لیکنې

د امريکا او طالبانو د تړون د پلي کېدو په اړه د امريکا د دفاع وزارت راپور

ليکنه: ابراهيم توريال

دغه درې میاشتنی راپور ګڼې موضوعګانې رانغاړي چې دلته يې يوازې د تړون د پلي کېدو اړوند برخې لنډيز وړاندې کيږي.‌

راپور د ياد تړون څلور واړه برخې ۱) د امريکايي عسکرو وتل؛ ۲)‌ د ترهګرو د پټنځايونو مخنيوی؛ ۳) بين الافغاني خبرې؛ او ۴) اوربند پوښي.

د امريکايي عسکرو وتل

راپور د امريکايي عسکرو د وتلو موضوع ته ډېره لنډه اشاره کړې او يوازې يې د تړون په لومړۍ برخې کې په دې اړه د امريکا ژمنتياوې یادې کړي چې امريکا د تړون د لاسليک پر مهال موجودو ۱۳۰۰۰ عسکرو شمېر په ۱۳۵ ورځو کې ۸۶۰۰ ته راټيتوي او نړيوال ائتلاف به هم خپل عسکر په متناسب ډول کموي. دا عسکر به له پنځو پوځي اډو څخه وځي. همداراز به د بين الافغاني خبرو په پيل کې د طالبانو پر غړو لګيدلو بنديزونو باندې هم بياکتنه کوي او په دې شرط به امريکا او ائتلاف د تړون له لاسليک وروسته ۱۴ مياشتو کې خپل ټول عسکر باسي چې طالبان اړوند شرطونه پوره کړي. د دغه سرسري چلن دليل کېدی شي دا وي چې امريکا د عسکرو د اېستلو له پلوه له مهالوېش څخه مخکې روانه ده.‌

پر طالبانو لګيدلي بنديزونه

زما په اند راپور د طالبانو پر غړو لګېدلو بنديزونو په اړه چې وايي د بين الافغاني خبرو په پيل کې به پرې بياکتنه کيږي،‌ ناسم انځور وړاندې کوي ځکه چې په تړون کې ذکر شوي چې د بين الافغاني خبرو له پيل وروسته به د ملګرو ملتونو بنديزونه د ۱۳۹۹ل د جوزا تر نهمې/مۍ ۲۹ او د امريکا بنديزونه به د سنبلې تر شپږمې/اګست ۲۷مې لرې کيږي.‌

اوس پوښتنه دا ده چې که د جوزا تر نهمې د ملګرو ملتونو بنديزونه لرې نه شي نو بيا؟ امريکا به د متن له لومړۍ برخې (د بين الافغاني خبرو پيل)‌ او طالبان به يې له دوهمې برخې (د جوزا ۹مې نېټې) پورې نښتي وي؟ د تړون په تفسير کې به اختلافات رامينځ ته شي؟ او د دغسې اختلافاتو د هواري له پاره به څه کيږي؟ آيا له دې کبله به بهير له ستونزو سره مخ کيږي؟

اوربند او اورکم

دغې برخې ته ډېره لږه اشاره شوې او د اورکم په اړه دومره ويل شوي چې سره له دې چې طالبانو خپل بريدونه ‘په پام وړ توګه’ کم کړي وو،‌ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې يې بريدونه روان ساتلي وو. همدارنګه يې په وروستيو څو اوونيو کې د تاوتريخوالي زياتوالي ته اشاره کړې.‌

اورکم ولې دوام و نه کړ؟

راپور په دې اړه دوه غټ دليلونه ذکر کوي: لومړی دا چې طالبان په فعال ډول د هممهالو خبرو او جګړو تګلاره تعقيبوي. ښکاره ده چې طالبان دا تګلاره د دې له پاره تعقيبوي چې په خبرو کې خپل لاس بر وساتي او که خبرې ناکاميږي،‌ نو پايېدونکی (نظامي) بديل به يې ساتلی وي.‌

دوهم دليل يې د طالبانو ناخوښي ده چې امريکا يې د تړون په ماتولو او افغان حکومت يې د بنديانو د خلاصون په ځنډولو تورن کړي او د ځواب په توګه یې ګواښ کړی چې که د امريکا او افغان حکومت له خوا د تړون په پام کې نيولو يې زړه اوبه و نه څښي، د جګړې کچه به لوړه کړي.

