لیکنېنظــر

تلونکې امریکا؛ او تر کویټې پتمن کابل!

استاد محمد زمان مزمل

یوه چې باید وې منو هغه دا چې دلته په افغانستان کې پر کابل د قبضه کونکو زړه خدای هومره قلف او تنګ کړی چې خپل سیاسي مخالفین لکه د کلیوال د تربګنۍ دښمنان له ځان سره په کابل کې او په ټول افغانستان کې نشي زغملی.

پرون خلق و پرچم آن د شوروي د ملګرۍ پرته د هغوی لویه ګناه بله دا وه چې خپل مخالفین آن هغه د چینایي شعار پلویان تحمل نکړل اخوانیان خو یې ژوندي پر ځمکه خښول.

هومره پرون د ارګ د کودتاچیانو زړه تنګ او تور شو چې د اووم او نهم صنفو هلکان یې زندانونو ته وغورځول او د اتیا کلونو پورته بوډاګان یې په توره شپه کې له کورونو وویستل همدا وجه وه چې ولس په یو عظیم غبرګون کې پاکستان او ایران ته هجرت او بیا په تورو شپو او اوږدو لارو پیل کړ.

موږ ته که پرون هجرت یوه د ژوند وروستۍ ساه وه، ولې په تدریج د هجرت په حاشیه کې هسې لیونۍ مافیا جوړه شوه چې کابل یې هم پر راتګ کې له ځان سره مافیا کړ ، وروسته استاد رباني د ګورنر هاوس د فیصلې شریکان یو د بل پسې خفه او تجرید کړل او ارګ پکې بدخشی رنګ ونیوه.

کله چې د کندهار د لوی ملا صاحب په زړه باندې د مجاهدینو ګډوډۍ ستوغه شوه هغه پکې داسې بیرغ پورته کړ چې نیم رهبران یې په سالنګ واړول ولې د بده مرغه چې طالب مشرانو د دوو لومړیو تنګ ز‌َړو نظامونو نه هیڅ زده نکړل، او دا ځل پکې ارګ کندهاری رنګ واخست او د هغوی په مهال د هجرت بله لړۍ شروع شوه .

په تعقیب د دسمبر یوولسمې موج دغه تېر تنګ زړي ټول سره عوض کړل او طالب مشران او کشران یې آن د لیرې درو په کلیو کې هم ونه زغمل او طالب مجبور شو خپل هېواد له مجبورۍ پریږدي.

اوس چې د امریکا سره تړون امضاء شو او د جنګ ځای کرار کرار سیاست نیسي، طالبان وروڼه باید له دې سره ځان اشنا کړي چې کابل تر کوئټي پتمن دی، د تړون نه بعد کوئټه او قطر د اوسیدو او ژوند ځایونه ندي.

طالب وروڼه د وطن او د خلکو په مینه کې باید خپله مبارزه د کابل دننه او د هغوی ورځو په یاد پیل او تعقیب کړي چې خلک ددوی له ویرې پاکستان ته تلل، نن باید د ټولو تنګ زَړو د زړونو جغرافیه په یوه نوې طرحه د ټولو سیاسي ډلو او ټولو قومونو، ملیتونو د ګډ ژوند لپاره دغه تنګ کابل د ظاهرخان د کابل په شان د ټولو د اوسیدو ځای کړو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د دې ليکنې متن زما په ګمان له حقایقو سرچینه اخلي دا ځکه چې همدا حالت موږ په خپلو سترګو ولیداو د لیکنې په ورستي پړاو کې بالکل .ښه نظر او ښه نصیحت شويدي پکار ده چې تائيد شي عمل په وشي تر څو دا غمیزي پای ومومي پردیو نظرونو که دمونږ خیر غوښتی خو مونږ به یی په دې څلور لسیزو کې نتیجه کتلې وه خپلوکې چې سره خپل نشو پردي مو نه خپلوي .يا الله مونږ هوښیار کړي او دا وطن راته جوړ کړي .

غمی،پښتین

د محترم استاد مزمل صاحب په حقیقت ولاړی لیکنی .

پخوانی مجاهدینو ته جاسوسی شبکو لاهور پتمن او کابل بی پته په مغزو ور پیچکاری شوی وه،استاد سیاف به وییل چه ټول کابل مردار باید په وینو ومینځل شی،یو ځل وویل چه د پل خشتی جومات منبر هم له قبله څخه کوږ دی،

اوس هماغه جاسوسی شبکو کویټه.لاهور،طالیبانو ته له کابل څخه پتمن پیچکاری شوی دی،

ځینی د انګریز ب## ته لندن د دجال ښار، له کابل څخه پتمن ښکاری.له هماغه ځایه د جنګ،تشډد،وحشت،دهشت تبصری لیکی ،

مجاهد

مزمل صاحب د کوچنی اختر مبارکی درته وایم ! له هغه ورځی چه ګلبدین له باګرام بنګلی څخه د دارلامان بنګلی ته راوړل شو او په دی اواخرو کی چه تاسی یی د مرکزی شوری په غړیتوب بیا ومنلی وایی ( ماته خانصاحب ### ویلی دی ) د داعشیانو مشر بیا خپل او په لیکنو کی د هغه ویاندوی جوړ شوی . هغه مزمل صاجب چه زه پیژنم نور نه یاست اخره خاتمه کی مو تجدید نظر وکړی، تش په نامه جهادی لډرانو سپیڅلی جهاد او د شهداوو وینی په امریکایانو او اروپایانو وپلورلی سپیڅلی جهاد یی په سوړ جنګ… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مزمل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی د لیکنی په ځینو جملو درسره توافق نه لرو : لمړی : تاسی لیکلی چه [ پر کابل د قبضه کونکی سیاسي مخالفین په کابل کې نشي زغملی.] قبضه کونکی کمو نستان او اخوانیان وو طالبانو د هغوی د فساد او وینو تویولو مخه ونیوله یعنی د فساد مقابل کی یی جهاد وکړو د اخوانیانو او کمونستانو سره یی یو ردیف کی مه راوله. الهی نظام یی پلی او د الهی عدالت په مت یی سراسری امنیت پلی کړو چه روسانو او امریکایانو په وحشت هم امنیت پلی نه کړی… نور لوستل »

عبدالواحد

طالبانودقدروړجهاداومقاومت وکړتنهادالله دکلام پردی فرمان یی عمل وکۍ چه مادمسلمانانوځانونه اومالونه دجنت په مقابل کی رانیولی دی دوی به مری اوکفاراودکفاروملګری به وژنی بی دریغه شهادتونه یی قبول کړل اودالله نعمتونه دی روزی سی مګرنوردمملکت په اتحادنه پوهیږی اوله قرآنکریمه پوره ندی خبرملک یی هم دپردوپه هدایت خراب کۍ اوبیرته یی راګرزولوته نژدی کړۍ دۍ که له دی پسه دقرآڼکریم عالمان دځانه سره ملګری کړی یوعزیم افغانستان به جوړکړی اوکه بیادپردوترشیطانتولاندی وفضولوبندیزونوته مخه کی ګمان نکوم چه ملک به جوړسی بیابه یومصیبت پرنازله کړی طالبان نه په سیاست پوهیږی اونه په قرآن پوهیږی . دین بیله قرآنه نورکتابونه چه عقلی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close