نن ټکی اسیا

د هسپانیا، انګلستان او ایټالیا فوټبال سیالۍ په جون میاشت کې یو وار بیا پېل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): نږدې درې میاشتې بشپړیږي چې د کرونا وبا له کبله د نورو لوبو په څېر د فوټبال لوبې هم ځنډیدلي دي چې مینوال یې بیرته راګرځېدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

د مۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د جرمني کلبي سیالۍ (بونډسلیګا) له دوه میاشتني ځنډ وروسته یو وار بیا پېل شوي دي، چې اوس د هسپانیا، انګلستان او ایټالیا لیګونو چارواکو هم د یادو سیالیو د راګرځېدو نېټه په ډاګه کړه.

له اوږدو غونډو او ناستو وروسته د هسپانیا لیګ (لا لیګا) پریکړه وکړه چې دغه سیالۍ به د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه له درې میاشتني ځنډ وروسته یو وار بیا پېل کیږي.

د لالیګا لیګ فوټبال کلبونو په غونډه کې پریکړه وشوه چې دغه سیالۍ به هره ورځ پنځه اونۍ په پرلپسې ډول یا د جولایي میاشتې تر ۱۹مې نیټې ترسره کیږي.

بل لوري ته د انګلستان مشهور لیګ (پریمیئر لیګ) چارواکو پریکړه کړې چې دغه سیالۍ به د جون میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه پېل شي، هره ورځ به سیالۍ ترسره کیږي او په ژوندۍ بڼه به په تلویزون د تېر په څېر وښودل شي.

ددې سربېره د ایټالیا لیګ (سیریا ای) هم پریکړه کړې چې د جون میاشتې له ۲۰مې نیټې سیالۍ پېل کړي. خو بل لوري ته فرانسوی یوازینی لیګ دی چې پخوا یې ګټونکی اعلان کړی او پاتې سیالۍ یې لغوه کړي دي.

باید وویل شي چې دغه ټولې سیالۍ به د نندارچیانو په نه شتون یا د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي.

هسپانیا، انګلستان او ایټالیا هغه اروپایي هېوادونه دي چې د کرونا وبا له کبله سخت وځپل شول، دغه هېوادونه په اروپا کې د کرونا مرکزونه وګرځېدل خو اوس یې وضعیت د پام وړ ګرځېدلی او ورځنۍ پېښې په کې په پراخه کچه کمې شوې دي.

کرونا وبا په تېرو څلورو میاشتو کې په هسپانیا کې له ۲۳۷زره مثبتو پېښو څخه ۲۷زره کسان مړه کړي، په انګلستان کې یې له ۲۷۰زره پېښو څخه ۳۷زره کسان مړه کړي او په ایټالیا کې له ۲۳۱زره مثبتو پېښو څخه یې ۳۳زره کسان مړه کړي دي.