يوه پوښتنه چې دلته مطرحيږي دا ده چې امريکا به له غبرګون ښودلو وړاندې څومره نظامي فشار وزغمي؟

راپور د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې متحده ايالات د تړون د ماتونو پر وړاندې غبرګون ښودلو ‘هوډ او وړتيا’ دواړه لري.‌ د تاوتريخوالي په کچې کې د لوړوالي له پيل سره به دغه ‘هوډ او وړتيا’ په شديده توګه وازمايل شي.

بين الافغاني خبرې

راپور د بين الافغاني خبرو د ځنډ له پاره درې دليلونه راوړي: الف) د بنديانو په تبادلې کې ځنډ؛ ب) د حکومت د مرکچي پلاوي په ځنډ جوړېدل؛ او ج) په هيواد کې روان تاوتريخوالی.‌

که څه هم راپور د دغو درېوو دليلونو پړه پر چا نه ده اچولې، خو سړی ويلی شي چې د (ج) پړه طالبانو، د (ب) پړه حکومت او د (الف) پړه دواړو ته په ګډه متوجه ده.‌

په نورو ځايونو کې راپور له ټاکنو وروسته د کابل سياسي درېدلی حالت هم د يوه بل غټ لامل په توګه ياد کړی.

د حکومت د مرکچي پلاوي په ځنډ جوړېدو د تشرېح په ترڅ کې راپور د ياد پلاوي په اړه د طالبانو غبرګون ته اشاره کوي او وايي چې طالبانو پر ياد پلاوي نيوکه کړې او وايي چې د افغان ټولنې استازيتوب نه کوي.‌ مګر د بهرنيو چارو وزارت په وينا له دغې عمومي نيوکې سره، سره طالبانو دغه پلاوی غوڅ نه دی رد کړی او نه يې د خبرو اترو د پيلونې له پاره د هغه بدلول د شرط په توګه ايښي. په يوه بل ځای کې طالبانو ته دلالتاً ور يادوي چې په دوحې تړون کې داسې څه نه دي راغلي چې طالبانو ته دې د حکومتي پلاوي د استازو په اړه د څه ويلو حق ورکړي او د افغانستان د حکومت او امريکا تر مينځ ګډې اعلاميې کې د افغانستان حکومت د خپل پلاوي د جوړونې واکمن بلل شوی.‌ دا نظر د دوحې تړون په درېيمې فقرې کې هم راغلی چې يوازې،‌ له ‘افغان لورو’ سره د بين الافغاني خبرو د پيلونې خبره کوي او ځکه نو طالبان پر اړوند تړون د مقابل لوري د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه استدلال نه شي کولی.

د راتلونکي نظام بڼه

بلې برخې ته له تګ وړاندې غواړم له خبرو اترو وروسته د افغانستان د نظام د بڼې په اړه پاراګراف ته اشاره وکړم چې متحده ايالتونه تر دې بريده د نظام په بڼې کې د بدلون په اړه راضي دي چې که بيخي د اوسني نظام په څېر نه وي او ان که بيخي جمهوري نه وي هم دوی ور سره،‌ داسې ښکاري،‌ چې ستونزه نه لري.‌ په دې اړه يې د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو خبره راوړې او وايي چې د راتلونکي افغان حکومت جوړښت هغه څه دی چې د بين الافغاني خبرو اترو په ترڅ کې يې بايد په اړه پرېکړه وشي. راپور کاږي چې طالبان پر اوسني اساسي قانون او ترې زېږيدلي حکومت نيوکه لري. د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې يوه لوړپوړي طالب چارواکي اوسني اساسي قانون ته د لويديځ له خوا تپل شوي اساسي قانون خطاب وکړ او ويې ويل چې د افغانستان اساسي قانون بايد د اسلامي پوهانو له خوا د آزادۍ په سيوري کې وليکل شي. که د افغانستان د راتلونکي نظام د بڼې په اړه د متحدو ايالتونو دغه اوسنۍ بې تفاوتي د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې، هيلري کلينټن،‌ له هغه ټينګار سره پرتله کړو چې د افغانستان د اساسي قانون پر ساتلو يې کاوو، سړی هک پکيږي چې د متحدو ايالتونو بهرنۍ تګلاره څومره بدلېدونکې او غيرقابل پيشبيني ده.‌

