د سولې څارنظــر

فاتح عیب نه لري

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

دا لنډې کليمې “فاتح عیب نه لري” مې له استاد محمد زمان مزمل صاحب واوريدي، له اوریدو سره یې سم ما وپتېله چې په دي اړه لیکنه وکړم.

له پخوانۍ شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال، د مجاهدینو رهبرانو چې هر ډول غلطې پریکړې کولې، خو بیا هم د فاتح په شکل کې هغوی عیب نه درلود. ځکه هغوی له شورې سره په جګړې کې فاتحین وو، برلاسي او قوي وو.

غازي امان الله خان که څه هم د اروپا په سفر کې ډیرې تیروتنې درلودلې، خو داچې فاتح و، فاتح عیب نه لري، تر همدا ننه هغه غازي یادیږي، خو که د خپل ولس په منځ کې د سقاو له زوی سره په جګړه کې ښکېل شوی وای، پرته له شکه نن به یې عیب درلود، لکه مجاهدینو چې همدا تیروتنه وکړه، او نن همهغه پرونی فاتح رهبران بلا ډیر عیبونه ځکه لري چې کورنۍ جګړو کې ښکېل پاتې شول.

که پاچا ظاهر د داود خان پر ضد جګړه کړي وای، نن به یې په ولس کې ځای نه درلود، خو هغه چې کورنۍ جګړه ونه کړه، پرونې فاتحین رهبران یې هرکلي ته لاس په نامه ولاړ وو.

دوه کاله وړاندي افغان حکومت د روژې میاشت کې اوربند اعلان کړ، عادي خبره وه، ولس فکر کاوه چې د کمزوري له کبله دا کار کوي، مګر کله چې د طالب لخوا د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان شو، دغه اعلان عیب نه درلود، د ولس او نړیوالو لخوا یې تود هرکلی وشو، همهغه خبره ده چې فاتح عیب نه لري.

له اوباما سره په شپه کې د حامد کرزي لخوا د تړون لاسلیک، او بیا د ډاکټر غني د ملي امنیت سلاکار لخوا له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک، ځکه عیب درلود چې امریکا افغانستان ته په راتګ ځان فاتح ګاڼه، د امریکا لپاره یې عیب نه درلود، خو د افغان ولس له پاره له شرمه ډک تړونونه وو.

د امریکا – طالبانو تړون ځکه عیب نه درلود چې طالب د فاتح په شکل او امریکا/ناټو د مغلوب په شکل کې له یو بل سره لاسلیک کاوه.

طالبانو ونه منله چې کمپ ډیویډ ته د ټرمپ لېدو ته ورشي، که فاتح نه وای، بلا زیات عیبونه دې کړنې درلودل، مګر داچې فاتح عیب نه لري، طالب په دې ازموینه کې هم بریالی راووت.

همدارنګه د ګوانتانامو او باګرام زندانیانو بریالۍ تبادله کې هم فاتح عیب نه درلود، خو مقابل لوری “امریکا” تر ډیرو نیوکو لاندي راغله، که امریکا جګړه کې بریالۍ او طالب کمزوری وای، بیا به امریکا د تبادلې اړوند عیب نه درلود، خو داچې “فاتح عیب نه لري، شکست ویاړ نه لري” ځکه خو دواړه معاملې د طالب په ګټه تمامې شوي.
هغه فتواوي چې د طالب په ضد په کابل او سعودي کې ورکول شوې، څه فکر کوئ که دا ډول فتواوي د کابل حکومت په ضد ورکول شوې وای، څومره غوغا به یې په ولس کې جوړه کړي وای، خو وایې فاتح عیب نه لري.
د همدې اوسني کوچني اختر لږ مخکې افغان حکومت د یرغلیزو بریدونو اعلان وکړ، د ولس او نړۍ له مخالف غبرګون سره مخ شو، خو چې بیا بیا یې د اوربند غوښتنه کوله، بې تاثیره وه، مګر کله چې طالبانو د حکومت تهاجمې عملیاتو اعلان په درې ورځنې اوربند جواب کړ، په ولس کې له تود هرکلي سره مخ شو، بیا هم د فاتح عیب نه لري خبره ده، که چیرته بالعکس، طالبانو د تهاجمې عملیاتو اعلان کړی وای او افغان حکومت یې جواب په اوربند ورکړی وای، پر حکومت به نیوکه کېده چې کمزوری دی.

