شعـــــرونه

زيري د سبا له تورتمونو نه راووتل/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

سپين تنکي لاسونه ولچکونو نه راووتل
زيري د سبا له تورتمونو نه راووتل

اوس به چاپېريال په ښکلا ګانو باندې ښکلی شي
ښکلي ښکلي خلک زندانونو نه راووتل

ما ليدل رسا د ظالم سر باندې ورپرېوتل
کله چې اهونه له ظلمونو نه راووتل

څه لاسته راوړل خو په خوبونو باندې نه کيږي
څه لاسته راوړل خو همتونو نه راووتل

نه کيږي چې جوړ شي تاريخونه ورځ او مياشتو کې
دا جوړ تاريخونه له کلونو نه راووتل

نن مې په دريمه ورځ له سره اختر ولمانځه
نن چې ارمانونه ارمانونو نه راووتل

شوې مې چې نصيب مشفقه غم کې د خوښۍ شيبې
ځکه مې شعرونه له خيالونو نه راووتل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx