نظــر

محبه! ډاکټر نجیب اتل، بوتل که قاتل و؟

ډاکټر هاتف مختار

په افغانستان کې ډیره کمه فیصدي خلک د نجیب ملاتړ کوي، دومره چې هېڅ په حساب نه ارزي.

په دوی کې دوه ډوله خلک دي، یو یې هغه چې د نجیب په جنایاتو اعتراف کوي او وایي چې نجیب رښتیا هم یو قاتل او خائن وو خو د خپل ملاتړ لپاره دا دلیل وړاندې کوي چې زموږ او ستاسو د همیشني دښمن (پاکستان) خلاف وو او په افغانستان کې یې د دوی د لاسوهنو مخه ډب کوله، نو تاسو او خدای، دا به څومره معقوله وي چې د زرګونو افغانانو قاتل ته دې له دې امله بښنه وشي، چې هغه دې تش د پاکستان په خلاف د سټیج په سر شعارونه زمزمه کړي وي؟

یو څوک چې رښتیا د خپل وطن له غمه مړ وي، هغه به په یوه ورځ زرګونه د خپل ولس کسان په شهادت ورسوي؟ موږ دومره سادګان ولې شو چې فقط د څو شعارونو په بدرګه د زرګونو افغانانو وینې خپل دښمن ته وروبښو؟ نه هېڅکله نه، دلته هر چا د خپل جرم سزا لیدلې او نجیب هم د زرګونه افغانانو وینې د دار تر پړي ورساوه.

دوهمه ډله خلک هغه دي چې نوي ځوانان شوي او عمرونه یې د ۲۰ یا ۲۲ کالو ترمنځ وي، دوی ته په غیر شعوري ډول نجیب د یو اتل په توګه معرفي شوی، دوی ته د نجیب د هېڅ کوم قتل کیسه نه ده شوې، دوی هېڅ کوم بچی نه دی لیدلی چې پلار یې د نجیب تر تیغ تیر شوی، دوی هغه هدیره نه ده لیدلې چې په یوه ورځ د نجیب له خوا له مړو ډکه شوه، دوی فقط د نجیب هغه یو څو ویډیویي کلیپونه لیدلي چې په هغه کې د پاکستان په خلاف غږیدلی، زه یې د دې مخالفت په اړه هم زیات شکونه لرم.

د نظر محمد مطمئن خبره هغه ځوان چې اوس پیدا شوی او ۲۰ کاله وروسته د امریکا په خلاف د حامد کرزي ځیني ویډیوګانې وګوري او د خپل ولس په حال یې د اوښکو ډکې سترګې وویني، آیا د ذهن په تخته به یې د یوه اتل او هیرو په صفت نشي ثبت؟ طبعي خبره ده او انکار ترې کیدای نشي خو د حامد کرزي غدر له دې وطن سره له هېچا پټ نه دی، نن چې وطن په کوم حال دی، په دې کې لوی لاس د همدې راتلونکي ځوان نسل د ایډیال حامد کرزي دی، د نن ورځې پیدا شوی هلک چې ۲۲کاله وروسته د اشرف غني خلاصه سینه وویني او د خپل ولس سره د مینې د اظهار ویډیویي کليپونه یې تر نظر تیر شي، هرو مرو به متأثره کیږي او وطن پلورونکی خائن غني به یې ذهن ته سم معرفي کیږي، خو دا واورئ چې دا رقم خلک په ټولنه کې ډیر کم وي ځکه دوی له واقعي تاریخ سره نااشنا وي او په شعوري یا غیر شعوري ډول حقائقو ته له رسیدو لرې ساتل کیږي.

حمدالله محب هم د دې ډلې کسانو له جملې دی، په امریکا کې زیږیدلی، د اووه کلنۍ دوره یې هلته تیره کړې، ځوان شوی هلته دی، واده یې هلته له یوې امریکایۍ سره کړی او ټوله تعلیمي دوره یې هلته امریکا کې تیره کړې ده، له افغاني دود او دستور سره نابلده دی، د خپلې خاورې له سیاسي، ادبي، تاریخي او ولسي ترمینالوژۍ سره هېڅ شناخت نلري، حتی د افغانستان له جغرافیې سره هم هېڅ بلد نه دی، هغه ځایونه نه دي ورته مالوم چیرته چې د زرګونو هغو کسانو په مزارونو شناختې ولاړې دي چې هغه د نجیب په لاس په شهادت رسیدلي، دی له هغې سپین سرې مور سره نه دی مخ شوی، چا چې زوی د نجیب له وجې بایللی، دی هغه لور او زوی چیرته پیژني د چا چې د پلار غوندې خوږ انسان د قاتل نجیب له امله په شهادت رسیدلی وي، د ده له اوسني موقف نه یې قیاس کړئ چې د یو قاتل انسان په صف کې دی او په سترګو یې وینې چې افغان وژنه روانه ده خو احساس او ضمیر نه لري، نو دی به څنګه د نجیب د وخت قتلونه حس کړي؟

د نجیب ګاو قبر ته ورتګ د لکونو شهیدانو له وینو سره ستر خیانت وو، افغان ملت ته په سپکه سترګه کتل وو، د یو څو اشخاصو د خوشالولو لپاره د ټول ولس سترګو ته خاورې شیندل وو او د لکونو انسانانو په زخمونو د مالګې دوړولو په مانا وو، نجیب قاتل وو، نجیب خائن وو، هېڅکله به یې افغانان ونه بښي او تاریخ به یې تل ټیټ سترګی اینده نسل ته معرفي کړي.

