نظــر

په اختر کي د ځينو ګوډاګيانو د اختريزو ليدنو په هکله

عبدالمالک همت

په ځينو رسنيو کي راغلي دي چي د اختر په دویمه ورځ د افغان ګوډاګي، منتخب نه، بلکي د پردو دښمنانو او کورنيو معلوم الحالو څېرو په پټو او ښکاره اشارو او تماسونو، لارښوونو او هلو ځلو د جوړجاړي په پايله کي د توافقي نوي رامنځ ته سوي حکومت د سردمدارانو او د دوی په خبره ځينو سیاسي مشرانو تر منځ د مبارکیو یو لړ لیدنې شوې دي چې د دغو رسنيو په ادعا په ټولنیزو شبکو کي یې خلکو د پراخ هرکلي تر څنګ دا د یووالي او افغاني کلتور د ساتنې نښه بللې ده.

خو زه وايم چي دا او د دوی غوندي نور ټول نه سياسیون دي او نه مشران، بلکي دا د وطن د غليمانو نا اهله او بې لياقته ټيټ او د خلکو له وېري د سمېټي دېوالونو تر شا پټ ګوډاګيان دي، د پردو د استخباراتي شبکو له خوا روزل سوي او جمتو سوي، د نانځکو په څېر آرايش او جوړ سوي، مطرح سوي، کاذب شهرت ورکړه سوی او زموږ پر خلکو او هيواد تپل سوي دي.

د دوی پر واک باندي اختلافات، بيا جوړ راتلل او سره کښېنستل او بيا سره مخالف کېدل او ستونزي زېږول او سره ډزول کومه نوې خبره نه ده. دوی هر يوه کلونه کلونه له غليمانو ډول ډول موکونه، امتيازونه او چوکۍ ترلاسه کړي، دوی او په دوی پوري ډېر تړلي طفيلي عناصر ښه په ماړه سوي او د ارګاه بارګاه څښتنان سوي دي، داسي چي د دوی لمسيان او کړوسيان به لا عيش او نوش په کوي.

د دوی او د دوی د بادارانو له لاسه زموږ بې وزلی ولس دا کلونه کلونه ډېر سخت او هر اړخيز کړېدلی، تر دې چي اوس يې چاړه تر هډوکو رسېدلې او خدای خبر د تر دې وروسته به لاڅومره ډېر کړېږي، ځکه د سپو فقير ته سلا يوه سوې معلومېږي.

د دغو عناصرو له دغو ليدنو څخه کوم چي عام ولس تر پوزي ځني راغلی او سخته کرکه ځني کوي، د دوی د ګوتو په شمېر تالۍ څټي، فيسبوکي او نور اربکيان، توپکيان او لنډغر او يا په خپل خير او شر ناخبره ناپوهان هرکلی کوي، خو پوهان دوی ته د دوی د بدو سوابقو او سترو ملي خيانتونو له امله د يوې ولسکيزي ارزښت هم نه ورکوي، بلکي د دوي او د دوی د شريرو او نيواکګرو ولي نعمتانو پر ضد د اسلام د سپېڅلي دين د ارزښتناکو لارښوونو او وجدان په غوښتنه او د هيواد او هيوادوالو د لوړو ګټو د خوندي کولو او ساتلو په موخه پرله پسې او نه ستړې کېدونکې مبارزه او مجاهده کوي.

هو، رښتينی مسلمان او د شخصيت څښتن افغان د هيواد پلرونکو ګوډاګيانو او د هيواد بربادوونکو او د خلکو د خواروونکو او بدبخته کوونکو هر کلی، پلوی او ملاتړ شرعاً حرام او ناروا ګڼي او د ديني ارزښتونو او لارښوونو په امر او غوښتنه يې پر ضد کلکه او نه ستړې کېدونکې مبارزه کړي.

او دغونه نه کوچنی، ټيټ او بې شخصيته نامرد کېږي چي له مسلمانو، هيوادپالو او د خلکو د خواخوږو څخه بد يوسي، پوښتنه او پلوي خو يې نه کوي، بلکي تخريبوي يې او د پردي پالو منفورو عناصرو په صفتونو د غويو غوندي شخوند وهي، يا للعجب !

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته محترم همت صاحب الله تعالی دی د ایمان او د عزت سره اوږد عمر درکړی . کوم ذلیله او طفیلی چی تاسو یاد کړی هغوی حرام نه پیژنی ، د هغو مینه او محبت همدا دنیا ده او همدا غواړی ، الله تعالی به لدی دنیا څخه یو څه ورکړی خو په آخرت کی به د دوی په نصیب کی شی نه وی . ځنی خدای وهلی بیا داسی دی چی په ګټه او تاوان کی به هم نوی ورسره شریک خو بیابه هم همدا ذلیله او طفیلی خوښوی ، دا ښکاره د… نور لوستل »

پیر محمد

په سپینه ږیره دومره غلط او منفی فکر لرل د شرم خبره ده، له نوم سره دی د استاد مختاړی هم لیکلی چی ډیر پاک او مقدس مسلک ده، تر اوسه می داسی دبد نظر والا استاد نه وو لیدلی، په دی حساس وخت کی که دی ښه خبره په وس پوره وی کړه کنه بده خو بالکل مه کوه.

عبدالمالک همت

پیرمحمده ! تاته بايد نصيحت وکړم، ګوندي لوی څښتن دي هدايت په برخه کړي. د لوی څښتن ټول را استول سوي پيغمبران د دغسي ظالمانو، خاينانو او د هغو د پلويانو پر ضد راپاڅېدلي دي او تر څو چي د خدای او خلکو لاري ته را اوښتي نه دي هيڅ کرار نه دي کښېنستلي او د هغو پر ضد يې خپلي مبارزې رواني ساتلي دي. قرآن کريم او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دغسي ظالمان په تاريخي رسواييو او غندنو غندلي دي. د ابو جهل نوم عمرو ابوالحکم وو او د قريشو لوی مشر وو، خو چي لوی ظالم… نور لوستل »

عبدالواحد

همت صاحب الله دی ونازوه څونه ښه دی دخپله حیثیت سره معرفی کړی موږچه داسی هوښیاران اوسپیڅلی مشران لروانشاءالله زموږملک جوړیږی اوپه ګډه به یی جوړووبیابه یی په نامه ملایانوته نه پریږدوپرقرآنک حکیم شان به عمل کوو

عبدالمالک همت

مننه عبدالواحد صاحب ! روغ، خوښ او بريالي اوسئ ستاسو له حسن نظر څخه مننه ، ستاسو د خبرو په تاييد رښتيا هم نيم پيازه ګانو هر کار خراب کړیدی، نيم پيازه سياستوال، نيم پيازه چارواکي، نيم پيازه ډاکټر، نيم پيازه مسلکي، نيم پيازه ملا د رسنيو اوويبپاڼو نيم پيازه مسؤولينو او خبريالانو ، نيم پيازه نظر ورکوونکو او شناندانو او ډېرو داسي نورو، چي ټول زموږ د هيواد د پردو او کورنيو دښمنانو د اړېکو او ډول ډول واسطو او پلويو له امله رامنځ ته او مطرح سوي دي. کاشکي داسي يوه آله کشف سي چي د دغو نيم… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close