افغانستان

طالبان: ډېر ژر به یو «ښه تعداد» بندیان خلاص کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ غبرګولى، ۱۳۹۹ل) :وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون امر ورکړ؛ طالبانو له دې ګام هرکلی کړی او وايي، ژر به یو ښه تعداد بندیان خلاص کړی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «د مقابل جهت لخوا د ۹۰۰ بندیانو خلاصون یو ښه پرمختګ دی. اسلامي امارت به هم ډیر ژر یو ښه تعداد بندیان خوشي کړي، ان شاءالله.»

د طالبانو له لوري د یو «ښه تعداد» حکومتي زندانیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی، چې حکومت تېره ورځ سل او نن نهه سوه تنه طالب بندیان له زندانه خلاص کړل.

د نهه سوه بندیانو په خلاصون سره د حکومت له بنده د خلاصو شویو طالب زندانیانو شمېر دوه زره ته ورسېد.

حکومت وروسته له هغه د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل کړه، چې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ او  خپل جنګیالي یې له تعرضي بریدونو راوګرځول

په داسې حال کې چې اشرف غني د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو امر ورکړی و، د طالبانو اوربند له تاوده هرکلي سره مخ شو او بیلابېلو لورو پر حکومت غږ وکړ، چې په غبرګون کې یې باید د زندانیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل او چټکه کړي.

بل لور ته طالبان وایي، که پنځه زره طالب زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره خبرې پیل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کومه خبره نده پنځه نه چی لس زره بندیان به خلاص شی خو د خبرو او د اوربند بند و بس دی دواړه طرفه ونیسی.

غمی،پښتین

جوړ تازه،

طالیب او دولتی چارواکیو ته،

هم طالیب او هم دولت ، اسراییل،زندیقیان،امریکایان،انګریزان روسان ندی بندیان کړی،او نه به یی بندیان کړی،بلکه هم دولت او هم طالیب دواړه سلامونه ورته کوی.

دولت او طالیب سره مسلمانان،افغانان ،ولسی کسان بندیان دی،

څلویښت کاله افغانستان دولت او هم یی مخالفین ولس،مسلمانان،افغانان قتل کوی

طوطی

زړه می ډب ډب وکړ د خوشحالی له وجی ما فکر وکړل چی شاهین صیب وایی: ډیر زر به یو ښه خبر واوري. چی می ولیده نور څه د بندیانو په باره کی لیکل شوی. بیرته می زړه مړاوي شو. د طوطیانو زړونه خو ډیر نازک وی نه لکه د بیانزی غوندې.

Saeed

غ خو سړئ نه ده!!!! نه ئ اراده ده سړئ ده.نه ئ وعده ده سړئ ده. طالېب ۵۰۰۰ بندېان ازادول غوشتل او غواړې ئ !که دئ سړئ وائ ۵۵۰۰به ئ په اوله ورڅ ور ازاد کړئ وائ.او په افغانانو به ئ غږ کړئ وائ چې راسره ملتېاء وکړئ ده سولې په بهېر کی . څومره به نېک نام وه؟؟؟ الله ج به څومره ورنه خوشاله وه؟؟؟ ده څومره انسانانو ږوند به ږغورل سوئ وه؟؟؟ په تارېخ کی به دې ده نوم څرنګه وه؟؟؟؟ خو افسوسس صد افسوس دهغه طمعه ګر ده قدرت لېونئ ده سړېتوب کار په پئېل کې اونه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close