د واحد فقیري سیاسي نوټونه

نیویارک ټایمز: ټرمپ د عسکرو د ژر ایستلو پلان لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د مې پر ۲۶ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر په امریکا کي د نومبر تر انتخاباتو مخکي راوباسي. د امریکا د دفاع وازرت د عسکرو د ژر راایستلو د پلان په جوړولو لګیا دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي همدا د ټرمپ مطالبه ده. خو امریکايي نظامیان به د عسکرو د سوکه راایستلو تجویز ورته وکړي.

د امریکا نظامیان وايي له افغانستانه چټک راوتل به د طالبانو سره د سولي معامله ړنګه کړي. د امریکا د دفاع وزارت به راتلونکو څو ورځو کي د ټرمپ سره ملاقات وکړي، او هغه ته به څو آپشنه وړاندي کړي.

یو آپشن به دا وي چي د نومبر تر انتخاباتو مخکي ګرده امریکايي عسکر راوایستل سي. خو بل آپشن به د قطر د موافقې سره سم په څلور میاشتو کي د امریکايي عسکرو راایستل وي. 

امریکايي نظامیان به سپیني ماڼۍ ته ووايي چي دوی دا نه سي تضمینولای چي بیا به افغانستان د تروریزم په ځالي نه بدلېږي. 

نیویارک ټایمز لیکي د امریکايي عسکرو د ژر راایستلو لپاره د ټرمپ بل دلیل په افغانستان کي د کورونا د وایرس خورېدل دي. 

د امریکا د دفاع وزارت وايي په اغلب ګومان لږ تر لږ پنځوس فیصده افغان امینتي ځواکونه په کورونا اخته سوي دي، لهذا امریکايي نظامي مربیانو د افغان عسکرو تمرین او روزنه ځنډولې ده. 

اخبار لیکي همدااوس متحده ایالات په افغانستان کي د قطر د موافقې سره سم څو نظامي اډې تخلیه کوي.‌

د سي ای ې پخوانۍ جاسوسه، اغلې لیسا مډډاس، وايي که څه هم له افغانستانه څو میاشتي مخکي راوتل به مهم نه ښکاري، خو د افغانستان حالات نازک او لړزانه دي.

هغه زیاتوي«زموږ دا کار زموږ افغان ملګرو ته دا پیغام ورکوي چي موږ فرار کوو.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

بس هر څه ژر مو کو.. کاږئ ارذالو ! د افغانانو زړونه داسي درته ډک دي چي که دلته خبره نوکي سره ګډه وډه سوه بيا مو يو عسکر ژوندي ولاکه ووينئ او ستاسي پر ګوډاګيانو به الله پر دې دنيا دوږخ جوړ کړي . اوس به مو تېښته پرده وي، خو هغه مهال به مو مرګ پرده وي.

په ګران اسلامي هيواد افغانستان کي د بربادۍ اوبه ستاسي تر ستونو رسېدلي دي، نو په دې صورت کي د خپلو ګوډاګيانو په برخليک پسي مه ګرځئ، پوهان وايي: « آب که تا گلو رسيد، بچه در زير پای شد ».

Miragha mjrohe

دا سنگه یو دمئ دولت په دمره تعداد بندیانو خلاص ولوته غاره کشیشوده؟؟ بس الله دی د اسلام مجاهدینو اتفاق او اتحاد محفوظ او بریالی لرئ . انشاالله العزیز

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close