شعـــــرونه

شمعې ته څه مه وایه!/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

ګران هارون جان حکیمي څه موده مخکي شمعي ته یو نظم لیکلی وو. دا به د ده د نظم جواب نه وي خو موضوع او وزن یې یو شان دي.

شمعي ته به نه وایې چي مه سوځه
ژوند که ورته غواړې وایه وسوځه

شمع چي لمبه نه سي رڼا نه وي
اور د میني بل نه وي بورا نه وي

ستونی د شپېلۍ به نغمه نه لري
رند به په لاسو کي پیاله نه لري

چېرته به د سوي میني زور وینو
څنګه د بورا د سینې اور وینو

رنګ به د پانوس نه وي تیاره به وي
تشه له سرو میو شنه پیاله به وي

شمع هر څه ویني راز په زړه لري
پرېږده چي دا سره لمبه په خوله لري

پرېږده چي لمبې پر نزله بلي کړي
وڅڅوي اوښکي اور تر تلي کړي

زور لري چي ځان کبابولای سي
سرې لمبې په غېږ کي ګرځولای سي

شمع به اوس څه وايی خوله نه لري
ژبه یې لمبه ده اور په زړه لري

شمع نه په زړه کي دښمني لري
نه په زړه رازونه پخواني لري

نه یې څه پیوند دی له بورا سره
نه یې له تیارې نه له رڼا سره

موږ یو چي د دې په سر کي شور وینو
موږ یې په لمبه کي د زړه زور وینو

پند یې له سوځلو اخیستلای سو
راز د ژوندانه پکښي میندلای سو

بله چي وي راز د زندګۍ لري
هره شېبه درس د قربانۍ لري

ځو به چي د شمعي پر لار تلل زده کړو
ځان د بل لپاره سوځول زده کړو

لوبي له لمبو سره بل خوند لري
ژوند له دې انګار سره پیوند لري

وړي لمبه پر سر چي شپه روښانه کړي
موږ ته ورکي لاري را آسانه کړي

نه په خوله فریاد له سرولمبو لري
نه پر چا احسان د سوځېدو لري

پند یې له سوځلو اخیستلای سو
راز د ژوندانه پکښي میندلای سو

ژوند لکه لمبه ده بقا نه لري
شمع ده چي مړه سي رڼا نه لري

هره شېبه ولګېږي زر شمعي
وژني د زمان بادونه ژر شمعي.

عبدالباري جهاني
د 2020 کال د جنوري، دیارلسمه، ویرجینیا

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

زنده باد جهاني صاحب زمونږ وياړ يي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close