نړۍ

امریکا څلور پاکستاني ګوندونه ترهګر اعلان کړل

نن ټکی آسیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بهرنیو ترهګرو» تنظیمونو په لړ کې د جماعت الدعوة په شمول د لشکر طیبې پورې اړوند څلور نور ګوندونه ترهګر اعلان کړل.

د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې راغلي چې نوموړي څلور ګوندونه په حقیقت کې د لشکر طیبې بېلا بېل نومونه دي؛

خو له بندیزونو څخه د ځان ژغورنې لپاره لشکرطیبه خپل نومونه بدلوي.

نوي څلور ګوندونه چې د «ترهګرو ګوندونه» په لړليک کې زیات شوي جماعت الدعوة، انفال ټرسټ، تحریک حرمت رسول او تحریک تحفظ قبله اول نومېږي.

د امریکا د مالیې وزارت همدا راز د لشکر طیبې دوه جګپوړي مشران نذیراحمد چودهري او محمد حسین ګل نړیوال ترهګر اعلان کړي. د امریکا د مالیې وزرات په وینا د ۲۰۰۰م کال په لومړيو کلونو کې نذیر احمد چودهري د لشکرطیبې د پلان جوړونې په برخه کې کار کاوه او محمدحسین ګل د دغه ګوند له بنسټګرو څخه دی. دوی دواړه اوس د لشکر طیبې د مالي چارو مسئولین دي.

د ترهګرو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د امریکا تر کنټرول لاندې مالي ادارو کې به د نوموړو ګوندونو او کسانو شتمنۍ کنګل شي.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې لشکر طیبه د «ترهګر ګوندونو» په لیست کې شامله کړه. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې لشکر طیبې په ۲۰۰۸ کې د ممبي بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه. د ممبي د تاج محل هوټل په بریدونو کې ۱۶۳ کسان وژل شوي وو. همدا راز دغه ګوند په ۲۰۱۱ کې په کشمیر کې یو شمېربریدونه کړي او د ټولو مسئولیت یې پر غاړه اخیستی. دوی ادعا کوي، چې لشکر طیبه په افغانستان کې هم بریدونه کوي. د روان کال د مې په ۲۳مه نېټه هرات ولایت کې د هند په قونسلګرۍ برید وشو، د دغه برید تر شا د لشکر طیبې لاس و.

که څه هم د جماعت الدعوة مشر حافظ سعید د امریکا له لوري ترهګر اعلان شوی او پر سر يې ۱۰ ملیونه ډالر انعام هم ايښودل شوی؛ خو حافظ سعید په پاکستان کې په ښکاره ګرځي او په ښارونو کې غونډې کوي. د حافظ سعید ګوند د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه کې خپل مرکز لري.

په پاکستاني پوځ هم دا تورونه پورې کېږي، چې دوی لشکر طیبه تمویلوي او د پوځ په مرسته دوی مخ پر وړاندې ځي؛ خو پاکستاني پوځي چارواکي همېشه دا تورونه رد کړي.

د دغو بندیزونو په اړه د جماعت الدعوة د جنوبي پنجاب مشر ابو محمد بي بي سي ته ویلي، چې لشکر طیبه د کشمیریانو ګوند دی او د کشمیر د آزادۍ لپاره جنګیږي او جماعت الدعوة په پاکستان کې یو مذهبي ګوند دی، انفال ټرسټ د دوی لخوا چلیږي چې مسجدونه او مدرسې جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x