افغانستان

د کمکي اختر څلورمه ورځ؛ د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۷ ماشومان مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت سیمه ییز خلک او د مشرانو جرګې استازی وايي، د آزادو شوو زندانیانو د هرکلي لپاره راوتلو ملکیانو په ډله هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا «زړه بوږ نوونکې» پېښه نن د چهارشنبې په ورځ غرمه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په جعفرو کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې افغان هوايي ځواکونو د خپلو آزادو شوو زنداني خپلوانو د هرکلي لپاره مخې ته ورغلي ملکیان تر هوايي برید لاندې ونیول.

لومړني معلومات ښيي، چې په دغه هوايي برید کې ۳ تنه تنکي ماشومان وژل شوي او ۴ تنه نور سخت ټپیان دي.

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشوم
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشوم
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشوم
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشوم

سناتور زلمي زابلي د کمکي اختر په څلورمه ورځ د ملکي خلکو بمبارول سخت غندلي او دا کار د نه زغملو وړ وحشت بللی دی: «حکومت بیا مخکینی وحشت ته زور ورکړی، د ملکی خلکو بمبارد  هغه هم ماشومان د تحمل وړ نده.»

د کمکي اختر په څلورمه ورځ دولتي ځواکونه په داسې مهال په زابل کې پر ملکیانو هوايي برید ترسره کوي، چې په کور دننه او نړیواله کچه له حکومت او طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي.

که څه هم د طالبانو لخوا د اختریز اوربند موده تیره شپه پای ته رسېدلې ده؛ خو طالبانو په نا اعلان شوې توګه دغه اوربند ساتلی او تردې دمه د هېواد په هیڅ یوه سیمه کې هم د طالبانو لخوا د بریدونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The SPIN GHAR Shahen Saib and Mullah Saib Beradar wake up.

They are releasing Talib priseniors but then they are bombing and killing them. This is truly a very successful strategy. This way they do not have to feed them or look after them, instead bomb and kill them

Ain aw Ghain are not after peace with the Afghan mujahid nation. Instead, they are pouring gasoline on the flames in Afghanistan

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close