نن ټکی اسیا

د کفر او کفارو د خلقت حکمت

ژباړه او زیاتونه: احمد ارشاد ” سعید  ”

سوال: زه پوهیږم چې انسان په ځینو شیانو کې بې اختیاره او په ځینو شیانو کې د اختیار خاوند دی، په دې هم پوهیږم چې الله سبحانه و تعالی انسان ته د ایمان او کفر دواړې لاري ورښودلي دي لکه الله تعالی چې فرمايي:

(وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ) [سورة البلد : ۱۰] (او ښوولي دي مونږ ده ته دوې لاري ( د خیر او شر چې پرې جنت او دوزخ ته ځي).)

او په بل آیت کې فرمايي: (وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ)[سورة الکهف ۲۹] ( او ووایه ( اې محمده دوی ته اسلام، قران) حق دي له رب ستاسي، پس هر څوک چې اراده ( د ایمان ) وکړي نو ایمان دي راوړي او هر څوک چې اراده ( د کفر ) وکړي کافر دي شي.)

پر دې سربیره الله تعالی انسان ته د اختیار مطلقه ازادي ورکړې ده او دا د الله تعالی له لوري د انسان تکریم دی، الله تعالی ده ته په کائناتو او دده په وجود کې د خپل قدرت  بې حسابه دلائل او نښانې ښودلي دي، رسولان او انبیاء یې د آسماني کتابونو او رسالت سره رالیږلي دي ( لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ؛ ددې لپاره چې پاته نشي خلکو ته پر الله تعالی باندي هیڅ حجت ( دلیل، عذر، بهانه) وروسته له ( لیږلو) د رسولانو)[سورة النساء:۱۶۵] ، ټول هغه څه چې تیر شول زه پرې ډیر ښه پوهیږم.

خو خبره داده چې الله سبحانه و تعالی د انسان د پیدایښت پر مهال او مخکي تر دې چې روح پکښې واچوي پدې پوهېدی چې دا انسان به جنت ته ځي که جهنم ته، دا سمه ده چې الله تعالی ده ته د اختیار او عقیدې آزادي ورکړې ده، مګر الله تعالی په دې هم پوهیږي چې دا انسان به په اخر کې ایمان راوړي که نه، جنت ته به داخلیږي که جهنم ته. نو دلته د هغه انسان د خلقت حکمت خو چې جنت ته به داخلیږي واضح دی لکه الله تعالی چې فرمايي (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ؛ او ما پيریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر ددې لپاره چې دوی زما عبادت وکړي)، سوال دا دی چې الله تعالی ولي هغه انسان پیدا کاوه چې پرې خبر وو دی به په اخر کې جهنم ته داخلیږي، ایمان به نه راوړي او نه به هدایت کیږي لکه الله تعالی چې یې په اړه فرمايي : ( وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ فَلَن يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا؛ او که ته دوی راوبولې د سمي لاري په طرف پس له سره هدایت نه مومي دوی په دې وخت کې هیچیري)[ سورة الکهف : ۵۷ ] نو آیا الله تعالی ددې لپاره دا انسان پيدا کوي چې عذاب ورکړي؟ (په داسي حال کې چې الله تعالی تر مور ددې پر اولاد هم زیات مهربانه دی)، ځکه الله تعالی فرمايي : (وَلَوْ شِئْنَا لآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ)[سورة السجدة: ۱۳]( او که اراده کړی وی موږ نو خامخا ورکړی به و موږ هر نفس ته ( په دنیا کښې هدایت د هغه ولیکن مقرره شوې ده دغه وینا ( حکم ) له ما چې خامخا ډک به کړم هرومرو دوزخ له ( کفارو) پیریانو او انسانانو ټولو څخه.) نو الله تعالی خو پرې عالم وو چې ډیر انسانان به نه هدایت کیږي او الله تعالی به هدایت نه ورته کوي، نو ولي یې دا انسان له اوله پيدا کاوه په داسي حال کې چې دده خاتمه به پر کفر باندي وي.

