
پښتو کې د سيرة النبي نوې ژباړه
عبدالله صائم
زموږ د ستر لارښود (جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په تګلاره، عبادتونه، معاملې او اخلاق) تر عنوان لاندي پښتو ژباړل سوی کتاب د پښتنو دیني او مذهبې ټولنې ته وړاندي شوه چې لیکنه یې عربي ژبه کې دکتور احمد بن عثمان المزید کړي او د پښتو ژباړې په ګاڼه زموږ ورور عبدالجبار مطمئن ښکلي کړي ده.
دا ښکلی کتاب د لیکوال او ژباړونکي د یوي مقدمې او لمړۍ خبرې سربیره ۳۰ څپرګې لري چې ټول ټال ۱۴۴ پاڼو کې تنظیم او وړاندي سوی دی.
د دي ژباړي فارسي بڼه هم شته چې هغه کابل کې د یوې ډلي با احساسه ځوانانو په مټ ژباړل سوي چې له ۳۰ سرلیکونو څخه هر یو بیل کس ژباړلی او بیا دواړې ژباړې د اسلامې دعوت او مطالعاتو څړنیز مرکز (ادا) لخوا د تدقیق او کره کتنې وروسته چاپ سوي او وړاندي سوي دي.
ددي کتاب د عربي نسخې نوم دی (هُدی محمد ص في عباداته و معاملاته و اخلاقه) چې ډاکټر احمد بن عثمان المزید د امام ابن قیم جوزې رح له ارزښتناک اثر (زاد المعاد في هُدی خیرُ العباد) څخه یې نچوړ کړی دی.
امام ابن قیم رح او ډاکټر احمد بن عثمان المزید دواړه د حنبلې مذهی لارویان دي، هغوي په ځینو وړو او فرعي مسائلو کې د خپل حنبلي مذهب اړخ نیولی وو، خو په ژباړه کې داسي هڅه سوي ترڅو اړوندو موضوعاتو کې زموږ د حنفي مذهب اړخ ته په پاملرني وړاندي سي.
د لیکوال او ژباړونکي مقدمه کې له ټولو قدرمنو لوستونکو غوښتنه سوي تر څو په خپل ورځنیز ژوندانه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندانه په هکله مطالعي ته کم له کمه لس دقیقي ورکړي، ترڅو د اسلامي امت د نوي نسل په زړه او دماغ کې د مهربان پیغامبر جناب حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه ژوره او پراخه سي.
و من الله التوفیق.
حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر
اسلام عليکم و رحمت الله,
مونږ دا کتاب چيرته کولۍ شو تر لاسه کړو ؟ مننه
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د کتاب pdf بڼه که خپره کړل سي.
۰۰۹۳۷۰۶۶۵۶۶۷۰ دغه واتسآپ نمبر یې pdf درته استولای سي.
الله سبحانه دي د دې کتاب ليکوال، ژباړن او خپرونکي ته ښه اجرونه ورکړي او د صايم صاحب يې هم کور ودان چي د دې مغتنم اثر له خپرېدو يې خبر کړو.
دا کتاب که ماته دی واتساپ ته واستوی مهر بانی به مو وی 0779297265