افغانستان

فراه کې د ملي امنیت یو قومندان له ګڼ شمېر وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولى، ۱۳۹۹ل) د فراه ولایت په مرکز کې وسله وال طالبان وايي، د قومندان ښادي جان په مشرۍ د ملي امنیت ۳ تنه کارمندان له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

نن د جمعې په ورځ (غبرګولي ۹مه )د طالبانو په رسمي ویب پاڼه «الاماره» د خپاره شوي خبر په اساس د ملي امنیت تسلیم شوو کارمندانو له ځانونو سره یو عراده فیلډر موټر، یو عراده موټر سایکل، ۱۴ میله وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم طالبانو ته سپالي دي.

طالبانو د ملي امنیت د تسلیم شوو کارمندانو په هکله داسې لیکلي: «نن سهاروختي دفراه ولایت له مرکز څخه دګوډاګۍ ادارې دجاسوسي شبکې ۳ تنه کارمندان (هریوقومندان ښادي جان دفقیرملهم زوی ، تورجان دګل احمدزوی ، خوانین دفقیرملهم زوی ددهیک کلي اوسیدونکي ) دحقایقوپه درک کولواودجلب اوجذب کمېسیون دمسؤولینو په هلو ځلو سره داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شول.»
د فراه ولایت په مرکز کې د ملي امنیت کارمندان له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره په داسې مهال طالبانو ته تسلیمیږي، چې درې اونۍ مخکې د فراه ولایت پخوانی  امنیه قومندان او د اوسني مرستیال والي پلار تورن جنرال عبدالجلیل بختور هم له خپلو ملګرو او شاوخوا ۳۰۰ میله وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی ؤ.

ددې ترڅنګ د ولسي جرګې پخواني لومړي مرستیال همایون همایون هم د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ د واک ویشلو په اعتراض له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی ؤ.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې نه وروسته له دولتي لیکو څخه طالبانو ته د تسلیمېدونکو عسکرو او چارواکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، چې تیره میاشت هم د طالبانو د «دعوت او ارشاد کمیسیون» د راپور له مخکې ۱۳۰۰ تنه دولتي عسکر، پولیس او مامورین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx