افغانستان

کندهار: د نېښ ولسوال او قومندان نازک ووژل شول

د کندهار ولایت د نېښ ولسوالي ولسوال حاجي علي محمد نن سهار دیو خښ کړی شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
حاجي علي محمد نن سهار نږدې اووه نیمې بجې له خپل یوه ساتونکي سره د یادې ولسوالي په دره نور سیمه کې په خښ کړی شوي ماین وربرابر شو،  چې پخپله ولسوال ځای پرځای ووژل شو او ساتونکی يې له سخت ټپي کېدو وروسته ومړ.
د کندهار امنیتي مسوولین پېښه مني او وايي چې وژونکي به يې ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
طالبانو د یادې چاودنې مسوولیت منلی دی.

په ورته وخت کې د ژېړۍ ولسوالي اړوند د رود دغاړې د پوستې قومندان نازک هم تېره شپه د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، طالبان وايي چې قومندان نازک يې له خپلو شپږو ملګرو سره په يوه بمي چاودنه کې وژلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x