کله چې د اوربند په مقابل کې افغان حکومت د ۲۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو اعلان، د اختر په دوېمه یې ۹۰۰ بندیان ازاد کړل، د افغان ولس او نړیوالو له تود هرکلي سره یې دغه کړنه مخ شوه، او دایې د حکومت کمزوري ونه ګڼله، ځکه چې امریکا ژمنه کړي وه، چې د مارچ تر لسمې به ۵۰۰۰ بندیان خلاصیږي، خو افغان حکومت غوښتل چې وښيې چې پدې برخه کې د امریکا اوامر نه پلې کوي. مګر که یې ۵۰۰۰ ټول طالب بندیان خوشي کړې وای، او طالبانو ۱۰۰۰ دولتي بندیان خوشي کړي وای، پرته له شکه چې دا د افغان حکومت په ضُعف نه، بلکې سولې ته ژمنتیا باندي دلالت کاوه.

له درې ورځې اوربند وروسته چې تر دې مهاله طالبانو په جګړه کې کمښت راوستلی، دایې په رښتونې توګه په ضُعف نه، بلکې قوت باندي دلالت کوي.

او که طالب د بین الافغاني مذاکراتو د پېل اعلان کوي، نو دابه یې په لا ډیر قوت دلالت کوي، او خلک به باوري شي چې طالبان نه غواړي چې د پخوانیو مجاهدینو ترخې تجربې تکرار، او بیا ځل کورنۍ جګړې ته ننوځو.

له طالبانو زموږ غوښتنه داده چې د جګړې پای ته رسیدو، سولې ته رسیدو لپاره په مخ درومئ، فاتح عیب نه لري، خو که په کورنۍ جګړه کې ښکېل شوئ، نو بیا پوه شئ چې “مات شوی لوری هیڅ ویاړ نه لري” بیا به ستاسي ټول ګټلې ویاړونه داسي په اوبو لاهو شي لکه د مجاهدینو ویاړونه چې رهبرانو یې په بې پروایې سره له منځه یوړل.

د جګړې د کمښت اړوند به ځینې مغرضې کړۍ او رسنۍ ووایې چې طالبان کمزورې شوې، هغوی غواړي چې طالبان او افغان حکومت په کورنۍ جګړو کې پاتې شي، په کار ده چې د دغه ډول منفي څرګندونو تر تاثیر لاندي طالب رانه شي، او له افغان حکومت تمه ده چې د جګړې کمښت ته له مثبت زاویې وګوري، بندیان خوشي او بین الافغاني خبرې پېل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا به څه عیب ولری کچیری طالبان یو طرفه اوربند وکړی، پریږدی چی د کابل اداره د خلکو له نفرت او تنفر سره مخامخ شی لکه چی اوس طالبان دی. که یوه ګوته چا نیسی څلور نورې مو ځآن اوږدی کیږی.

Saeed

شه نو ته هم ده کابل ده ادارې مکار طوطئ ئ.
له ۴۸هېوادونو سره جنګ طالېب ده
الله ج
او ملت په مرسته کړي ده او نن
الحمدالله
برېاء ته نېزدئ دې.طوطو که له طالېبه خلکو نفرت درلودلائ وضعېت به داسی نه وه.زمکنئ حقائق مونږ ته بل څه وائ !!!ده کابل ده ادارئ طوطو

غمی،پښتین

جوړ تازه،

طالیب او دولت دواړه عیب نه لری،زموږ اسلام او افغانیت طالیب او دولت ته عیب ښکاری،ځکه مو قتل کوی،

غلام سخی بکواهی

یاره پشتینه وروره ته چی طالب ده دین ناموس او خاوری ساتونکی او مزدوره غلامه کابل اداره چی ده دالرو پ مقابل کی وطن ناموس دین خرچ کری دی سر یو کوی نو دا بیا له انصاف لری خبره ده پ خدای دی می قسم وی چی دغه یوه یوه تکی جواب به پ هاغه دنیا وایی ان شاالله انقلاب به کیژی اغه ده شعیگانو متل دی وایی یا به زور علی یا به مهر علی که له خبرو لاره وی که جنگ نو بهترینه یه صلح ده جنگ کی خو افغانان قتل کیژی مجاهدین شهیدان کیژی او مرتد اردو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور انجینر صاحب ، سلامونه ، نیکی هیلی او د اختر مبارکی درته وړاندی کوو! ستاسی لیکنی خو تل ښکلی او په حقایقو تکیه لری ، دا ځل لیکنی عنوان مو د استاذ مزمل څخه قرض کړی په اړه به یی زه هم درسره خپل معلومات شریک کړم : لمړی : فاتح عیب نه لری . دپه واقعیتو کی صدق مګر حقایقو کی صدق نه کوی ، یعنی د نن صبا دجالی نړی کی صدق کوی به اړه یی همدومره بسنه کوی دوهم : غازی امان الله ، غازی نه وو . هغه د رړسی او انګریزی استعمار تر… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ورور الحاج استاذ بيانزی صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد: دا چي فرمايلي مو دي: «بین الافغانی روغی جوړی ته مونږ هم سترګی په لیار یو، مګر رشتونی بین الافغانی خبری، نه د جکومتی غلامانو او جنګسالارانو سره خبری او حکومت شریکونه ، که رامنځته شی دا به د نوو خبلمنیځو جنګ پیلامه او له افغانستان به لیبیا او سومالیه جوړیږی او جبرا به پکی سکولران حکومت ترلاسه کوی او لا به دموکراتیک اساسی قانون لرو او……. مننه». دا خبري دي سل په سل کي د ټولو د منلو وړ دي او بايد هغه کسان چي ځانونه فاتحان… نور لوستل »

