افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو یو تخنیکي هیئت کابل ته رسیدلی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د بندیانو کمیسون یو هیئت کابل ته رسیدلی تر څو هلته په پلچرخي او بګرام کې د بندیانو څخه لیدنې وکړي، د هغوی ستونزې واوري او د هغوی د خلاصون په پروسه کې برخه واخلي.

د حکومت د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی ترڅو د حکومت له تخنیکي ټیم سره د دواړو لورو د بندیانو د خلاصون په موضوع خبرې اترې وکړي.

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم کابل ته د هیئت لیږلو په اړه ټویټ کړی دی او ویلي يې دي چې د بندیانو د خلاصون په مقصد د هغوی د تصدیق او تثبیت لپاره هیئت استول شوی دی.

باید وویل شي چې د طالبانو له لوري د اختریز اوربند وروسته د کابل حکومت وعده کړې وه چې د طالبانو دوه زره بندیان به خوشي کړي چې تر اوسه یې تر زر زیات بندیان خوشي کړي او تمه کیږي چې نور به هم ژر خوشي شي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د خپلو پنځه زرو بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرط بولي او هر وخت یې د هغوی پر خلاصون ټینګار کړی دی خو د حکومت له لوري دا پروسه د مختلفو وجوهاتو له وجې ځنډول شوې وه او د طالبانو پر خلاف د بریدونو او تعرضي بریدونو امرونه یې صادر کړي وه.

طالبانو ددې تر مخه هم کابل ته یو هیئت لیږلی وو، خو هغه هم وروسته تر هغه د کابل څخه بیرته ستون شو چې د طالبانو په وینا د کابل حکومت ددې پر ځای چې بندیانو د خلاصون په پروسه کې د هیئت سره خبرې وکړي، د هیئت څخه سیاسي او رسنیزه تبلیغاتي استفاده کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مینه پر تلو راتلو زیاتیږی، کله راځه کله به زه درځم مینه. څه کیږی چی طالبان خپل دفتر له قطر هم کابل انتقال کړی. څومره د شرم ځای دی دواړه طرفه ځانوته مسلمانان وایی بیا یو بل په کفر او جاسوسانو توهینه وی. کینی هر څه په خبرو حل کیږی. دنیا چیری ورسیده مونږه ته وګوری هر باسیواده او بی سیواده مو مجتهد دی فتوی ورکوی.

غمی،پښتین

جوړ تازه.

د طالیبانو تخنیکی هیات باید د ګل بشری طالیب په شان نه وی،چه د نیمی شپی تښتی،د پوره حوصله ،تحمل څخه باید کار واخلی.بندیان چه هر څنګه وی باید خلاص شی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close