جواب:

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله و صحبه، اما بعد:

الله تعالی ته حمد دی په ټولو هغو شیانو کې چې مقدر کړي او فیصله یې کړې ده. الله تعالی خپل بنده ګان پیدا کړي دي چې ځیني یې کافران او ځیني یې مسلمانان دي، الله تعالی ټول شیان په خپلو ځایونو کې کېږدي، هدایت پخپل ځای او ګمراهي پخپل ځای کې، نو د کافرانو د خلقت حکمت، سره له دې چې الله تعالی پرې خبر وو چې دوی به کافران کیږي په لاندي ډول دی:

۱- الله تعالی هیڅ انسان له اصله کافر نه دی پيدا کړی، بلکي هر ماشوم پر فطرة او ایمان پيدا کیږي، الله تعالی د آدم علیه السلام تر پيدا کولو وروسته دده علیه السلام له ملا څخه راتلونکي ټول انسانان د وړو میږیانو په څیر راویستل اوبیا یې هغوی ته ایمان وړاندی کړ، له هغوی یې پوشتنه وکړه چې ایا زه ستاسي رب نه یم (أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ ) [سورة الاعراف :۱۷۲] ټول ایمان قبول کړ او وویل بلې همدا ته زموږ رب یې.

نو الله تعالی هیڅ انسان کافر نه دی پيدا کړی ، الله تعالی کفر، ګمراهي او ضلالت پیدا کړي او دا ځکه تر څو ددې په مقابل کې د ایمان، هدایت او نیکي لارې ارزښت ښکاره او معلوم شي. عیناً لکه یو پوهنتون چې ناکامي او کامیابي دواړې لري. که چیري په یوه پوهنتون کې یوازي کامیابي وي او له سره ناکامي وجود ونه لري، ددې پوهنتون دا کامیابي هیڅ ارزښت نه لري ځکه په مقابل کې یې ناکامي نشته، اوس یو محصل که چیري په دې پوهنتون کې ناکامه کیږي هغه پوهنتون نشي ملامتولی چې زه ځکه ناکامه شوم چې په دې پوهنتون کې ناکامي موجوده ده. همدا شان کافر هیڅکله الله تعالی ته عذر نشي وړاندي کولی چې زه ځکه کافر شوم چې تا په دنیا کې کفر پیدا کړی وو. ځکه الله تعالی ده ته د کفر او ایمان دواړو کامل اختیار ورکړی دی. لکه الله تعالی چې فرمايي: ((وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ)[سورة الکهف ۲۹] ( او ووایه ( اې محمده دوی ته اسلام، قران) حق دي له رب ستاسي، پس هر څوک چې اراده ( د ایمان ) وکړي نو ایمان دي راوړي او هر څوک چې اراده ( د کفر ) وکړي کافر دي شي.))، نو اوس که یو څوک کافر کیږي دده خپله ګناه ده نه دا چې الله تعالی ته ځان معذور وګڼي.

۲ – ته وګوره، که چیري کفر او کافران نه وای نو د پیغمرانو او د هغوی د پلویانو فضیلت به څنګه ښکاره شوی وای؟ د کافرو لخوا پر مسلمانانو باندي پر ظلم کولو صبر، د هغوی څخه د خپل کور، خاورې او ناموس د ساتنې تکلیفونه ګالل او پر هغو ثواب ټول د کافرانو تر شتونه تړلی دی.

۳- همدارنګه الله تعالی د ښکلیو نومونو ( اسماء الحسنی ) خاوند دی، که الله تعالی کفر او کافران نه وای پیدا کړي ددې اسماؤ او صفاتو آثار به هیڅکله نه وای ښکاره شوي. همداشان الله تعالی دا خوښوي چې بنده ګان یې د نعمتونو او په ټولو کې د ایمان د لوی نعمت له وجې حمد او ستاینه وکړي، او د ایمان دا نعمت هغه وخت ښکاره کیږي او ښایسته والی یې هغه وخت معلومیږي چې ضد یې موجود وي چې هغه کفر دی. ( یعني د هر شي قدر هغه وخت ښکاره کیږي چې ضد یې موجود وي، مثلا ښایست ته هغه وخت ښایست ویل کیږي چې بدرنګي موجوده وي، د مړښت په خوند هغه وخت څوک پوهیږي چې لوږه موجوده وي، ایمان هغه وخت اعتبار پیدا کوي چې په مقابل کې یې کفر موجود وي.)

دلته د علامة ابن القیم رحمه الله لنډه وینا راوړوو تر څو ددې اشکال جواب ښه واضح شي.

