شعـــــرونه

موږ لکه څرک د سپین سبا یو او مزل لنډوو/ تائب

قاري توريالی تائب

روان پــه لـورې د اشـنا یـو او مزل لنډو
ولاړ پـه خپل عـهد، وفـا یو او مزل لنډو

موږ خو د اوښکو پر ګامونو لارې ستړې کړلې
خیر که په چـغو واویلا یو او مزل لنډو

که د تیارو سالاران ګام پر ګام تیارې خپروي
موږ لکه څرک د سپین سبا یو او مزل لنډو

لکه پتنګ اور ته وردانګو، پّه لمبو کې درومو
مئین پـه ګل لکه بـورا یو او مزل لنډو

د هجر شپې مو تیرې کړې د وصال په تمه
د زولنـو ســـره اشـنا یـو او مزل لنډو

لکه خلیل د سرو لمبو پروا دې هم نه لرو
موږ په ملت د هغه چا یو او مزل لنډو

تآئبه مونږ له شهادت سره بیعت کړیده
د دار په سر کې هم هوسا یو او مزل لنډو

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close