نړۍ

په شمالي اوجنوبي وزیرستان کي امریکایی بی پیلوټه الوتکو لږترلږه ۲۵ کسان ووژل

american_drones(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۲) میرام شاه: له افغانستان سره پولي ته څیرمه په شمالی اوجنوبي وزیرستان کي دبي پیلوټه الوتکو په بریدونوکي لږترلږه ۲۵ کسه وژل شوی دي

له هغه څخه وروسته  چي امریکایانو اعلان وکړ له پاکستان سره ژمنه کړل شوی ۸۰۰ ملیونه ډالره به نه ورکوي، یوځل بیا په شمالي اوجنوبي وزیرستان کي نامالوم وسلوال تربریدونو لاندی راوستل،

یوه لوړرتبه حکومتي چارواکي خبري رسنیو ته وویل نه سهاروختي امریکایی بی پیلوټه الوتکو دجنوبي وزیرستان په بوشنارایی سیمه کي یوه وداني په نښه کړه.

له هغه څخه وروسته یو په بل پسي څو مزاییل په سیمه کي دطالبانو دیوه قومندان ملانذیر پرمرکزباندي وتغول شول، ددوشنبي به ورځ ناوخته هم په شمالي وزیرستان کي دداتاخیل ښارګوټي ته څیرمه دګوروایک په سیمه کي دوسلوالو یوه وداني اویوه موټره په نښه کړه چي له سیمي څخه عیني شاهدانو د ۱۶ کسانودوژلو خبرورکړي وو.

په شمالي وزیرستان کي یوه حکومتي چارواکي خبري رسنیوته ویلي چي په وژل شوي کسانو کي څو بهرنیان هم شامل وو.

پاکستاني حکومتي چارواکي بهرنیان هغو وسلوالوته وایی چي په القاعده اویاهم دمنځني اسیا په اسلامي تحریکونو پوری تړلی وي.

واشنګټن په پاکستان کي دافغانستان له پولو سره څیرمه پرته قبایلي سیمه دالقاعدي ځاله اوپه نړي کي ترټولو خطرناکه سیمه بولي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x