افغانستان

د حزب اسلامي اړوند ۴۲۵ بندیان له بګرام او څرخي پله زندانونو څخه آزادیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، نن د جمعې په ورځ یې له بګرام زندان څخه د حزب اسلامي اړوند ۱۲۶ زندانیان آزاد کړي او ټاکل شوې ده، چې ددې ډلې یو شمېر نور زندانیان هم د نن ورځې په اوږدو کې آزاد کړل شي.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني نن د جمعې په ورځ(غبرګولي ۹مه) رسنیو ته ویلي، د حزب اسلامي ډلې اړوند نور بندیان به د څرخي پله زندان څخه خوشې شي؛ خو داچې نور څومره شمېر بندیان خوشې کیږي، په اړه یې رسنیو ته څه ویلي نه دي.

په ورته مهال د حزب اسلامي ګوند یو شمېر سرچینو رسنیو ته په خبرو کې له بګرام زندان څخه د خپلو ۱۲۶ زندانیانو د خلاصون د تایید ترڅنګ ویلي، چې ټاکل شوې ده، په ټولیزه توګه ددوی  اړوند ۴۲۵ زندانیان په کابل او پروان کې له حکومتي بند خونو څخه آزاد شي.

حزب  اسلامي له حکومت سره په ۱۳۹۵ کال کې د سولې یو تړون لاسلیک کړ، د کومې له مخې چې به د حزب اسلامي ټول زندانیان له حکومتي بند خونو څخه آزادېدل؛ خو د څلورو کلونو په تیرېدو او حزب اسلامي له بیا بیا ګیلو او شکایتونو سربیره لاهم یاد ګوند ادعا کوي چې حکومت ورسره په کړي تړون عمل نه دی کړی او ددوی ملګري یې په زندانونو کې ساتلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

نظم نوین جهانی ( دجالی استعمار ) د هر شیطانی کړنو د پاره ډیر دمخه پلاونه جوړوی. د ربانی او ګلبدین د تر لاسه کولو د پاره یی سیاف له اوله د جوانان مسلمان تر منځ مشهور کړی وو په څنک کی یی مجددی او افندی ته سکولرګوندونه پشاور کی جوړ او هر اړخیزی مالی او نظامی مرستی یی ورسره کولی ، له امله یی نوی مهاجر به ټول هغو ګوندو کی جذبیدل، ربانی او ګلبدین وډاریدلو چه ټول مهاجرین به له لاسه ورکړی ، خوابدی وو سیاف شیطان ورسره غوږونه نزدی کړل ورته ویی ویل چه زه به د… نور لوستل »

جمیل

د دین او د هیواد په ننګ د بندیانو د خلاصون آزادی دی مبارک وی .
د شلیدلی حذب اسلامی!؟ مشران او په تیره بیا د دوی مشر امیر به د غلامانو له درباره په کومو سترګو و دوی ته ګوری ؟ مړ سترګی سترګی نلری .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close