اوسني د امریکا جاسوسان او د نجیب په شان د افغانانو قاتلین دې هم واوري چې تاریخ به یې د غلامانو او سرکوزو په توګه اینده نسل ته ورمعرفي کړي او د تل لپاره به څو صفحې په تاریخ کې د دوی په بدنامه کړنو تورې شي.ان شاءالله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

کور دې ودان جناب ډاکټر صاحب هاتف همداسي ده څنګه چې تا لیکلی یوه خبره دا هم ده چې څوک د یو چا د تاریخ نه سپړلو پرته د هغه پلوی کوی البته په پټو سترګو دا کس خو هم. تر ځناور کم نه وي او دې داسو خلکو په هکله خو مونږ بیا یو ضرب المثل هم لرو چې د خره تیز ته څوک نه خاندي .

جمیل

محترم ډاکټر صاحب رشتیا مو لیکلی خیرونه مو په نصیب سه .
د پردیو د غلامانو څخه ګله نسی کیدای او نه هم د سپی په خوله دریاب مرداریږی ، هغو ته اتلان غلامان دی او غلامان اتلان ، هغوی ته اسلام کفر او کفر اسلام ښکاری او یوه ته هم عقیده نلری خو بیاهم کفر تر اسلام خوښوی . دوی ړانده ، کاڼه او ګنګیان دی ، نه حقیت لیدلای سی نه یی اوریدلای سی او نه یی هم ویلای سی . ودی ذلیلو ته د همدی دنیا د څو ورځو ژوند جنت ښکاری .

مومن

د لیکنه دي ښکاري چي په تاریخ نه يي خبر او نه هم د رښتیا ویلو همت لړي. کله وایی داکتر نجیب زرګونو کسان ووژل بیا وایی لکونو شهیدان کړل. که خلک هیر کړي خو تاریخ کې هر څه شته کاش تاسو هم لګ ځان ته تکلیف ورکړی وای او لیګ مو مطالعه کړی وای. خو په هر صورت داکتر نجیب د خاد د مسول په توګه حق درلود چي وطن پلورنکې ### کړي خو افسوس چي ډیر کسان ترینه پاته شوه لکه تا غوندي د ای اس ای جاسوس

سیدزرغون شاه آغا

د (C.I.A) جاسوس د(K.G.B) د جاسوس پر قبر ژاړی. د جاسوسی په نړی کی نوی کار.

میرافغان

حمدالله محب او نور 21 او 22 کلن ځوانان باید د جنرال عمرزي کتاب چي په فارسي کي د شبهای کابل په نامه او پښتو تر جمه يې د کابل شپې په نامه ده مطالعه کړي تر څو د نجيب د وحشتونو او د خلق او پرچم د کرغېړونو کړونو څخه خبر شي۔

Saeed

په اغانستان کې نن صباء که هر څومره لوئ قاتل خائن غدار احمق

ده پاکستان او پنجاب په خلاف ېو څو خبرې وکړې !!!بس نو دا بېاء ده دوئ اتل ده.حتی دا بعضې خو ډېر مکار ده پنجاب بچوڼئ دې پاکستان ته کار کوې خو دهغه احمقان اتل ورته وائ.🤣🤣🤣. دا خلګ په افغانستان کی جاې نه لرې

غمی،پښتین

جوړ تازه.

ډاکتر هاتف ته،

نجیب خلقی پرچمی ،ګیله ور څخه نشته،

مجاهد،ځانته یی د اسلام مدافع او ټیکدار وایل ،څه ګلان یی وکرل؟کابل یی لوټی لوټی ۶۲ زره کابلیان یی تر تیغ تیر کړل،

طالیبان.ځانته عالمان او بلکه د انبیاوو وارثان ځانونه معرفی کوی،ځانمرګی،لاری ماینونه ،صحرایی محکمی،قتلونه.

اوسنی دولت څخه هم ګیله نشته د امریکا غلام دی،

ټول ظالمان،قاتلان،غله تیر شوی دی،

راتلونکی کی هم تپه تیاره ښکاری،رڼا نشته

حبیب.

هر څو ک چی نجیب د افغانو د قاتل په توګه نه شمیری هغه ته افغان ویل د شرم کار دی
نجیب ګاو یو قاتل، وطن پلور او مرتد کمونیست او تا یخ به هیڅګله د هغه جنایات هیر نه کړی

غ.حضرت

سلامونه کوم چا کیسه کوله: ” د څلویښتمی هجری لسیزی په منځنیو کلونو کی د سعودی عربستان د وخت پاچا کابل ته په رسمی سفر راغلی ؤ. د سفر په ډیپلوماټیکی پروتوکول کی د سوء تفاهم له وجی د دواړو شاهانو موټران ( البته د تشریفاتی پرسونل په شمول) له هوائی ډګر څخه مستقیماً تپۀ مرنجان ته ولاړه او د نادر د قبر سره ودرېدل، د سعودی پاچا ته د موټر دروازه خلاصه او ترې وغوښتل سوه چی د موټر څخه کوز سی، د سعودی پاچا چی په وهابی عقیده سمبال ؤ نو کله چی ئې سترګی پر ګُنبده ولګېدې… نور لوستل »

طوطی

هر بلا چی وه خو اوس یی خلک او ولس تر طالبانو او حکومته برتره بولی. ځکه چی په وطن فروشی کی تر دغه دواړو کم وه. هغه پرون طالبانو د سرحدی پولیسو پوسته ویجاړه کړه پاکستان ته یی په روښانه خدمت وکړ ۲۴ کسان یی شهیدان کړل. خو چی د پاکستان پوستی داخل ته وړاندی کیږی بیا یی دوی مخه نشی نیولای.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close