ورزش

د میسي په اند.. دا د فوټبال راتلونکي ستوري دي!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د فوټبال په تاریخ کې په تېرو دوه لسیزو کې دوه مشهور ستوري کریستیانو رونالډو او لیونل میسي د فوټبال وروستي حد ته ورسېدل او هر ریکارډ یې په خپل نوم کړ، په دې اړه خبرې پېل شوي چې څوک به په دې لړ کې ددوی پر نقش قدم لاړ شي.

رونالډو چې اوسمهال ۳۵ کلن او میسي ۳۲ کلن دی، د فوټبال لوی بریالي لوبغاړي دي، خو ددوی له تللو وروسته به نور داسې لوبغاړي راڅرګندیږي چې ددوی ځای ناستي شي، او دا د ژوند دستور دی چې د خپل وخت غوره ستوري به فنا او نور به راڅرګندیږي تر څو د مینوالو مینه خړوب کړي.

په دې لړ کې د برسلونا لوبډلې مشر ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي «۱۵» هغه لوبغاړي په ګوته کړي چې په راتلونکي کې به د فوټبال لوی ستوري وي:

انګلستانی «ټرینټ الیکسنډر ارنلډ»، نوموړی اوسمهال ۲۱ کلن دی او د لیورپول لوبډلې د دفاعي خط لوبغاړی دی.

امریکانی «کریسټیان پولیسیچ»، چې اوسمهال ۲۱ کلن دی او د چیلسي لوبډلې حمله کونکی لوبغاړی دی.

انګلستانی «مایسون ماونټ»، چې اوسمهال ۲۱ کلن دی او د چیلسي لوبډلې د منځني خط لوبغاړی دی.

انګلستانی «فیل فودین» چې ۲۰ کلن دی او د مانچسټر سیټي لوبډلې منځنی لوبغاړی دی.

انګلستانی «جوډن سانچو» چې ۲۰ کلن دی او د بروسیا دورتمند لوبډلې حمله کونکی لوبغاړی دی. د نوموړي بریالیتوب ددې لامل شوي چې هره لوبډله یې د رانېولو فکر کوي، په دې لړ کې مانچسټر یونیټډ نږدې ده د نوموړي سره تړون ترسره کړي.

صربیان «لوکا یوفیچ» چې ۲۲ کلن دی او اوسمهال په ریال مدرید لوبډله کې د حمله کونکي لوبغاړي په حیث لوبیږي. هغه تېر کال ریال مدرید په لوړ قیمت واخیست خو اوس یې د بېرته پلورلو پلان لري.

جرمنی «کای هاورتز» چې ۲۰ کلن دی او د لیورکوزن لوبډلې حمله کونکی لوبغاړی دی. د برسلونا په ګډون یو شمېر نورې لوبډلې غواړي هغه په ښه بیه وپیري.

برازیلی «اډیر میلیتاو» چې ۲۲ کلن دی او د ریال مدرید لوبډلې دفاعي لوبغاړی دی.

فرانسوی «عثمان دیمبیلی» چې ۲۳ کلن دی او اوسمهال په برسلونا لوبډله کې د حمله کونکي خط لوبغاړی دی. هغه د تمې خلاف ولوبېد او د زیاتو ژوبلېدو له کبله په دغه لوبډله کې خپل مقام له لاسه ورکړی دی.

فرانسوی «حسام عوار» چې ۲۱ کلن دی او د لیوان لوبډلې د منځني خط لوبغاړی دی.

هالندی «فرانکي ديانګ» چې ۲۳ کلن دی او د برسلونا لوبډلې د منځني خط لوبغاړی دی.

پرتګالی «جاو فیلیکس» چې ۲۰ کلن دی او په اتلاتیک مدرید لوبډله کې په حمله کونکي خط کې لوبیږي.

فرانسوی «کیلیان امپابی» چې ۲۱ کلن دی او د پاریس سان جرما لوبډلې د حمله کوونکي خط لوبغاړی دی. د ریال مدرید په ګډون یې ځینې نورې لوبډلې غواړي خو هغه د اوسمهال لپاره په خپله لوبډله کې پاتې کیږي.

جرمنی «جوشوا کیمیچیچ» چې ۲۵ کلن دی او د بایرن میونیخ لوبډلې سره په دفاعي خط کې لوبیږي.

فرانسوی «بنجامین پاوارد» چې ۲۴ کلن دی او د بایرن میونیخ لوبډلې د دفاعي خط لوبغاړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close