ابن القیم رحمه الله فرمايي: (( الله تعالی دا خوښوي چې شکر یې ادا شي، او دا شکر یې عقلا، شرعا او فطرتا واجب دی، بلکي د شکر وجوب یې تر نورو واجباتو ډیر واضح او ښکاره دی، نو څنګه به یې پر بندګانو دده جل جلاله حمد، توحید، محبت، د لویوالي، احسان او تعظیم یادونه، دده جل جلاله ته عاجزي کول، د نعمتونو یادونه او پر هغو اقرار کول په ټولو نیکو طریقو سره واجب نه وي په داسي حال کې چې الله تعالی ته تر ټولو محبوب شی همدا وي او د ثواب له مخي تر ټولو لوی کار همدا وي، الله تعالی مخلوقات پیدا کړه، کتابونه یې ورته رانازل کړه، د هغوی تر مینځ یې په ظاهري او باطني صفاتو، جوړښت، اخلاقو، دینونو، رزق، ژوند او اجل کې تفاوت پيدا کړ.

کله چې جوړ کس په تکلیف اخته کس وګوري، غني او مالداره فقیر وویني او مؤمن کافر وویني نو د الله تعالی شکر ادا کوي، د هغه ددې نعمت قدر پیژني چې پر ده یې کړی دی او هغه څه پیژني چې ده ته یې پر نورو فضیلت ورکړی دی. امام احمد رحمه الله په خپل کتاب ( الزهد ) کې یو اثر راوړی دی چې : ( موسی علیه السلام وفرمایل چې اې زما ربه، ولي دي خپل ټول بنده ګان یو شان نه دي پیدا کړي؟

الله تعالی ورته وفرمایل: زه دا خوښوم چې شکر مي وکړای شي. ( یعني که ټول انسانان په نعمتونو کې یو شان وای ددې نعمتونو اهمیت به نه وای، مثلا د سترګو او بینايۍ شکر هغه وخت انسان ادا کوي چې نابینا وویني، نو که له سره نابینا موجود نه وای پر بینايئ به شکر څه معنی لرلی؟) اوس که وویل شي چې دا خو هم ممکنه وه چې د ټولو انسانانو تر مینځ یي په نعمتونو کې برابری رامنیځته کړی وای او ټول دي په شکر کې یو شان شوي وای لکه څنګه چې یې په ملائکوو کې کړی؟

نو جواب یې دا دی چې که یې داسي کړي وای دا به د شکر بل قسم وای، نه هغه قسم کوم چې اوس په دې طریقه رامینخته کیږي.  هغه شکر چې د فضیلت او خصوصیت پر بنا رامینځته شي تر نورو ډیر افضل او اعلی وي. له همدې وجې د ملائکوو هغه شکر او الله تعالی ته عاجزي چې د ابلیس او هاروت او ماروت تر جریان او هغه څه چې له دوی سره پېښ شول وروسته یې الله تعالی ته ادا کړل تر مخکني شکر او عاجزۍ ډیر ښه او افضل وو. همدا د الله تعالی حکمت دی، همدارنګه د انبیاؤ او د هغوی د پلویانو هغه شکر چې ددوی سره د الله تعالی تر مرستي، ددوی د دښمنانو تر هلاکت وروسته یې الله تعالی ته ادا کړی تر مخکني هغې ډیر کامل وو. همدا شان هیڅ شک نشته چې  په جنت کې د جنتیانو شکر چې دوی د الله تعالی د دښمنانو او د پیغمبرانو د نه منونکو انجام او عذاب  هم ویني ډیر پوره او کامل دی. نو د یو شي ښایست د هغه ضد ښکاره کولی شي، هغه مشهوره مقوله ده چې وایي (وبضدها تتبين الأشياء؛ هر شی د هغه په ضد سره ښکاره کیږي)، که بدرنګي او قباحت نه وای د ښایست فضیلت به هیڅکله نه وای ښکاره شوی، که تیاره نه وای د روښنایۍ فضیلت به له سره ښکاره شوی نه وای. که چیري د الله تعالی ټول بنده ګان مؤمنان وای هیڅکله به د ایمان او نعمت قدر نه وای معلوم شوی، نو برکت والا دی هغه ذات چې په مخلوقاتو کې یې ډیر لوی حکمتونه پراته دي…))

۵- ځیني هغه عبادتونه چې الله تعالی ته خوښ دي د کفر او کافرانو په وجود پوري تړلي دي، لکه  معاداة في الله (د الله تعالی لپاره له یو چا سره دښمني کول) عبادت دی او دا د کافر تر موجودیته تړلی دی. جهاد ( د الله تعالی لپاره خپل ځان قرباني کول) عبادت دی او د کفارو تر وجود پوري تړلی دی، همدارنګه شهادت یوه لویه رتبه ده چې حاصلول یې د کفارو تر وجوده تړلی.

په اخر کې ددې ټولو خبرو مخکي او وروسته موږ همدا وایو چې: (لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ} {الأنبياء:23{