افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو د حکومت اړوند ۸۰ تنه بندیان خوشي کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): طالبانو په بغلان ولایت کې پنځوس تنه د حکومت اړوند بندیان او په کندز ولایت کې ۳۰ تنه بندیان خوشي کړل.

د طالبانو د بندیانو کمیسون مشر حاجي ترابي نن ټکی اسیا ته وویل چې پنځوس تنه بندیان یې نن د پنجشنبې په ورځ غرمه په بغلان ولایت کې خوشي کړل او ماځیګر مهال یې ۳۰ تنه نور په کندز ولایت کې خوشي کړل.

د نوموړي په وینا ټولو بندیانو ته د طالبانو لخوا پنځه زره افغانۍ او جامې (سپینې جامې، توره سدرۍ، پټو او خولۍ) ورکړل شوې او یو کاغذ هم ورکول شو چې ثابتوي، دوی تازه له بندي خانې څخه خوشي شوي، تر څو وروسته تکلیف ورته پيښ نشي.

بلخوا د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې ۸۰ تنه دولتي عسکر او پولیس ددوی له زندانونو خلاص شوي دي.

طالبان په داسي وخت کې له خپله اړخه اتیا تنه بندیان خوشي کوي چې تازه د حکومت له لوري د طالبانو له لوري د اختریز اوربند وروسته زر تنه بندیان خوشي شول او ټاکل شوې چې نور زر تنه به هم ډیر ژر خوشي شي.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د توافقنامې پر اساس حکومت باید د طالبانو پنځه زره تنه بندیان خوشي کړي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي، خو د حکومت له لوري دغه پریکړه تر اوسه نه ده عملي شوې چې له امله یې مذاکرات هم ځنډېدلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close