ورزش

د استرالیا او افغانستان لوبډلو ترمنځ یوازینی ټیسټ نومبر میاشت کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د استرالیا او افغانستان کرکټ بورډونو په یوه بل پسې په خپرو شویو اعلامیو کې خبر ورکړ چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان کال په نومبر میاشت کې د استرالیا په پرت لوبغالي کې ترسره شي.

لکه څرنګه چې په تېره نږدې کې د ټیسټ لوبې د نوې بڼې له مخې د شپې او ورځې (ډی نایټ) ترسره کیږي، دغه سیالۍ به هم په دغه ډول ترسره شي چې دا به د افغان لوبډلې لپاره لومړی وار وي.

د کرکټ نړیوالې شوار د خبرپاڼې له مخې د استرالیا او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټيسټ سیالۍ به د نومبر میاشتې په (۲۱ – ۲۵) نېټه د استرالیا په پرت لوبغالي کې ترسره شي.

استرالیا به دغه سیالۍ به د هندوستان سره د سیریز په جریان کې ترسره کوي چې لومړی به استرالیا او هندوستان شل اوریزې او یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، له هغې وروسته د افغانستان ټيسټ او بیا به د هندوستان سره ټيسټ سیالۍ ترسره کوي.

که څه هم اوسمهال په نړۍ کې د نورو لوبډلو په ګډون د کرکټ سیالۍ هم د کرونا وبا له کبله ځنډیدلي دي، خو افغان کرکټ بورډ هیله ښودلې چې تر نومبر میاشتې به وبا ختمه او د کرکټ لوبغالي یو وار بیا د سیالیو شاهدان وي.

افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، له هغه وروسته یې درې نورې لوبې هم ترسره کړې، چې د ټولو له مخې یې دوه ګټلي او دوو کې ماتې خوړلې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close