نظــر

د لیبیا په  بحران کې د بهرنیو هېوادونو ښکیلتیا

احمد جاويد شکيب

د اخوان او سیکولر ترمنځ د سړې جګړې نوی ډګر

اخوان المسلمین  هغه اسلامي تحریک دی چې د عثماني خلافت له ړنګیدو څخه کلونه وروسته په مصر کې رامنځته شو، د دې ډلې  نهايي هدف د اسلامي خلافت بیا احیا وه.  د وخت په تیریدو له دې تحریک څخه د انشعابي ډلو اهدافو کې بدلون رامنځته شو.   د اخوان المسلمین د تحریک مؤسس حسن البناء و، چې  بیا د سیدقطب علمي اثارو د دې تحریک ایډیالوژی غني کړه.

د اخوان  تحریک  د کلونو کوښښونو او مبارزې په پایله کې د اسلام د سیاسي نظام ایډیالوژي ټولې اسلامي نړۍ ته وغځیده؛ خو تر اوسه پورې د دوی د منشور مطابق نظام  د نړۍ په یوه هېواد کې هم نه دی رامنځته شوی.

د وخت په تیریدو سره د حسن البناء او سید قطب د فکر زیږنده اخوان المسلمین متحد او منسجم پاتې نه شو. دا تحریک د وخت په تیریدو په انشعابي ډلو وویشل شو. ځینې ډلو يې د غرب پلوه دیکتاتوري سیکولر نظامونو سره نظامي مبارزه د حل لاره وګڼله . ځینو د اصلاحاتو راوستلو له لارې  سوله اییزه مبارزه او د ټاکنو او ډیموکراسي له لارې  هدف ترلاسه کول مناسب وګنل.

په افغانستان کې د اخوان ځینې  ډلې لکه د رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د سیاف په مشرۍ د اتحاد ګوند د صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملی نجات ګوند او داسی نور اخواني تحریکونه  بیا د غربي نړۍ په ځانګړې ډول د امریکامتحده ایالاتو   ملاتړي پاتي او د غرب  سره  په مشترکه توګه يې د نورو نسبتاً سخت دریځه اسلامي ډلو  لکه طالبان او القاعدې په وړاندې جګړو کې ښکیل  شول.

سیکولر، علمانیت ( په دین نه ولاړ نظام ملاتړي)  بیا  په اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې هغه بیلابیل نشنلیستي، لیبرالیستي او سوشلیستي تحریکونه دي، چې د غربي استعمار په وړاندې رامنځته شوي ول خو وروسته بیا  د غرب پلوه او د ځینو اخواني ډلو په وړاندې د غرب ملاتړي وګرځیدل.

سیکولر قوت له اخوان سره د حکومت د سیستم او نظام په جوړښت او چلولو  کې په  تضاد او تصادم کې واقع دی. په ډیریو هیوادونو کې دننه د سیکولر او اخوان تصادم ځینې وخت سیاسی وی او  ځینې وخت آن د زور او ځواک څخه په استفادې  د اخوان د ځپلو تر کچې رسیدلی دی.

په ډیرو اسلامي هېوادونو کې سیکولر اړخونه چې اکثر وخت د اجرائیه ارګان او پوځ ملاتړ ورسره وي، اخواني تحریکونه يې سیاسي سیالیو ته نه دې پریښي. داسي هم شوي دې چې  د انتخاباتو د ګټلو او حکومت جوړلو وروسته د نظامي کودتاګانو په پایله کې  يې اخوان ایډیالوژی ته مایل  حکومتونه له منځته وړل شوي دي.    بیلګې په توګه په ترکیه کې په ۱۹۶۰، ۱۹۷۱، ۱۹۸۰، ۱۹۹۳، ۱۹۹۷ کلونو کې ملکي اخوان او اسلامي نظریه ته میلان لرونکي ملکي حکومتونه چې د شفافو ټاکنو په پایله کې  رامنځته شوي و، نسکور شول.  همدا مسئله په  ۱۹۹۱ کال کې الجزائر کې هغه مهال  رامنځته شوه، کله چې د اخوان ملاتړو انتخابات وګټل نو پوځ د فرانسي په ملاتړ مداخله وکړه ملکي حکومت يې لغو اعلان کړ،  په مقابل کې اخوان خواخوږو نظامي مبارزه پیل، چې په پایله کې  الجزائر له یوې اوږدې او خونړۍ کورنۍ جګړې سره مخامخ شو.  په ۲۰۱۳ کال کې مصر کې هم د محمد مرسي  ملکي منتخب حکومت د نظامي کودتا په پایله کې له منځه لاړ.