د ترهګرو پټنځايونه

راپور د تړون دغې برخې ته ډېر پام کړی. راپور له دې کبله نارضايتي ښودلې چې طالبان له القاعدې سره په ډاګيز ډول د اړيکو پرې کولو په اعلان کې زړه نازړه دي. په دې اړه يې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کړې چې وايي طالبان او القاعده هماغسې يو د بل په ګټه اړيکې سره لري او القاعده د خونديتوب په بدل کې طالبانو ته روزنه او امکانات ورکوي. مګر دا ځای تېراېستونکی دی،‌ ځکه چې د ملګرو ملتونو هغه راپور چې دوی پرې استناد کړی، د دوحې تړون له لاسليک يوه مياشت مخکې خپور شوی. ياد راپور ته له اشارې دستي لاندې په نيويارک ټايمز کې د سراج الدين حقاني ليکنې ته اشاره کوي چې د القاعدې په څېر ډلې يې پکې د ويرانکارو ډلو په توګه يادې کړې وې او زياته کړې يې وه چې اهميت يې د جګړه غوښتونکو په سياسي انګېزه کيدونکو مبالغو له لارې هسې زيات ښودل کيږي.

د راپور په بل ځای کې په دې اړه او د خپلې ادعا پر خلاف ويل شوي چې دوحې تړون طالبان په ځغرده پر دې نه مکلفوي چې له القاعدې سره خپلې اړيکې وغندي يا وشکوي، بلکې د تړون له مخې يې مکلفيت دا دی چې د دغسې ډلو کوربه توب و نه کړي او د متحدو ايالاتو او ملګرو له ګواښلو څخه يې منع کړي.‌

راپور د يوې ليکنې په استناد ويلي چې القاعده ويلي چې د دغه تړون درناوی به کوي او مسلمانان يې دې ته هڅولي چې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې روزنيزو مرکزونو کې داخل شي. راپور د ځينو نورو ليکنو پر استناد ويلي چې د هندي نيمې وچې القاعده د سولې خبرو په اړه اندېښمنه ده مګر له طالبانو سره نږدې اړيکو ته ادامه ورکوي.

ما د القاعده اصلي اعلاميه ولوسته،‌ مګر لومړی بايد دا ووايم چې القاعده د طالبانو او امريکا د دغه تړون په اړه په ډېر ستونزمن وضعيت کې وه.‌

له يوه پلوه القاعدې دغه تړون د ‘نړيوال جهاد’ د مشرۍ د تر لاسه کولو له پاره د يوې غټې لاسته راوړنې په توګه کاروی شو، او له بل پلوه له طالبانو سره د ښکاره جګړې جوګه نه وه.‌

د دغې ستونزې د هواري له پاره يې له يو لړ چلونو ګټه واخيسته. لومړی دا چې دغه تړون يې د ‘صليبي پوځونو’ پر وړاندې د ‘نړيوال جهاد’ ستره بريا وبلله او پر علماوو، شتمنو، او مفکرينو يې غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره د اسلامي نظام د دغه زړي په بريالي کولو کې مرسته وکړي او پر ټولو مسلمانو وروڼو يې غږ وکړ چې د اسلامي امارت له مجاهدينو پسې اقتداء وکړي. مګر په عين حال کې پر خپلو جنګياليو هم غږ کوي چې له خپلې وسلې څخه بې پروا نه شي چې دُښمن پرې ناڅابي بريد و نه کړي. له دې وروسته بيا په يادې اعلاميې کې پر خپلو پلويانو غږ کوي چې د اسلامي امارت روزنيزو مرکزونو سره په بيړه يو ځای شي.‌

دې ته په کتلو، زه فکر کوم چې القاعدې له طالبانو سره د مخامخ ټکر د مخنيوي په موخه له چله کار واخيست. زما په فکر په اشاره کې يې خپلو پلويانو ته ويلي چې له القاعدې څخه د طالبانو صف ته ننوځي. په دې توګه به طالب مشرتابه بيا نه شي‌ کولی چې د دوی پر ضد ګام واخلي ځکه چې بيا به يې جګړه د ځان پر ضد جګړه وي او د دې خطر به موجود وي چې يوه غټه برخه پلويان ترې لاره بېله کړي.‌ څرنګه چې د القاعدې جنګيالي د يوه ځانګړي فکر له مخې جنګ پر مخ بيايي،‌ هر وخت کولی شي چې خپلو اړوندو جنګياليو ته ووايي چې له طالبانو بېل شي او بېرته د القاعدې صف ته ننوځي.

ياد راپور دا ادعا چې ګوندي د هندي نيمې وچې القاعده د خبرو اترو په اړه اندېښمنه ده، په جنورۍ کې خپاره شوي د ملګرو ملتونو د تحليلي ملاتړ او بنديزونو د څارنې د ډلې پنځه ويشتم راپور پر استناد کړې. مګر ما په ياد راپور کې داسې څه و نه موندل.‌

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close