پاکستان وایی که امریکا مرسته بنده کړي مونږبه له قبایلي سیمو څخه ځواکونه راشاته کړو

pakistan_defence_minister(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۲)اسلام اباد: له پاکستانیو ازادو خبري رسنیو سره دوینا پرمهال دپاکستان ددفاع وزیر احمد مختارزیاته کړه کچیري امریکادپاکستان له فوځ سره عسکري مرسته بنده کړي مونږمجبوره یو چي له افغانستان سره پرپوله باندی پراته ځواکونه بیرته راشاته کړو.

تیره ورځ امریکایی چارواکوخبرورکړي وو چي هیواد به یی له پاکستان سره ژمنه کړل شوی دری بلیونو ډالو څخه ۸۰۰ سوه ملیونه ډالره مرسته ورنکړي،

امریکا په دي سره غواړي پاکستان ته هغه اقدام په مقابل کی   خواشینه څرګنده کړي چي تیره میاشت پاکستاني چارواکو له لوری په پاکستان کي موجود امریکایی روزونکو دوتلو امرشوی وو، اولدي سره سره په دي ورستیو کی پاکستاني حکومت له امریکي څخه غوښتنه کړي وه ترڅو په بلوچستان کي شمسي هوایی ډګرخوشي کړي، ویل کیږي چي په بلوچستان کي شمسي هوایی ډګر دامریکایی څارګري اداري سي آی ای لخوا پروزیرستان باندی دډرون بریدونو لپاره استعمالیدي.

دپاکستان ددفاع وزیر احمد مختارله یوي سمیزي خبري رسني سره په خبروکي وویل که دارنګه مشکلات مونږته وړاندي کیږي، نومونږ هم اړیو ترڅو له قبائیلي سیمو څخه ځواکونه راوباسو.

نوموړي زیاته کړه سمه ده، که مونږته امریکایان پیسي نه شي راکولای، مونږبه هم خپل ځواکونه له قبائیلو سیمو څخه راشاته کړو، ځکه مونږ نه شو کولاي چي دوزیرستان په سختو اوغرنیو سیموکي بی له کومی مرستي ځواکونه ځای پرځای کړو.

خوپاکستان یوداسي هیواد دي چي دفاع وزیریی په عسکري چاروکي ډیرواک نه لري، واک اواختیارټول دفوځ له لوی درستیز سره وي ، چي اوس په پاکستان کی دفوځ لوي درستیز ښاغلي اشفاق پرویز کیاني دي اوپه دوهم قدم کي بیا په پاکستان کي دفوځي چاروپرمخ وړونکي اوعسکري سیاست جوړونکي دڅارګري اداري مشروي، چي هغه اوس ښاغلي احمد شجاع پاشادي، دغه دواړه تراوسه پوري پټه خوله پاته دي اوکوم دریځ یی نده څرګند شوی.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د