روغتیا

پنځه هغه دندې چې په کرونا د اخته کېدو خطر زیاتوي، تاسې خو به له هغې څخه نه یئ؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا خپریدلو یا له یوه انسان څخه بل ته انتقالېدلو اصلي لامل د ناروغ سره نږدې (شپږ فوټه) مسافه کې تماس نېول ښودلي دي.

کله چې په کرونا اخته کس ساه اخلي یا ټوخی کوي ددوی له خولې څخه داسې ذرات وځي چې په واسطه یې د ناروغ له خولې هغه ویروس بهر شي، دغه ذرات د مخالف کس خولې یا پوزې ته ننوزي چې هغه هم اغیزمن کیږي.

په کرونا اخته کس کې لاندې نښې له ۲ څخه تر ۱۴ ورځو په موده کې موندل کیږي:

تبه، ساه تنګي، د ستوني درد، سر درد، د غړو او بندونو درد، یخ کېدل او د خوند یا بوی حس ورکېدل.

خو دلته مونږ هغه مشهورې دندې یا مشغولاوې په ډاګه کوو چې د کارکوونکو او نورو عامو خلکو ترمنځ د ځایي نږدیوالي لامل ګرځي، د بېلګې په ډول پلټونکي او یا ناروغان، کوم چې فکر کیږي دوی ددې ویروس د خپریدو زیات لامل کیږي.

  • د غاښونو نرسان او نرسانې (هغه کسان چې د غاښونو ډاکټرانو سره همکاري کوي او د ناروغانو په درملنه کې ورسره مرسته کوي).
  • د غاښونو ډاکټران
  • پارامیډیک او د امبولانس عمله
  • قابله ګانې
  • فزیوتراپيست.

همدغه راز بالعکس هغه دندې او وظیفې چې په نظریاتي ډول ویل کیږي د کرونا خپریدو خطر امکان په کې کم وي، ځکه چې دوی د خلکو سره په لنډه مسافه کې د نږدې کېدو احتمال کم وي، په لاندې ډول دي.

  • هنرمندان
  • د کرنې ماشین چلوونکي
  • د اعلاناتو مدیران
  • د بازار موندنې متخصصین
  • وکیلان او قاضیان.

باید وویل شي چې دا یوه عمومي ارزونه ده، کوم چې د کارکوونکو او خلکو ترمنځ د متوقع واټن یا مسافې پر اساس شوې ده، دا په نورو ناروغیو نه قیاس کیږي او نه دا ارزونه په دې معنا ده چې یو سړی به هرو مرو په کرونا اخته یا نه اخته کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close