افغانستان

د حزب اسلامي پخواني غړي د حکمتیار په مشرۍ بیا یو ځای کېږي

نن ټکی آسیا: په فرانسه کې د حزب اسلامي (حکمتیار) استازي ښاغلي امین کریم د «متعهدو حزبیانو» په نوم له خپلو پلویانو غوښتي چې په پخوانیو حزبیانو پسې نامناسبې خبرې ونه کړي. ښاغلي کریم دغه پیغام د خپل فیسبوک د رسمي پاڼې له لارې خپور کړی.

نوموړي زیاته کړې چې حزبي متعهدین دې هغو حزبیانو پسې چې په ټاکنو کې يې د نورو کاندیدانو ملاتړ کړی، خبرې نه کوي. د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي دور کې د حزب اسلامي پخواني غړي د عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي او زلمي رسول په ټاکنیزو ټیمونو وېشل شوي وو. دا په داسې حال کې وه، چې قطب الدین هلال د ښاغلي حکمتیار په ملاتړ هم ټاکنو کې خپل ټاکنیز ټکټ درلود.

امین کریم په دغه پیغام کې ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د حزب اسلامي ټول غړي بیا د انجینر ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې سره راټول شي.

امین کریم دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د دوی د ګوند لخوا د شورای نظار په خلاف یوه تونده اعلامیه خپره شوه. دوی د دغې اعلاميې په ترڅ کې پر جمعه خان همدرد شوی برید د نظار شورا کار وباله او د حزب اسلامي له غړو يې وغوښتل چې د نظار شورا په خلاف پاڅون وکړي.

د شنونکو په اند ښاغلی حکمتیار غواړي، چې د افغانستان په راتلونکو سیاسي معادلاتو کې د خپل ګوند ځای تثبیت کړي. که دا سیاسي اتحاد عملي شي، نو د افغان حکومت په منځ کې به د نظار شورا سیاسي تله سپکه کړي او له بلې خوا کولای شي، چې د نظار شورا سره د ځواک بېلانس جوړ کړي.

ګلبدین حکمتیار دمګړۍ له افغان حکومت سره په نظامي ډغره کې دی؛ خو په کابل کې يې سیاسي حضور هم د پام وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x