افغانستان

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ آق مزار سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ۱۰ تنو د مړینې خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د پنجشنبې په سهار اته نیمې بجې د لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې د «ځنګل» په سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو ترمخه په دغه پېښه کې د ماشومانو او سپین ږیرو به ګډون۱۰ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي، چې ټپیان د اندخوی ولسوالۍ روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د یورش په خبره د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سرعت ډیروالی دی، چې وخت ناوخته د مسافرو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x