په اسلامۍ نړۍ کې د اخوان د مفکورې په وړاندې د خنډ  سره سره بیا هم ځینې  هېوادونه  د اخوان د نظريې ملاتړو تر مستقیم او غیر مستقیم تاثیر لاندې دي. په اوسني نړۍ کې ترکيه او قطر دوه سرمایه داره او قوي هېوادونه دي، چې اخوان نظریه پرې خپل تاثیر لري. که څه هم په مصر کې په ۲۰۱۲ کال کې جمهور ریاست  او پارلمان دواړه د اخوان لاسته راغلل خو په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ مداخلې دوی له واک څخه لرې کړل او مصر بیرته پوځي سکیولر قوت کنترول کړ.

سعودي او نور خلیج هېوادونو په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې د اخوانیانو سره مشکل نه درلود. سعودي عربستان په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزې کې د اخوان ملاتړی هېواد وو، الصحوه (اخوان) په نامه تحریک غړو، چې ډیری يې  روشنفکره  طبقه انجینران، ډاکټران، د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکې، زده کړیالان او استادان ول، د سعودي عربستان په پرمختګ کې لویه ونډه ولوبوله.

په ۲۰۰۶ کال کې د حماس لخوا په فلسطین کې د انتخاباتو ګټل او بیا په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلې او په مصر کې پارلمان او جمهوري ریاست ته د اخوان لاره پيدا کول،  هغه لاملونه ول چې د خوان په اړوند د سعودي عربستان نظر يې  ۱۸۰ درجې واړوله. سعودي عربسان په رسمي ډول د اخوان المسلمین ډله  د ترهګرو  په لېست کې شامله کړه.  په ۲۰۱۷ کال کې په قطر هېواد د خلیج د نورو هېوادونو لخوا  د بندیزونو لګولو یو علت د قطر هېواد لخوا اخواني ډلو سره د ښو اړیکې ساتل و.

په منځني ختیځ کې د شیعه ایران او سني عرب د سړې جګړې ترڅنګ  د اخوان او سیکولر قوتونو ترمنځ  سړه جګړه هم په جوش او خروش سره روانه ده.   ایران په سوریه، عراق، یمن، افغانستان کې شیعه مذهبه ډلې حمایه  کوي . همدارنګه امارات، سعودي او ترکیه هم په سوریه یمن او لیبیا کې بیلې ډلې لري او ملاتړ يې کوي. هغه ډلې چې امارات او سعودي یې ملاتړې دې په اصل کې د سیکولر ډلو او دولتونو دي (د سیکولر ډلو او دولتونو د ګټو د تامین لپاره استعمالیږي)، خو ترکیه او قطر  بیا د هغو اخواني تحریکونو  ملاتړ کوي، چې مصر، عربی امارات، سعودي عربستان، بحرین او الجزایر  يې ترهګر ګڼي.

همدارنګه په فلسطین کې  د حماس ډله چې د ۲۰۰۶  کال انتخاباتو له ګټلو را وروسته د غزې حکومت يې په لاس کې دی د  سعودي، عربي متحده امارات  جمع د امریکا متحده ایالات، اسرائیل او اروپا لخوا تروریستي ډله ګڼل کیږي او په وړاندې يې د اسرائیل او امریکا د پالیسي ملاتړ کیږي. حال دا چې ترکیه، قطر ایران بیا حماس ته د مشروع دولت او د آزادي مبارزینو په سترګه ګوري. ترکي خیریه مؤسسې په غزه کې له حماس سره مرستې کوي.

په ۲۰۱۳ کال کې  سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو مصر پوځ ته په میلیونونو ډالر ورکړل تر څو په مصر کې د محمد مرسي منتخب حکومت  چې د آزادو او شفافو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی و، ړنګ کړي، ځکه د اخوان المسلمین تور پرې پورې و.

