نړۍ

د اسلامي دولت ځواکونو بغداد ته څېرمه ښار نیولی

نن ټکی آسیا: په عراق او شام کې اسلامي دولت ځواکونه د عراق پلازمېنې بغداد ښار ته څېرمه د منصوریة نومې سیمه په دیالي ولایت کې نېولې، د پلازمینې بغداد څخه دغې سیمې ته په موټر کې تقریبا یو ساعت مزل دی.

امنیتي چارواکي وايي چې د اسلامي دولت دغه سیمه تر سختو نښتو وروسته نیولې. ددوی په وینا دغه ښار د طبیعي ګازو څخه خورا غني دی.

د الجزیرې او العربیة د راپورونو په اساس له یوې خوا د اسلامي دولت ځواکونه پلازمېنې بغداد ته نیږدې کیږي خو له بلې خوا په بیجی کې د مالکي ځواکونو او اسلامي دولت تر منځ سختې نښتې روانې دي.

عربي رسنۍ وايي چې د مالکي ځواکونو په منصوریة ښار باندې بمباري کړی او په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژلي دي.

بل خوا رویټرز د پوهنتون د یو استاد له خولې لیکلي چې په تکریت کې د سختو نښتو وروسته د مالکي ځواکونو یو چورلکه غورځېدلې ده خو اسلامي دولت ځواکونه بیا وايي چې دوی د تکریت پوهنتون سره دوه چورلکې غورځولي.

راپورونه وايي چې د امریکايي عسکرو تر رسېدو وروسته د عراق په زیات شمېرو سیمو سخته بمباري پیل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x