شعـــــرونه

زندګي ده!/ عزيز الرحمن اياس

عزيز الرحمن اياس

د چا د خمارو سترګو لپاره زندګي ده
د چامخ ته مې سوال غوندې هواره زندګي ده

موده کېږي يو چا پسې مې اوښکې دي روانې
موده کېږي وتلې له مهاره زندګي ده

ته مه لوېږه د زېړ مازدیګر لمره وخت لاشته دی
ماښامه ژوند دوام لري، سهاره زندګي ده

له چاسره زړه نه تړي ډېر کم وخت ورسره وي
عجیبه ده ځان نه سوځي هوښیاره زندګي ده

راځه که بیا شهید شومه ارمان خو به دې نه یم
راځه په دید مې ځان موړ کړه بېخاره زندګي ده

خاموش غوندې روان یم د یو ورک ارمان پر لوري
ایستلې مې له هره بېروباره زندګي ده

ایاس یمه زما او ستا سودا ده جنت راکړه
قربان مې ستا پر دین پروردګاره زندګي ده

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close