د منځني ختیځ  د نورو هېوادونو ترڅنګ اوس لیبيا هم د اخوان او غرب ملاتړي سیکولر، ترمنځ د نیابتي جګړو په یوه نوی ډګر اوښتی ده.  په دې مقاله کې د منځني ختیځ له نور هېوادونوڅخه تیریږو  یوازې لیبیا کې روان بحران تر بحث لاندې نیسو. په دې لیکنه کې به دې پوښتنې ته د ځواب موندنې هڅه وشي، چې څوک په لیبیا کې د چا ملاتړ کوي او ولې؟

لیبیا د افریقا په شمال کې پروت هېواد دی.  د مساحت له پلوه په افریقا کې څلورم او په نړۍ کې ۱۶ لوی هېواد دی. شپږ میلیونه نفوس لري، په ۷ مې زیږدیزې پيړۍ کې اسلام دې سیمې ته راغلی دی خلک يې ټول سني مسلمانان دي. لبيبا د نړۍ په کچه  د تیلو  لسم درجه صادرونکی هېواد دی.

لیبيا د امویانو عباسیانو، او د فاطمي سلطنت برخه وه، خو د  شپاړسمې پيړۍ په پیل کې د اسپانيې د امپراطورۍ برخه وګرځیده، چې  په کال ۱۵۵۱ ترکانو هسپانویانو ته ماتې ورکړه او لیبیا يې د عثماني امپراطوري برخه وګرځوله.

تر ۱۹۱۱ کال پورې لیبيا د  عثماني امپراطوري تر  کنترول لاندې وه، خو په ۱۹۱۱ کال کې د ایټاليې فاشستي نظام او ترکانو ترمنځ د جګړې په پایله کې عثماني ترکانو ماتي وخوړه او لیبیا د ایټالیې مستعمره وګرځیده. دا هېواد تر ۱۹۴۷ کاله پورې د ایټالیې مستعمره پاتې شوه.   د لیبيا خلګ د ایټالیې د استعمار په وړاندې ډیر سخت وځپل شول، تر سلو زرو پورې خلک په اجباري کمپونو کې ساتل کیدل، چې په زرګونو په کمپ کې د کثافاتو او غیر صحې وضعیت له کبله ژوند له لاسه ورکړ. د قرآن کریم  استاد اوصوفي عالم  عمرالمختار مبارزه هم د ایټالوي استعمار په وړاندې وه. د عمر المختار مبارزه ډیره مشهوره ده او په اړوند يې هنري فلم هم چمتو شوی دی.

لیبیا په ۱۹۵۱ کال کې د متحده سلطنت تر نامه لاندې خپلواکي ترلاسه کړه او ادریس يې لومړنۍ  بادشاه شو. د بادشاه ادریس د سلطنت په دوران کې په ۱۹۵۹ کال کې تیل کشف شول، چې له دې سره لیبیا  تر ټولو غریب هېواد له نوملړ څخه ووت او اقتصاد یې د  ښه کیدو په لور روان شو.

په ۱۹۶۹ کال کې د معمر القذافي په مشرۍ نظامیانو کودتا وکړه،  ادریس يې تبعید او واک معمر القذافي ترلاسه کړ.  معمر القذافي یو ډول سوسیال نشنلیستي دکتاتورانه نظام جوړ او پر لیبیا  یې تر   ۲۰۱۱ م کال پورې حکومت وکړ.

په ۲۰۱۱ کال د عرب پسرلي  تر نامه د مظاهرولړۍ لمن لیبیا ته وغځیده، د معمر القذافي  هغه مخالفین چې د قذافی  لخوا له هېواده تبعید شوي ولو،  له موقع استفاده وکړه، لیبیا ته راغلل او مظاهرې يې  په کورنۍ جګړې واړولې.

معمر القذافي د طوارق ملیشو په مټ مخالفین په شاه وتمبول خو د فرانسي په مشرۍ ناټو مداخله وکړه او د معمرالقذافي  مخالفینو سره يې هوايي مرستې وکړي  معمر القذافي نظام نسکور او معمر القذافي ووژل شو.

د معمر القذافي مخالفین هم له ایډیالوژيک پلوه په بیلابیلو ډلو ویشل شوي ول. لویې او ځواکمنې هغې یې دوه وي چي یوه ډله یې د غرب له ملاتړه برخمن سيکولران  او بله ډله يې  اسلامپالی ول.

