افغانستان

حکومتي چارواکي زابل کې د ۱۸ طالبانو د وژلو ادعا کوي؛ خو ځايي خلک بیا وژل شوي کسان ملکیان بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې ددې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یې د هوايي بریدونو پرمهال ۱۸ تنه طالبان وژلي؛ خو د سیمې خلک او د مشرانو جرګې غړی بیا وژل شوي کسان هغه ملکیان بولي، چې د یو طالب بندي د خلاصون په خوشحالۍ کې د هغه هرکلي ته ورغلي وو.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وايي، پرون د چهارشنبې په ورځ(کمکي اختر څلورمه) د شاجوی ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دولتي ځواکونو په اکمالاتي کاروان طالبان وسله وال ترسره کړ، چې په ځواب کې یې هوايي ځواکونو د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې په طالبانو هوايي بریدونه ترسره کړل.

د نوموړي د ادعا له مخې په دغو هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي او ۲ ماشومان ټپيان شوي؛ خو د سیمې خلک او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي سناتور زلمي زابلي رسنیو ته ویلي، چې هوايي برید کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.

سناتور زابلي ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي، چې پرون د چهارشنبې په ورځ(کمکي اختر څلورمه) د شاجوی ولسوالۍ په جعفرو کلي کې هوايي ځواکونو په هغو ملکیانو هوايي برید ترسره کړ، چې له زندان څخه د یو طالب بندي د خلاصون په خوښۍ او هرکلي لپاره راوتلي وو.

نوموړی زیاتوي، په دغه هوايي برید کې ۳ تنه ماشومان وژل شوي او ۴ تنه نور سخت ټپيان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یاد هوايي برید کې ماشومانو په ګډون د ۶ ملکیانو د وژلو او ټپي کېدلو خبر ورکړی دی.

د کمکي اختر تر درې ورځني اوربند وروسته که څه هم طالبانو په نا اعلان شوې توګه اوربند ساتلی ؤ؛ خو دولتي ځواکونو بیا د کمکي اختر ورځو او له هغه وروسته هم د لغمان، ننګرهار، غزني، غور، زابل او بغلان په شمول ګڼ شمېر سیمو کې له اوربند څخه د سرغړونې په دود د ملکي خلکو په کورونو ډیسي توپونه او هوايي بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې او لسګونه کورنۍ یې د اختر په خوښیو کې د غم په ټغیر ویرجنې کینولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

مرګ د بې وزلو خلکو پر دغو اجرتي قاتلانو چي په آس يې وس نه رسېږي، نو پر پالانه راواچوي. تر څو چي په تمامه معنا يو بې پلوه، د عامو خلکو نماينده موقت حکومت را منځ ته نه سي، له ټولو جنګېدونکو څخه واک وانه خلي، ولس ته د خپل برخليک د ټاکلو واک ورنه کړي او د آزادو، رڼو، بې لګښته او ولس شموله ټاکنو له لاري د عامو خلکو په رايه ولسي حکومت را منځ ته نه سي، په ډېر تأسف سره به ووايم چي د عسکر، د سنګر د طالب او عامو ولسي خلکو دا شومه… نور لوستل »

جمیل

محترم همت صاحب السلام علیکم ورحمةالله دغه بی پلوه د عامو خلکو پټ او بیغمباشه نمایندګان چیری دی چی د جګړی دواړی خواوی اعتبار پر وکړی او د خپلو جنګیالیو واک وروسپاری ؟ آزادی، رڼی او ولس شموله ټاکنی په اوس وخت کی زمونږ په جنګ ځپلی او غریب هیواد کی ناشونی ښکاری او دا به انصاف هم نوی چی د یوه دینی عالم او یوه پوه رأی او مقام دی د یوه مفسده غله او یوه لویدلی نشه یی سره برابر سی بل داچی کفار او منافقین به ډیری پیسی مصرف کړی چی د مفسدو ، غلو ، لټانو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران ورور جميل صاحب وعليکم السلام ورحمة الله ! الله مو روغ رمټ لره ! زموږ په ۳۵ ميليوني ولس کي د طالبانو د مشرانو په شمول ښه، پوه او د خلکو د اعتماد وړ مسلمان او با تقوا شخصيتونه خورا ډېر دی. دوی پټ او ستاسو په خبره بېغمباشه نه دي، بلکي چا نه دي پوښتلي او ان په لوی لاس يې ګوښو ته کړی دي. دغسي کسان له بده مرغه نه پيسې لري، نه چوکۍ او نه ډلي ټپلي، ځکه دوی نه پردو ته جاسوسۍ او خوشخدمتۍ کړي دي او نه يې جنايتونه کړي دي او دغه تش… نور لوستل »

Adam Khan

The Kabul Admin is 100% correct. These young kids in schools and MADRASAS are the next organized groups of mujahedeen. This happened since the beginning of Noor M. Taraki. Hence, when they martyr these young kids, they claim the killing of next powerful generation of Talib Mujahideen

ZAMA GUL BACHIA! STA SRI WENNI BA DA GHATOL SRA GULAN ZARGHOON KRI. ALLAH DE MOOR AW PLAR TA SABAR WARKRI

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close