نن ټکی اسیا

د قصص د سورې په هکله خوندور او ګټور معلومات

عبدالمالک همت

د « قصص » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب اته ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۹) سورت دی، (۸۸) آيتونه او (۹) رکوعي دی.

د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په يوه روايت کي دي چي دا سوره د ( نمل ) ترسورې وروسته او د (اسراء) تر سورې دمخه نازله سوې ده
او له بېلابېلو روايتونو څخه څرګنديږي چي دا وروستۍ سوره ده چي په مکه مکرمه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت دمخه نازله سوې ده، ځکه د دې سورې (۸۵) آيت په جحفه کي د هغه صلی الله علیه وسلم د هجرت په لار کي نازل سوی دی. دغه راز روايتونه وايي چي د دې سورې (۵۲) تر (۵۵) آيتونه مدني دي او نور ټول آيتونه يې مکي دي.

د دې سورې د نوموني لامل:
دا سوره ځکه په ” القصص“ نومول سوې ده چي زياتره پر هغو کيسو مشتمله ده چي پر موسی عليه السلام د ده د زېږېدو له مهاله د مدين سيمي ته تر رسېدو پوري پر ورغلي وې او د لوی څښتن پيغمبر شعيب عليه السلام ته يې وکړې (د دې سورې ۲۵ آيت).

دا نومونه زموږ پام دې ته اړوي چي ددغسي کيسو ټولي پيښي بايد تر پايه تعقيب سي چي وليدل سي په نهايت کي د لوی څښتن ژمني هرومرو تحقق مومي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :
د دې سورې بنسټيزه موضوع داده چي د لوی څښتن پر ژمنو باید په ټينګه باور او اعتماد وسي او بايد يقين وسي چي د هغه سبحانه وتعالی ژمني خامخا پلي کيږي، خو البته د هر هغه چا په هکله چي په رښتيا الله ته عبادت او طاعت کوي، د الله د ژمنو پر پلي کېدو ډاډه وي، پر دې ايمان ولري چي لوی څښتن په دې کايناتو کي د واک اوځواک يوازنی درلودونکی ذات دی او د چا سره چي دغه ځواکمن ذات ورسره وي هيڅ وېره او اندېښنه ورسره نه ښايي، خو که دغه ذات ورسره مل او ملګری نه وي، نو بايد په وېره کي واوسي او هيڅ امن او امان به ونه لري.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:
• په دې سوره کي د موسی عليه السلام کيسه سوې ده او دا خبره پکښي څرګنده سوې ده چي د لوی څښتن ژمنه لکه څنګه چي د موسی علیه السلام په اړه تر سره سوه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په اړه به هم ژر تر سره سي. (دا سوره له مکې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په درشل او د هغه په بهير کي نازله سوه).

د موسی عليه السلام سره د الله سوې ژمنه په لسو کلونو کي تر سره سوه. همدغسي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره سوې ژمنه تقریباً په هم دغومره وخت (د هجرت په اتم کال) تر سره سوه. لکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مکه مکرمه فتح ګړه او ور سره سم يې امت د ځمکي پر مخ د واک او عزت څښتن سو.(سره د دې چي په لومړيو کي ستونزي وې او د بري ترمهاله څه زيات وخت تېر سو).

• ددې سورې په يو شمېر آيتونو کي د اسلام د سپېڅلي دين د بري او نصرت په اړه د ښځو د ونډي ارزښت بيان سوی دی، د موسی عليه السلام د مور، د هغه د خور، د فرمان وړونکو مېرمنو او لوڼو يادوني پکښي راغلي دي.

• په دې سوره کي د لوی څښتن د ځينو ژمنو په يادولو سره چي بيا پلي سوي او تر سره سوي دي رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو ته تسلی او ډاډينه ورکړه سوې ده :

– د دې سورې په (۷) آيت کي ژمنه سوې ده او په (۱۳) او (۳۰) آيت کي يې د ترسره کېدو يادونه راغلې ده.

– په (۳۵) آيت کي ژمنه سوې ده او په (۴۰) آيت کي يې د ترسره کېدو يادونه سوې ده.

– کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدينې ته د هجرت په لار کي جحفې ته ورسېد، نو له خپل وطن څخه د بېلېدو له امله ډېر خواشينی سو او مکه مکرمه ور ويادېده، دغه مهال لوی څښتن د دې سورې د (۸۵) آيت په ورلېږلو سره ډاډ ورکړ او وعده يې ورکړه چي تابه بيرته مکې مکرمې ته د فاتح په توګه وروګرځوم. چي بيا دغه ژمنه په اتو کالو کي تر سره سوه .

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی : د حضرت موسی عليه السلام کيسه: په دې کيسه کي دا حقايق نغښتي دي چي امنيت او آرامي او سوکالي يوازي د هغه الله سبحانه وتعالی په پناه او ساتنه کي رامنځ ته کيږي چي تل خپلي ژمني د مهالونو په اوږدو کي د خپلي جاري کړنلاري او سنتو سره سمي تر سره کوي او د حق او د هغه د پلويانو د نصرت او ملاتړ او د باطلو او د هغه د پلويانو د خوارولو او پوپنا کولو په اړه هيڅ تخلف او بدلون نه راولي، که څه هم څه مهال وروسته وي: [۱ تر ۴۳ آيته].

دوهم: د موسی عليه السلام د کيسې په اړه تعقيبي څرګندوني: د موسی عليه السلام تر کيسې وروسته د دې سورې پر اصلي موخه او محور باندي ټينګار سوی، مشرکين د الله کوني آيتونو او نښانو ته کوم چي د رسول الله پر رشتينولی شاهدي ورکوي متوجه سوي دي او په آخرت کي د لوی څښتن د پيغمبرانو د درواغجن ګڼونکو له بد برخليک څخه وېرول سوي دي: [۴۴ تر ۷۵ آيته].

درېيم: د قارون کيسه : په دې کيسه کي څرګنده سوې ده چي څنګه د سرکښۍ او غرور له امله د شتو او علم د واک او تسلط پای تاوان او پوپنا کېده وي، لکه چي د فرعون د واکمنۍ تسلط هم کټ مټ په همدغه برخليک اخته سو او رشتيانی قدر او ارزښت ايمان او نېکي چاري لري، نه شته او واکمني: [۷۶ تر ۸۴ آيته].

څلورم : پيغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه پیروانو ته د نصرت او بري زېری ورکړه سوی دی. البته هر څومره چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارويان له شرک او مشرکينو او کفر او کفارو څخه ليري اوسي په هماغه کچه به يې په نصرت او بري کي زياتوب راځي: [۸۵ تر ۸۸ آيته].