شعـــــرونه

په بڼو دې تر نظره پورې راغلم/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

په بڼو دې تر نظره پورې راغلم
دا دی یاره ستا تر دره پورې راغلم

ژوند نو څۀ و خو د ورځې غوندې تېر شو
له سهار نه مازدیګره پورې راغلم

شهادته! بیا مې هم په برخه نشوې
سر په لاس کې تر سنګره پورې راغلم

د وروستي ملاقات ځای ته دې لږ تم شوم
په سلګو سلګو ګودره پورې راغلم

د یار غېږه د دجال جعلي جنت و
په ورتللو یې سقره پورې راغلم

که پرېږدې مې، که شړې مې ستا رضا ده
ستا د لپو تر کوثره پورې راغلم

د هجران روژه دې تېره شوه جانانه
د وصال خواږۀ اختره پورې راغلم

ستر ثبوت د پښېمانۍ دی “خدرخېله”
لاس تړلی چې دلبره پورې راغلم

ـــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۹/۲/۲۱

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close