ادبي لیکني

د اختر په ورځ

ګل پاچا الفت

د اختر په ورځ ځینو کورونو ته ولاړم، چې د ښایست او ښکلا پکې هیڅ نیمګړتیا نه وه او له ډېرې خیالورې (خیالي) ناوې نه یې هم ډول او سینګار زیات معلومېده.

د کور په نقشه او هندسي شکل کې د جمال ښکارندویي له ورایه کېده، رنګ امیزي یې په ذوق او سلیقه برابره وه.

د کور پردې ډیرې ښکلې وې؛ قالینې، میزونه، چوکۍ او هر څه ډېر نفیس او ښکلي معلومېدل، راز راز میوې په بلورینو لوښیو کې ایښې وې او بې له اشتها نه د بل شي نیستي نه وه.

د ثروت او شتمنۍ ټوولې کرشمې موجودې وې.

عېش او نعمت لکه د سید محمود پاچا لټان له دغه کاله څخه نه وتل، که د دنیا جنت ورته وایم څه ډیره مبالغه به نه وي، مګر دومره فرق و چې ډېرو غټو ګنهګارو ته یې ور بېرته و او ساده مسلمان نشو ورتلی.

هلته ما ته دا فکر پیدا شو چې موږ ولې هغو کورونو ته نه ورځو، چې دغه راز شیان پکې نه شته او یوازې همدردي او انساني عاطفه سړی ورولي. کله چې له دغه کاله په خیر راووتم، نو فکر مې کاوه چې چا ته ورشم او څوک ووینم؟ په دې کې مې یو فقیر وطن دوست سترګو ته ودرېده چې نس یې وږی مګر سترګې یې ډیرې مړې وې، په کور کې یې هیڅ نه وو، مګر په زړه کې یې د وطن مینه او د خدمت آرزو ډېره زیاته وه، زه چې د هغه دروازې ته ورسېدم پینځه تنه نور هم په دروازه کې ودرېدل د کور خاوند د دروازې په ټکولو راووت او موږ سره یې په ډیره مینه روغبړ وکړ. د هغه له وضعې دا معلومېده، چې له موږ سره پخپل کور کې کېناستو ته نه دی جوړ او غواړي چې خبره په ولاړو پښو خلاصه شي، مګر زموږ زړه غوښتل چې څه شېبه ورسره کېنو او د ده له حاله ځان ښه خبر کړو.

هغه له ناکامه موږ خپل کاله ته بوتلو، د کاله په مخکې یو زړه چوکۍ او یو زوړ شکېدلی کټ پروت و، چې خاص د مېلنو له پاره و او بې له مېلمه څخه یې د یوه پوزي تحمل هم نه درلود. موږ دوه درې تنه د کټ به بازو ګانو کېناستو او نور په خاورو کېناستل، څو دقیقې چې تېرې شوې هغه موږ رخصت کړو او نور یې و نه غوښتل چې خپل اشنایان په سپېره ډاګ کېنوي.

په دې کاله کې د اختر ورځ لکه د روژې ورځ داسې وه او په تمامه مانا د یوه غریب سړي کور و.

د ده دروېشانه ژوند او صبر و قناعت ما ته ډېر عظیم او محترم ښکارېده او له ځانه سره مې وویل هغه افتخار چې د دې کاله په برخه رسېدلی دی هغه بل کور ترېنه محروم دی.

هلته که غنا او ثروت خپل زېب و ذینت ښيي دلته تقوی او پاک نفسي خپل شهامت څرګندوي او قلندرانه استغنا (بډايي) سترګو ته دریږي.

دا هغه سړی دی چې د یوه ستر شرکت لویه سرمایه یې په لاس کې وه او کله به یې دوه لوی ریاستونه په اختیار کې وو.

که چیرې ده ناجایزه استفاده کولی یا یې جایزه استفاده هم پوره کړې وای، نن به دغسې نه و او د ده کوټو فرش به د نیستې باد دومره ژر نه وای وړی.

مګر ګورئ چې په دې سړي باندې زړه و نه سېځئ او په حقارت ورته هېڅکله و نه ګورئ.

زه هم دا حال د دې له پاره نه لیکم، چې د چا ترحم ورته جلب کړم، ځکه چې دی دنیا ته په حقارت ګوري او له ده سره د بې نیازۍ غرور ملګری دی.

د ده په نظر کې خپله تقوی ډېره درنه معلومیږي.

دی ځانته په ډېر درانه نظر ګوري او نورو ته هم ډېر درون ښکاري.

موږ موږ باید په هغه چا زړه وسېځو، چې له ډېر مال او دولت سره هم ځانته دغه حقیقت او شخصیت نه شي پیدا کولی، یانې په لوړ مقام کې هم خلکو ته ټیټ معلومیږي او په ډېر لوی کور کې هر چا ته وړوکی په نظر ورځي. هغه چې عزة النفس لري او د خلکو په نظر کې د شخصیت خاوند دی په هغه زړه سوی نه دی په کار.

خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه خط چې په دنیا یې دنیا دار کا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx