ټولنیزه برخه

کمپرومايز (Compromise) يا جوړجاړی

د،ب،هيښ

الله پاک  انسانان لکه چې  رنګونه ، قد ، قامت، استعداد ،فني ظرفيت   او فزيکي قوت يې يو دبل سره توپير لري پيدا کړي دي  ، همدا شان  روحي ، رواني ، عاطفي ، احساسي ، فکري تنوع  ، ذوق ، او شوق ئې هم يو دبل سره په فردي لحاظ تفاوت لري.

همدا وجهه ده  چې دخپلو همنوعانو ، چاپيريال او پيښو   سره د تماس او مخامخ کیدو له کبله يې طبعاا عکس العمل ، ارزونه او برداشت هم يو شان نه دئ.

يو انسان يوازې هغه وخت د خپلو دغو فردي خصوصياتو سره برابر ژوند کولئ شي ، چې يوازې ، ګوښۍ او د انزوا حالت اختيار کړي ، لاکن داسې ژوند کول يې هم د فطرت او طبيعت سره نه  لګيږي ،نو مچبوراا د انزوا او تنهايۍ په ځای بايد ټولنې ته داخل شي او ټولنيز ژوند اختيار کړي .

هره ټولنه ديو شمير حياتي او اساسي ارزښتونو او اصولو په بنا جوړه شوې ده ، چې دټولنې هر فرد دهغو په منلو او مراعاتولو مجبور او مسؤل دئ او دغه ارزښتونه د ټولنې د پايښت او سلامتيا ستنې دي چې د هېڅ ډول بحث ، معاملې ،نقد او اعتراض ګنچايش په کې نشته.

مثلاا زموږ د افغاني ټولنې د موجوديت ، هويت او پايښت حياتي او بنسټيز ارزښتونه او تهدابونه زموږ اسلاميت ، افغانيت ،ازادي ،خپلواکي ، وطن ، د خپل وطن ځمکنی بشپړتيا ، ملي ګټې ، ملي تاريخي افتخارات دي ، چې د افغاني ټولنې هر فرد   بايد ورته احترام ، ژمنتيا ، وفا ، تعهد  او د دفاع او حفاظت په هکله يې خپل غړيتوب په دې ټولنه کې  عملاا ثابت او تصديق کړي.

هر ډول معامله ، بې وفايي ، بې تفاوتي ، بې عزتي او سر غړونه د ټولنې ديوه فرد او يا ډلې له لوري غدر او خيانت دئ ، چې قابل د زغم او منلو نه دي او عاملين يې بايد  په قاطع توګه تعقيب او په اشد مجازات محکوم شي.

دټولنې حياتي ، وجودي او اساسي ارزښتونه سرې کرښې ډي ، چې ترې تېرېدل دټولنې هېڅ فرد او ډلې ته په هېڅ دليل ،بهانه  او منطق جواز نه لري او حرام دي ، ځکه دټولنې د منل شويو ارزښتونو خلاف کړنې  دټولنې   سلامتيا او وجودي ماهيت ته خطر لري.

لاکن د ټولنې په داخل کې  او د حياتي -اساسي ارزښتونو د تقدس فوقيت، اولویت  او اعتبار تر چتر  لاندې ژوند کول هم په سياسي ، اقتصادي ، کلتوري ، اجتماعي ، حقوقي او معاشرتي تعاملاتو ،فردي او ګروپي منافعو ، سليقو ، تمايلاتو او نظرياتو صورت نيسي او هر فرد او يا ډله يې د خپلو ځانګړيو فردي او يا ډله ايزو فکرونو او نظرياتو لرونکي او دهغی دتعميل په لټه کې دي .

په ټولنه کی يوازې د يوه فرد او يا ډلې  فکر ، ذوق او ميل نه دئ ، چې د هغې برابر دخپلې خوښې عمل او عکس العمل ولري  ، بلکې په ټولنه کی د شاملو افرادو او ګروپونو  دشمېر په اندازه  ځانګړي او متنوع  فکرونه را ټول شوي دي چې  د يو او بل دفردي او ګروپي فکر او غوښتنو د حاصلولو د پاره خڼډونه جوړوي.

انساني ټولنه چې ددې مختلفو افرادو نه تشکيل شوې  ده، ددې ظرفيت او قدرت نه لري ، چې دهر فرد او ډلې د فردي فکر او ذوق مطابق اجراات وکړي تر څو  د هر فرد  فردي او ډله ايز فکر او ذوق سل په سلو کې منعکس او عملي کړي او فردي او يا ډله ايز رضائيت ئې تاءمين کړي.

همدا د ټولنې د غړيو د فکرونو ، ذوقونو ، احساساتو او عواطفو توپير او تنوع   ټولنه د لوی مشکل سره  چې دټولنې د افرادو  د فکرونو توپير ، تصادم او ټکر دئ مخامخ کړې چې که د حل لاره يې پيدا نه‌کړي  ،  دټولنې ثبات او ارامي به له منځه ولاړ شي،  داخلي جنګ به جاري   او ټولنه به د پاشلو حتا نابودۍ  دخطر او ګواښ  سره مخامخ شي.

