افغانستان

معصوم ستانکزی هند ته ولېږدول شو

د ېوې باوري سرچينې د راپور له مخي معصوم ستانکزی د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه چې په کابل کې يې ډاکټران له درملنې ناتوانه شول، هند ته ولېږدول شو. ويل کېږي د نوموړي د غاړې او د ملا د تير دوه دوه مهرې د انفجار د شديدې ضربې له امله بې ځايه شوې او وتلې دي، له همدې امله يې دواړه پښې کار نه کوي. دغه سرچینه زیاتوي، چې د ښاغلي ستانکزي روغتیايي وضع ښه نه ده.
معصوم ستانکزی له ټپي کېدو سره سم په کابل کې د ملي امنیت روغتون کې بستري وو، مګر ډاکټرانو ورته بهر ته د لېږلې توصیه کړې وه.
معصوم ستانکزی د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس دی، چې د ولسمشر کرزي له نژدې کسانو څخه ګڼل کېږي. د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د فرانسې سفير او د امريکا او نورو بهرنيو هيوادونو استخباراتي چارواکي هم د ده د حال پوښتلو ته ورغلي وو.
کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د سولې عالي شورا رئیس، برهان الدین رباني ووژل شو، جمعیت ګوند او په ټوله کې شمال ټلوالې ستانکزی په دې قتل کې ګرم باله. د ټاکنو د بهیر پر مهال چې کله پر عبدالله عبدالله برید وشو، بیا ستانکزی او جمعه خان همدرد په نښه شول، د شنونکو په اند د دواړو ټیمونو د غړو ترمنځ د ژور اختلاف ښکارندويي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x