اسلامپالي بیا له دیموکراسی او انتخابات پلوه اخوانیانو او القاعدی ته مایلو ګروپونو ټولګې وې.  په سیکولرانو کې بیا د متقاعد جنرال خلیفه حفتر ډله مشهوره او مطرح وه.  په لیبیا کې د دې ډلو  ترمنځ اختلاف لیبیا یوې بلې کورنۍ جګړې ته بوتله.  لیبیا په بیلابیلو حکومتونو وویشل شوه.

له قذافي وروسته په لیبیا کې تاثیر لرونکو څیرو کې یو هم ډاکروال خلیفه بلقاسم الحفتر و.   خلیفه حفتر د معمر القذافي حکومت د پوځ غړی و، په ۱۹۶۹ کال کې د بادشاه ادریس په وړاندې په کودتا کې  له القذافي سره ملګری و، خو د ۱۹۸۰ لسیزې په آخر کې یې له معمر القذافي سره اختلاف پيدا شو، چاد هېواد  ته لاړ هلته د سې اي اې لخوا ونیول شو او امریکا ته ولیږدول شو. چې وروسته بیا حفتر ته امریکايي تابیعت هم ورکړای شو. حفتر   له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ کاله پورې په امریکا کې د یوه امریکايي ښاري په توګه  اوسیده. د معمر القذافي حکومت محکمې حفتر د  خیانت په تور د ده  په غیاب کې د مرګ په سزا محکوم کړی و.

حفتر د قذافي د حکومت د نسکور کیدو وروسته بیرته لیبیا ته راغی پوځي ملیشه یې چمتو کړه او د لیبیا په بنغازي ښار کې یوې اسلامپالې ډلې شریعت انصارسره په سختوجګړو کې ښکیل شو.  د شریعت انصار د ډلې  مشر محمد الزهاوي  امریکايي حکومت د حفتر په ملاتړ ترون کړې او امریکا ته يې کواښ کړی و، چې په لیبیا کې دې مداخله نه کوي.

په ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په  ۱۱ مه نیټه د القاعدې ملاتړې ډلې  په بنغازي کې د امریکا په قنسلګري برید وکړ چې په پایله کې د امریکامتحده ایالاتو سفیر په ګډون درې تنه امریکایان ووژل شول.

کله چې په  ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې د داعش لخوا د خلافت اعلان وشو، نو له دې سره  په لیبیا کې د  القاعدې او ځینو نورو اسلامي ډلو ځینو غړو ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ او په ۲۰۱۴ کال کې يې لومړی  د لیبیا د  درنه او په ۲۰۱۵ کال کې سرت ښارونو له  نیولو سره په لیبیا کې د اسلامي دولت لیبیا څانګه هم رامنځته شوه.

له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د داعش ډله په لیبیا کې په ډیر سرعت سره د پرمختګ په حال کې وه، په  لیبیا کې دواړه دولتونو د اروپا او امریکا د مرستې پرته له داعش سره د جګړې توان نه درلود. که څه هم د مصر هېواد هوايي ځواکونو د داعش په وړاندې بمبارې جارې ساتله خو بیا هم د داعش پرمختګ او پراخوالي مخه يې ونه شو نیولای.

په لیبیا کې دا حالت اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو ته د منلو او زغم وړ نه و، نو د داعش د ځپلو لپاره  یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مرسته دطبروق او طرابلس دواړه حکومتونه سره متحد کړل او د تونس  د تړون په اساس  په  ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا د (حکومه الوفاق الوطني) تر عنوان لاندې یو نوې حکومت په رسمیت وپيژندل شو.

خلیفه حفتر او طرابلس دولت په ګډه د داعش په وړاندې د ائتلافي ځواکونو د هوايي عملیاتو په مرسته بریالي عملیات ترسره کړل او په پایله کې یې له داعش څخه د  سرت او درنه ښارونه بيرته ونیول، البته  د داعش ټول جنګي اسیران د خلیفه حفتر له خوا ووژل شول.

