افغانستان

ملي امنیت شورا: د ستونزو سربیره به اختریز اوربند دوام پیدا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل) د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د اختر په ورځو کې پيل شوی اوربند به د ستونزو او مشکلاتو باوجود دوام پیدا کوي.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کړي:‎، په هېواد کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښو رامنځ کېدو سربیره به د اختر په مناسبت پیل شوی اوربند دوام پیدا کوي.

فیصل زیاتوي، اوربند یو پیچلی علمیاتي ګام دی، چې د دارنګه پېښو د مخنیوي په خاطر د پام وړ او دوامداره همغږۍ ته ضرورت دی. دا هڅې دوام ولري.

فیصل: د ستونزو سربیره به اختریز اوربند دوام پیدا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل) د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د اختر په ورځو کې پيل شوی اوربند به د ستونزو او مشکلاتو باوجود دوام پیدا کوي.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کړي:‎، په هېواد کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښو رامنځ کېدو سربیره به د اختر په مناسبت پیل شوی اوربند دوام پیدا کوي.

فیصل زیاتوي، اوربند یو پیچلی علمیاتي ګام دی، چې د دارنګه پېښو د مخنیوي په خاطر د پام وړ او دوامداره همغږۍ ته ضرورت دی. دا هڅې دوام ولري.

که څه هم د طالبانو لخوا د اعلان شوي اختریز اوربند موده د کمکي اختر په درېیمه شپه ۱۲ بجې پای ته رسیدلی؛ خو باخبره سرچینې وايي، چې اوس هم دواړه لوري یو د بل پر ضد په عملیاتو کې احتیاط کوي.

د اوربند په ورځو کې دولتي عسکرو د کمکي اختر په لومړۍ، دوهمې او درېیمو ورځو کې هم په ننګرهار، لغمان، غزني، غور او یو شمېر نورو سیمو کې د خلکو په کورونو د ډیسي توپونو او هاوانونو بریدونه ترسره کړي دي.

ددې ترڅنګ د کمکي اختر په څلورمه او پنځه ورځ خو بیا آن په ځینو سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا د توپچي ډزو ترڅنګ هوايي بریدونه هم ترسره شوي، چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د طالبانو له لوري هم د رسمي اوربند ۳ ورځو وروسته په پروان، کندز، فراه او پکتیا کې د بریدونو خبرونه ورکول شوي او ویل کیږي چې دواړو لوریو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

په ورته مهال د طالبانو د بندیانو کمیسیون یو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی تیره ورځ کابل ته رسیدلی او هلته یې له حکومتي تخنیکي پلاوي سره د طالب بندیانو د خلاصون پروسه کې لیدنې کتنې پيل کړي دي.

کابل ته د طالبانو د تخنیکي پلاوي له سفر سره همهاله طالبانو تیره ورځ په بغلان او کندوز ولایتونو کې ۸۰ تنه دولتي بندیان آزاد کړي او هر آزاد شوي بندي ته یې اختریزې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ سفریه هم ورکړې ده.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې تراوسه ۲۰۰۰ شاوخوا طالب او ۴۰۰ شاوخوا حکومتي بندیان تبادله شوي دي. د توافقنامې پر اساس طالبان د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي چې پر اساس به یې بیا بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close