نو په ټولنه کې  د فکرونو د ټکر او دهغی په بنياد د فزيکي شخړو او جنګ د مخنيوي او د ټولنې د سالميت دپاره دا سوال را پيدا کيږي ، چې څه شان رويه او پروسيجر  بايد صورت ونيسي ترڅو ددې فکرونو تفاوت او  ټکر په فزيکي شخړو بدل نه شي او  دا مختلف افکار داسې کنترول او مهارکړل شي چې  د ټولنې د نا ارامۍ او بربادۍ په عوض د ټولنې او شاملو افرادو   بقا ،رفاه او سلامتيا په کې ميسره شي.

همدا د فکر ، ميل او ګټې په اساس د افرادو ترمنځ ټکر ، تصادم او تعامل چې دزور او اسلحې استعمال په کی نه وي د سياست زېږېدنه او شروع ده  ، چې وروسته د افرادو ځای ډلو ،ګوندونو او سازمانونو ونيولو او قومي ،  ملي، منطقه اي  او بين المللی ساحه يې تر پوښښ لاندې راوستل.

دټولنې د افرادو او يا د افرادو د فکرونو دنږدي والي په اساس د جوړو شويو  ګروپونو ،ډلو او ګوندونو د فکري تنوع او توپير په اساس د را  پيدا شوې ستونزې د حل او ددې سوال چې څه بايد وشي د ځواب د پاره  درې افشنونه او لارې دي :

۱- د زور او فشار. له لارې ديوه فرد يا ډلې  فکر او ميل په نورو منل

۲- يو فرد يا ډله د خپل فکر ،ميل او غوښتنو نه تېرېدل او کاملاا منصرف کېدل

۳- دنورو فکرونو والاوو سره د خبرو ، بحثونو او تفاهم له لارې  کمپرومايز يا جوړجاړی کول

۱- اوس که هر فرد او يا ډله  د خپل فکر او ميل په پياده کولو تاکيد وکړي او نور يې نه مني  ، نو جبراا بايد د زور نه کار واخلي او په زور په نورو د منلو او ياد نورو  فکرونو والاوو د محو کولو لاره به نيسي ، چې نتيجه يې ابدي جنګ ته تر هغه دوام ورکول دي  تر څو نورټول افراد او يا ډلې په فکري اويا فزيکي لحاظ  محو او يوازې يو فرد يا ډله  او فکر يې پاته شي او په يوازيتوب کې دخپل فکر او ميل سره مطابق  ژوند وکړي، خو انسان او ټولنه نه د ابدي جنګ حوصله لري او نه د يوازيتوب او  انزوا په حالت کی د ژوند کولو بنأ دا افشن نه عقلاني دی نه عملي.

۲- انسان او يا ډله يې  د خپل فکره ، ذوقه او خواهشه  تېرېدل او ځان دنور و په اختيار کې ور کول هم  د ده د  فطرت  ،خلقت او خدای (ج) د ورکړې ازادۍ او عقلاني جوهر سره په تضاد کې دي او هېڅکله  به په خپله خوښه او رضايت د خپل دې جوهر نه منصرف نه شي.

ځکه د انسان مقام منزلت او امتياز د نورو ژويو سره په مقايسه د همدې فکري ازادۍ چې د انساني عقل زيږنده ده په لرلو،تصميم نيولو او پرېکړې کولو  سره تثبيت دي او د اشرف المخلوقات درجه دهمدې کيفيت دلرلو له کبله ورته ورکړل شوې ده.

که دانسان تاريخ ته هم ژور نظر وکړو ټول تلاش او مبارزه ئې د همدې   ازادۍ او خود اراديت د دفاع ، احيا او پياده کولو د پاره حتا د ځان په قربانولو کړې ده. بنأد افشن هم نفی او  مردود دی او انسان فطرتا د خپلې ازادۍ نه تېرېدلو او دبل تر امر لاندې ژوند کولو ته تمايل او شوق نه لري.

۳- نو يوازينی افشن  ، نسخه او تګلاره  چې د مختلفو فکرونو او ذوقونو باوجود په ټولنه کې دشريک ژوند کولو چانس لري او دهغی په عملي کولو هم فرد او جامعه دزوال نه نجات پيداکوي ، هغه په ټولنه کې  د مختلفو فکرونو والاوو تر منځ د مذاکرې او تفاهم له لارې کمپرومايز  يا جوړ جاړی دی.

کمپرومايز د يوې ستونزې او پرابلم چې د دوو يا زياتو ډلو د دريځونو ، غوښتنو او هدفونو دتوپير له وجهې منځته راځي   حل کولو ته ويل کيږي .

د  دوو يا زياتو متقابلو افرادو اويا ډلو په منځ کې د کمپرومايز له پاره مهم شرط دهغوی د پخواني دريځ ، غوښتنو او فکرونو نه په نسبي ډول د نرمښت  او انعطاف په ښودلو تېرېدل دي ،   د ټولنې د سالميت او سوله ايز ژوند د پاره او  په سياسي دنيا کې کمپرومايز کول  يو مثبت عمل او تدبير ګڼل کيږي .

په جوړجاړي کې د زور ، تاوتريخوالي، اسلحو د استعمال  او يو دبل د محو کولو په ځای خبرې ، منطق ، د خپلو سل په سلو  خواهشونواو غوښتنو نه صرفنطر کول ، د مقابل لوري نظر ،دريځ ، دلايل او خواهشات په نظر کې نيول ،زغم او توليرانس لرل  او په  تفاهم سره داسې توافق ته ځان رسول دي  چې د دواړو اويا څو لوريو فکري او نظرياتي  ګټې په کې انعکاس پيدا کړي او په د جوړجاړی سره  دټولنې  بقا او سلامتی  تضمين شي.

ځکه د ټولنې جوړښت او سلامتي ونه ساتل شي افراد  او ډلې به هم د نابودۍ سره مخامخ کيږي .

کمپرومايز د څه ورکولو او څه حاصلولو  معامله ده د دوو يا څو لوريو ترمنځ چې شامل لوري بايد دې معاملې ته تيار وي.

ددې د پاره چې معامله د تعادل نه خارجه نه شي ، بهتره او عاقلانه به داوی چې په شروع کې ئې د لانجې د ښکېلو لوريو په وسيله  اعظمي او اقلي  غوښتنې مطرح نه شي ، بلکې په هره  ټوټه او برخه يې بحث او توافق حاصل  شي .

کمپرومايز يا جوړ جاړی هغه وخت ښه بلل کيږي چې :

— هېڅ لوری په کې خپل پرستيژ او ابرو له لاسه ورنه کړي.

—  شامل لوري د کمپرومايز نه د ګټونکی احساس پيدا کړي ، نه د بايلوونکي.

— شامل لوري خپله ازادي له لاسه ور نه کړي او په کمپرومايز کې يو ګټور هدف نغښتی وي.

د انساني ژوند په تکامل سره  ټولنې د واړه ټولنيز واحد  (کورني او کليوالي)  نه د قبيلې او ملت لويې  دایرې ته ارتقا وکړه او د ټولنې د افرادو فردي افکار يو بل ته  د نږديوالی له کبله په لويو ګروپونو ، سازمانونو او ګوندونو کې کانالیزه او منظم شول.

په ټولنه کې مختلفې ډلې دفرد په ځای د مختلفو فکرونو دډلو  سره د  رقابت او سيالۍ ډګر ته د خپلو فکرونو او نظرياتو د پياده کولو د پاره را پيدا شولې.

د فردي فکر ، ميل او خواهش د پياده کولو وظيفه  دټولنې په داخل او د ټولنې د حياتي او عليا اساسي ارزښتونو تر چتر لاندې  د هغوی نه تشکيل شويو  سياسي اجتماعي سازمانونو او ډلو ونيوله.

د فکرونو او نظرونو  اختلاف او دهغی په بنياد د ستونزې پيدا کېدل د ټولنې  په سياسي – اجتماعي – اقتصادي – اداري او مديريتي ساحه کې يو انکار ناپذيره حقيقت دئ ، چې وجود يې لرلو ، موجوده ده او په راتلونکو کې به هم وجود ولري  ، چې ددې ستونزې مدبرانه ،عاقلانه او سوله ايز حل  يوازې په کمپرومايز يا جوړجاړی  کې دی.

که پخوا وخت به د کمپرومايز لوري افراد وو ،اوس ډلې ، سازمانونه او ګوندونه او مختلف فکرونه يې  د اختلافي ستونزو د حل  او دټولنې د سلامتيا دپاره د کمپرومايز لوري دي.

کمپرومايز يوه سياسي نسخه ده او په هغه ټولنو کې موثره ، مفيده او ضروري ده چې سياست ، اداره او مديريت يې په سياسي ظوابطو او اصولو مخته ځي او ټولنه يې د هر ډول استبداد او ديکتاتورۍ نه فارغه وي.

د ټولنې افراد ،ډلې او سازمانونه ئې د استبداد او ديکتاتورۍ د طريقو له لارې په زور د سياسي -ټولنيزو – کلتوري ،اقتصادي او امنيتي ستونزو حل کول رد او منفور وګڼي او دخبرو ، بحثونو ، استدلالونو په وړاندې کولو د تفاهم له لارې په  جوړجاړي او توافق حاصلولو باوري وي.

اميد دئ چې زموږ په غمځپلي هېواد کې د زور ، جنګ ، تهديد ، تجرید ، ترور او توطئو په ځای د خبرو ، مذاکرو ، زغم ، تفاهم او جوړجاړي کلتور (ژونددود) رواج پيدا کړي او د کمپرومايز په بنا خپلې ستونزې حل کړي .

والسلام

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close