د داعش په وړاندې د جګړې لپاره له خلیفه حفترسره نظامي او غیر نظامي مرستو خلیفه حفتر په یوه ستر قوت بدل کړ، چې د لیبیا ختیځه برخه يې ټوله تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه. خفتر  د امریکا، برطانیه او فرانسي ترڅنګ د روسیې، عربي متحده امارتو، سعودي او مصر ملاتړ په مټ  یو ځل بیا د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی دولت په وړاندې  چې مشري يې فایز السراج کوي او اخواني مفکوري ته مایل حکومت دی، د له منځه وړلو هوډ وکړ. جنرال خلیفه خفتر په ۲۰۱۹ کال د اپریل په  میاشت کې د طرابلس د نیولو په موخه د عملیاتو د پیل اعلان وکړ او د تونس سرحد سره يې نژدي  د الواتیه هوايي ډګر خپل مرکز وټاکه.

خلیفه حفتر د فرانسي ترڅنګ د واګنر په نامه د روسيې امنیتي کمپنی،  مصر، عربي متحده اماراتو، سعودی عربستان ملاتړ  له ځان سره لري.  متحده عربي اماراتو خلیفه حفتر ته ځانګړې بی پیلوټه الوتکي  په اختیار کې ورکړې دي، چې د دې الوتکو په مټ يې د طرابلس حکومت د فشار او محاصرې لاندې راوستلی و.  د امریکا متحده ایالاتو د امنیت پخوانی مشاور جان بولټن هم د خلیفه حفتر له کلکو ملاتړو او مدافعنو څخه ګڼل کیده.

بل پلو ترکیه او قطر د ملګرو ملتونو لخوا په رسميت پيژندل شوي حکومه الوفاق الوطني ملاتړ کوي او د دې حکومت په وړاندې د متحده عربي اماراتو، مصر او سعودي مداخله غندی همدا رنګه په اروپايي اتحادیې ، عربي اماراتو، سعودي او مصر هېوادونو يې تور پورې کوی، چې د مشروع حکومت په وړاندې جنګسالارې ډلې ملاتړ کوي.

یاد هیوادونه د طرابلس د فایز السراج د حکومت ملاتړ یوازې اخواني توب لپاره نه کوي بلکې خپلې ځانګړې ګټې پکې لري. ښه بیلګه یې په دوو بیلابیلو هېوادونو کې د  ترکیې دوه ګونی سیاست دی. ترکیه  له یوې خوا په لیبیا کې د جنګ سالار او بشری حقوقو ناقض تر عنوان لاندې د خلیفه حفتر کلک مخالفت کوی بل پلو په افغانستان کې بیا برعکس د جنرال عبدالرشید دوستم غوندې کس چې د نړیوالو بشری حقوقو ټولنو له خوا په جنګي جنایاتو تورن دی په کلکه ملاتړ کوي، آن تر دې چې د ده د رضایت لپاره یې  د افغانستان د ولسمشرۍ د لوړۍ په مراسمو کې خپل سفیر د اشرف غني د تحلیف د مراسمو پر ځای د عبدالله عبد الله د لوړې مراسمو ته لیږلی و.

ترکیه غواړي په مدیتراني سمندرګي کې هغه نفوس ترلاسه کړي کوم، چې د مصر، قبرس او اسرائیلو لخوا تر ګواښل لاندې دی. ترکیه په  مدیتراني سمندګي کې د جغرافيوي ستراتيژي موندنو په موخه د فایز السراج له حکومت سره سمندري څیړنو تړون هم کړی، چې مصر، قبرس، اسرائیل او ځینې اروپايي هېوادونه يې ډیر سخت خوابدي کړي دي.

د ترکيې او طرابلس  حکومت  سره د بحري څیړنو تړون،  ترکیې ته په مدیتراني بحیره کې د پراخ قدرت او نفوذ زمینه برابروي،  حال دا چې مخکې  د یونان، مصر، اسرائیل یو بل سمندري تړون،  ترکیه د مدیتراني له  اقتصادي زون څخه ، چې اټکل کیږي، ورکې د طبیعی ګازو غني منابع شتون ولري ایستلې وه.

د انقرې – طرابلس دا تړون د عربي متحده اماراتو، قبرس، یونان او اسرائیلو لخوا سخت وغندل شو. په لیبیا کې جنګسالار خلیفه خفتر په مشرۍ د طبروق حکومت هم تړون باطل وبلل او د طرابلس حکومت د پرځولو په نیت يې عملیات ګړندي کړل.

له دې سره د طرابلس دولت نور هم کمزوری او د سقوط چانس يې ډیر شو.  د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان وکړ، چې که چیرته د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی دولت له ترکیې د پوځي مرستې غوښتنه وکړي نو ترکیه به لیبیا ته پوځ  ولیږي. کله چې د طرابلس حکومت د خلیفه حفتر د ځواکونو تر فشار لاندې راغی نو له ترکیې یې د پوځ غوښتنه وکړه او د ترکيې پارلمان لیبیا ته د پوځ لیږل تصویب کړل.

ترکيه   ۱۱۰ کاله وروسته له هغه چې د ایټاليې څخه يې په لیبیا کې جنګي ماتې خوړلې وه، یو ځل بیا لیبیا ته سرتیري واستول، تر څو د طرابلس حکومت  له سقوط څخه وژغوري.

د ترکیې لخوا لیبیا ته د پوځ لیږل، که څه هم د طرابلس د حکومت سقوط چانس کم او د قدرت توازون برقراره کړ، خو بیا هم خلیفه حفتر د اروپايي هېوادونو او روسيې غوښتنو سره سره اوربند او سولې ته تر هغه پورې چمتو نه وو،  تر کله، چې  د کرونا ویریس او د تیلو د قیمت د غورځیدو له کبله  د خلیفه حفتر د متحدینو  پاملرنه لیبیا ته کمه شوه، نو خلیفه خفتر د رمضان په میاشت کې د اوربند غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی د طرابلس د حکومت لخوا رد شوه. ځکه چې اوس  همدا حکومه الوفاق الوطني په جګړه کې برلاسې دی او د خلیفه حفتر ځواکونو  څخه سیمې له لاسه وتلو په حال کې دي د بیلګې په توګه د خلیفه حفتر لخوا د طرابلس د نیولو لپاره الواتیه هوايي ډګرهم د حفتر ځواکونو له لاسه ووت.

د پایلې په توګه ویلای شو، چې له ۱۹۱۱ کال څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې لخوا لیبیا ته پوځ استونه په نړیوال سیاست کې څو مهمو نکات رابرسیره کړل. لومړی  دا چې ترکیه، د سیمې په کچه ځان د یوه قوت په توګه د ثابتولو په حال کې ده. دویم: هغه اخوان المسلمین ډلې، چې کلونه کلونه د  بهرني ملاتړ د نه شتون له کبله ځپل کیدې اوس نوې ملاتړې مومي. دریم: په منځني ختیځ کې د غرب او امریکا رول د کمیدو په حال کې  دی. د ټرمپ د پالیسي په اساس د منځني ختیځ مسائل نور د سیمې قوتونو ته پريښودل کیږي. کیدای شي علت يې د اروپا او امریکا ترمنځ د اختلاف زیاتوالی وي. اوس د امریکا متحده ایالات د نړيوال قدرت د رهبر په توګه د منځني ختیځ په مسائلو کې د ژورې مداخلې سره ډیره دلچسپه نه لري.  بل پلو په منځني ختیځ کې د امریکامتحده ایالاتو متحدین په منځني ختیځ کې د امریکا د رول په کميدو خوابدي او د سخت دریځه اسلامپالو ډلو ترڅنګ ډیموکراسي پلوه اخوان هم د خپلو نظامونو د بقاء  لپاره ستر کواښ ګڼي.

په درنښت

شکیب

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ګران ورور شکیب خان د ګټوری او معلوماتی او پر واقعیت بنا لیکنی څخه په مننی سره غواړم ووایم: په پورته لیکنه کی ډېری مرموزی کیسې او په عین حال کی ډېر حیرانوونکی ټکی نغښتی دی. منځنی ختیځ او مغربِ عربی د پېړیو پېړیو په اوږدو کی د لویو دینونو او فرهنګونو او عقائدو د تلاقی مرکز ؤ او مرکز دی او مرکز به وی. د لیبیا هیواد او د قذافی حاکمیت او د قذافی شخصیت د نړیوالو استعمارګرانو د سختی پاملرنی او تمی وړ کتله وه او ده. د قذافی د متناقض شخصیت ( البته د لیبیا او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close