غ.حضرت

پر ما همیشه د مطمئن صاحب څرګندونی غمېدلی دی.
امّا
بیانزئ صاحب!
موږ خو داسی اورېدلی دی چی پښتون د هر ستمګر او تجاوزګر سره وسله واله مبارزه کړېده ( البته دا مقوله د یو ژور
بحث وړ ده) خو دا به د یو پښتون لپاره ستر پېغور وی چی په لندن او بی بی بی بی سی کی ناست او بې سیم ئې پلاس کی او د خپل تاریخی برَم د قاتل دِیو سره د خپلی ګېډی خواله کوی او غلط تأویلونه وړاندی کوی.

محمد

فكر كوم اصلى خبره داده چى حق عيب نلرى او د هر فاتح عيب هر څوك ليدلى او ورته بيانولى نشى ، ځکه چى اكثره فاتحين د خپلى فتحى په نشه كى په تكبر اخته شى ، نو بيا همدا تكبر يى د شكشت باعث وگرزى .بله خبره داده چى هر فاتح حقيقى كامياب نه وى او هر كامياب فاتح نه وى .او بله خبره داده چ اكثره انسانان پله بين او د موقع په تلاش وى ، نو نشى كولى په زغرده فاتح ته چى په ظاهره ځواكمن خكارى عيبونه يى ورپه گوته كرى يا زان په خطر واچوى… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران ورور محمد صاحب دمخه هم راباندي ګران وې ، خو اوس دي دغي ليکني بېخي ډېر را باندي ګران کړې، د حق ويلو او سپیني خبري کولو جرئت او مړانه هر څوک نه لري. په تېره غوړي کاروونکي مداحان.

بېخي ښې او د طالبانو کرامو او ټولو افغانانو په خير خبري مو کړي دي الله دي ښه اجرونه در کړي. مننه !

جمیل

دا خو یو روښانه واقعیت دی چی مجاد فاتح عیب نلری ، خو هغه عیبی چی عیبونه پکښی لټوی خپل ګریوان ته دی یو واری سر ورکښته کړی چی څه عیبونه لری . ټوله مسلمانان په تیره بیا زمونږ مجاهد ولس پدی ښه پوهیږی چی زمونږ مجاهدینو په ټوله نړی کی هیڅ ملاتړ نه درلود او دننه په هیواد کی هم خلګ د طالب د نوم اخیستلو څخه لا بیریدل څه چی مرسته ورسره وکړی ، خو دی موئمنو او د همت خاوندانو د هیچا پروا ونکړه او یوازی یی پر خپل رب توکل وکړ او په اورونو ورننوتل ،… نور لوستل »

نظرمحمد مطمئن

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
له ټولو مشرانو او دوستانو څخه مننه، ښه بحث شوی، ځینو پکې زیاتوني کړي، او په کار همدا وي، ځکه ټول هغه مثبت او منفي ټکي په یوه لیکنه کې را نغښتل ستونزمن وي، دا یو عنوان او یوه سریزه وه، او علمي بحث چې کومو مشرانو ورباندي کړی، ښه ټکي دي.
حتمي ده چې فاتحین تیروتنې کوي، خو فتح یې تیروتنې له سیوري لاندي راولي، همدارنګه ماتې خوړونکي هم لاسته راونې او ویاړونه لري، خو چې کله ماتې وخوري، نو ټولې لاسته راوړنې او ویاړونه یې هم له لاسه ورکوي.
مننه او درناوی

غلام سخی بکواهی

انجینر صاحب الله پاک دی په عمر برکت واچوه هر ده صلح طرفدار او کوشش کونکی دی الله پاک ونازوی

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close