د واحد فقیري سیاسي نوټونه

امریکايي میډیا او افغانستان: امریکایان ژر وځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): واشنګټن پوسټ د مې پر ۲۷ مه لیکي د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت چارواکي وايي هغوی دېته تیاری نیسي چي جمهور ریس ټرمپ به د نومبر تر انتخاباتو مخکي له افغانستانه به زرهاوو عسکر راوباسي. 

اخبار لیکي ټرمپ غواړي چي د امریکایانو سره خپله هغه وعده پوره کړي چي وايي «د امریکا دایمي جنګونه» به ختم کړي. ټرمپ د سې شنبې په ورځ  په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وویل،«زه د عسکرو د رایستلو لپاره مشخصه نېټه نه لرم، خو دا کار باید ژر تر ژره وسي. دا کار به څه وخت وغواړي، خو باید په معقوله توګه مګر ژر تر ژره وسي.»

واشنګټن پوسټ لیکي په افغانستان کي امریکايي مربیانو د افغان عسکرو تمرینات او روزنه بنده کړې ده، او د هیڅ افغان عسکر سره مخامخ نه ګوري. امریکايي عسکر د کورونا په خاطر  یوازي په خپلو اډو کي ناست دي. 

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکايي عسکرو راوتل به څو میاشتي ونیسي، ځکه هغوی مجبوره دي چي خپل جنګي وسایل او سامان الات د هوايي لارو په واسطه انتقال کړي، او یا يې افغان عسکرو ته خوشي کړي.‌

رویټرز د مې پر ۲۷ مه لیکي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کښته سوی دی. دا د تقسیم اوقات څخه مخکی دی. د قطر په موافقې کي راغلي دي چي امریکا باید د جولای د میاشتي په مابین کي د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، او د ۲۰۲۱ د مې په میاشت کي يې صفر ته ورسوي.

رویټرز لیکي امریکايي چارواکي وايي چي د کورونا خطر د هغوی تګ ګړندی کړیدی. 

رویټرز لیکي چي د امریکایي عسکرو چټک وتل د ناټو اتحاد ملکونه د مشکلاتو سره مواجه کړيدي، ځکه هغوی هم باید ژر تر ژره خپل عسکر له افغانستانه وباسي. 

د امریکا مشهوره تلویزوني شبکه (اې بي سي) نیوز د مې پر ۲۷ مه لیکي جمهورریس ټرمپ وايي،«موږ په افغانستان کي د پولیسو دنده اجرا کوو، نه د جنګیالیو.» ټرمپ زیاتوي چي د دې وخت رارسېدلی دی چي افغانان خپل ملک پخپله وساتي. هغه وايي،«موږ خپل عسکر خپلو کورونه ته راستانه کوو، خو موږ به افغانستان څارو. که چیري ضرورت پیدا سي، موږ به هلته د برېښنا په منډه او د تندر په قوت حملې وکړو.« 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د محترم فقيري صاحب څخه په مننه چي د افغانستان په اړه مو د امريکايي ورځپاڼو د نوو مطالبو له غورچاڼ څخه خبروي. الحمد لله يو وخت وو چي پر ګران هيواد افغانستان باندي د امريکايي ځناورو پوځيانو د نوو شومو او وحشيانه بريدونو او د درغله ، درغله خبري وې، خو اوس دادی له ګران هيواده د هغو د ژر وزي، ژر وزي خبري هره خوا اورېدل کېږي. په دې اړه د امريکايي لويو چارواکو تلوار او ډول ډول څرګندوني سړي ته د حضرت خوشال رحمة الله عليه هغه شعر ور په يادوي چي وايي: لاپه خوب کي په… نور لوستل »

Saeed

روح دې شاد ده هغو شهېدانو وې چې ده دې مقدس هدف لپاره ئ خپل سرونه نظرانه کړل.او سلام دې هغو غازېانو او اتلانو ته وې چې لا تر اوسه ده دې مقدس هدف ده حصول لپاره شپه او ورڅ کار په بېلا بېلو ډګرونو کشی کوې.
الله ج
دې دوئ ټولو ته بی شماره اجرونه ورکړې.
امېن ېارب العالمېن

جميل

وای امريکایان وزی ، خود به وزی ، د دی میړنی غازیانو و حيدری وارو ته دا بی ايمانه او بی همته سرکوزی ټينګييدلای نسی .

چيری دی مستکبره لعين بوش چی ځانته يي نړيوال ليډر وايه او ټولی اسلامی نړی ته يي د صليبی جګړی اعلان وکړ ، چيری دی چمبازه لعين ټونی بلير چی د کفری اتحاد په جوړولو کی يي پښی تڼاکی کړی ، د دی بګيلو ږغونه افغانی غازيانو په ستونو کی ور وچ کړل .

مرګ پر اشغالګرو او د هغو پر غلامانو 

ژوندی دی وی افغان مجاهدين 

تل دی وی اسلامی نظام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close