افغانستان

د غزني په قره باغ کې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله- انځوریز

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت له قره باغ ولسوالۍ څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې پرون مازدیګر ناوخته د دغې ولسوالۍ په میرکو سېمه کې د اربکیانو په پوسته  پراخ برید ترسره شوی دی.
د سرچینې په وینا،د طالبانو او اربکیانو ترمنځ له یوې څو ساعته وسلوالې نښتې وروسته په سېمه کې د اربکیانو یوه پوسته په بشپړه توګه له منځه یوړل شوه.

ویل کېږي، چې په دې نښته کې ۷ اربکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه تائید کړه.
نوموړي وویل، چې په دې برید کې يې دوه راکیټ، دوه پېکاګانې،یو مېل درازکوف او ګڼ نور مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي.
د سیمې خلک وايي، د یادې پوستې اربکیان، چې ډېری یې په هزاره توکم پورې اړوند ول، د شاوخوا پښتنو کلیو له خلکو سره سخت ناوړه چلند کاوه، د شپې او د ورځې به یې ترې پخه ډوډۍ غوښته او د جګړې پر مهال به یې د سېمي له اوسېدونکو څخه د سپر کار اخیست.
همدارنګه د یادې پوستې اربکیانو  د لارې له تېریدونکو خلکو څخه د غلا او شوکې په پېښو کې هم لاس لاره.
ښاغلي مجاهد زیاتوي چې په نښته کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او د خپلو تلفاتو په اړه یې ویلي، چې :«په دې برید کې زموږ یو مجاهد شهید او درې نور سطحي ټپيان شول.»

له نښتې وروسته طالبانو د سېمي د اوسېدونکو په ملتیا د پوستې په ویجاړولو پیل وکړ او هېڅ نښه یې ورته پرې نښوده.

arbakyano-posta3

arbakiano-posta2

arbakyano-posta6

ځوانان او ماشومان د پوستې د ویجاړولو په حشر کې برخه اخلي.

arabakyano-posta

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x