افغانستان

پکتیا کې ۱۶ سرحدي پولیس او طالبان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته کې ۱۶ سرحدي پولیس او طالبان وژل شوي دي.

ددفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن د جمعې په ورځ رسنیو ته ویلي، «له اوربند څخه د سرغړونې په لړ کې طالبانو تیره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په پوستې برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.»

نوموړی زیاتوي، په ځوابي برید کې یې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو د دقیقې شمېر په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.

بل لورته طالبان بیا ددغې نښتې پړه په حکومتي لوري اچوي، چې په خبره یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې د منګولو خښولو په غرض نوې پوستې جوړې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي لنډ تیلیفوني پیغام کې داسې ویلي: « تیره شپه د پکتیاډنډي پټان ولسوالۍ مقبلو تنګي کې دمزدور دښمن په نویو اچول شوو پوستو دفاعي حمله وشوه،۲ پوستې ویجاړې،۱۴ عسکر قتل، یو تن ژوندی نیول شوی، وسله اومهمات یې راوړل شوي.»

نوموړي په دغه جګړه کې د خپلو ۲ ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ حکومتي لوری له دې امله پړ بللی چې د طالبانو سیمو کې د خپلې ولکې غځولو هڅه کوي: «دښمن په دې وروستیو کې پرلپسې هڅه کوي دمجاهدینو سیمو ته خپله سلطه وغزوي.»

په پکتیا ولایت کې د طالبانو او دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې راپور په داسې مهال ورکول کیږي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (جمعه، غبرګولي ۹مه) د امنیتي پېښو سربیره د اختریز اوربند د دوام ترڅنګ وویل، چې د اوربند په وړاندې د شته خنډونو لرې کولو لپاره ګډې همغږۍ او هڅو ته دوام ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close