افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: طالبان دې د دولتي بندیانو په خلاصولو د توافقنامې بشپړ تطبیق ته لار پرانیزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت نیم ونډه وال او د مصالحي عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، طالبان دې اوربند وغځوي او د دولتي بندیانو په خلاصولو دې د توافقنامې بشپړ تطبیق ته لار پرانیزي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د حکومت له لوري د نهه سوه طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو خپره کړې اعلامیه کې کړې، نوموړي ویلي، چې د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په درشل کې د حکومت له لوري د طالب زندانیانو خلاصون یو مثبت او د سولې د تحقق او توافقنامې د تطبیق په لاره کې یو اړین ګام و.

نوموړي زیاته کړې « د طالبانو حرکت دې د ورته اقدام په کولو او د دولتي زندانیانو په خلاصولو دا پروسه روانه وساتي، تر څو د توافقنامې بشپړ تطبیق او د مذاکراتو پیل ته زمینه برابره شي.»

د عبدالله له قوله، د کرونا ویروس د خپرېدو په اوج کې اوربند ، د وینې بهېدنې د مخنیوي او د خلګو د سر او مال د ساتنې لامل شو، نو ځکه ښایي چې وغځول شي او دایمي شي.

عبدالله عبدالله داسې مهال د طالبانو له لوري د دولتي زندانیانو خلاصون ته په تمه دی، چې طالبان وایي، د نهه سوه زندانیانو له خلاصون هرکلی کوي او ډېر ژر به دوی هم «یو ښه تعداد» دولتي زندانیان خلاص کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

wawwwww Abdullah is a big man now and he got a colourful DASMALAK in his packet as well. It is not black anymore as it used to be during his 2 months of presidency.

He knows how to copy Ghani’s words and repeat them to make sure he does not get fired

He lost the position of president of Afghanistan and now he is careful with his new position.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close