلې.

یو ځوان طالب جنګیالی وايي،«له امریکا مخکي، زموږ جنګ د شر او فساد پر ضد پیل سو. خو د شر او فساد استازو امریکا ته خواست وکړ چي دلته راسي، ځکه هغوی زموږ سره پخپله جنګ نه سوای کولای.»

اخبار لیکي که څه هم هر کال زیات طالبان وژل کېږي، خو د غرب او افغان حکومت سره د کرکي په خاطر د طالبانو جلب او جذب مدام جاري وي. طالب چارواکي وايي هغوی خپلو جنګیالیو ته معاش نه ورکوي، خو هغوی ته څه جېب خرچ ورکوي، د جنګ غنیمت باندي وېشي، او د موټرګاټ د تیلو مصارف یې ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکي طالبان د پنځوسو یا شپېتو زرو په شاوخوا کي جنګیالي لری. پدې دوو لسیزو کي د هغوی ټاپ مشرتوب زیاتره په پاکستان کي دیره وي.

نیویارک ټایمز لیکي د امریکا او طالبانو خبري په ۲۰۱۸ کي په قطر کي شروع سوې. هر سهار چي به ملا عبدالغني برادر د ملاقات ځای ته ور ورسېد، یو درزن محافظینو به يې موټر ته ور ودانګل، او د موټر دروازه به یې ورته خلاصه کړه.

اخبار لیکي د امریکايي چارواکو تر ټولو ستر اندېښنه دا وه چي ایا د قطر مشران پر طالب قومندانانو باندي نفوذ او کنټرول لري او کنه. بله اندېښنه دا وه چي کله امریکا ووځي، ایا طالبان به د داعش او القاعدې پر ضد جدي ګامونه واخلي او کنه.

د قطر په خبرو کي،‌ یو ځل جنرال میلر طالبانو ته وویل،«موږ کولای سو چي د یو بل وژلو ته ادامه ورکړو، خو په عوض کي موږ دا هم کولای سو چي په ګډه داعش ووژنو.»

نیویارک ټایمز لیکي کله چي طالبانو د داعش پر ضد عملي ګامونه واخیستل، د جمهورریس ټرمپ په فکر کي بنیادي بدلون راغلی. دغه راز کله چي تر موافقې راوروسته د اوو ورځو د اوربند په جریان کي د تشدد کچه ۸۰ فیصده راکمه سوه، د امریکایانو نظر يې ور بدل کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

طالبان رښتیا هم چی خپل اصلی هدف ته نزدی شوی، لکن زما مشوره داده چی اوس دوی سیاسی توفق نامه امضا کړی ده بهتره به داوی چی د جنګ به عوض په سیاسی ډیالوګ ډیر تمرکز وکړی، داځکه چی دجګړی دګر یی تقریبا ګټلی مګر په سیاسی برخه کی لا اوږده لاره ورته پاتی ده، دمذاکری د میز په شاوخوا باید ډیر فکر په ملی مسایلو وشی، دافغانستان ملی ګټی باید له هر څه نه لوړی وی، اوسنی امنیتی ځواکونه باید منحل نه شی، په اساسی قانون کی که تغیرات لازم وی باید دیو منظم او سنجول شوی میکانیزم له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close