د واحد فقیري سیاسي نوټونه

له افغانستانه راوتل هم ښه سیاست دی او هم ښه پالیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۹ل):امریکايي محقق، ویلیم راجیر په (نشینل انټریسټ) کي د مې پر ۲۸ مه لیکي: امریکا په افغانستان کي خپل هدف تر لاسه کړ، نو لهذا اوس باید راووځو. 

لیکوال وايي د طالبانو د اختر درې ورځنی اوربند او په کابل کي د اشرف غني او عبدالله موافقه د امریکا د راتلو لپاره لاره هواره کړه. لهذا، د ټرمپ دا فیصله درسته ده چي له افغانستانه امریکايي عسکر چټک راوباسي. ځکه د امریکا ملي منافع د یو عبث جنګ په دوام کي ندي نغښتي. 

په افغانستان کي زموږ ملي ګټي دا ایجابوي چي بیا هلته ترورسټان اډې جوړوي نه کړي. له نیکه مرغه د دې کار د کولو لپاره موږ هلته د زیاتو عسکرو دېره کولو ته ضرورت نه لرو. موږ کولای سو چي هر وخت د هغوی اډې له لیري ځایه په نښه کړو. 

موږ باید په افغانستان کي هیڅ امریکايي عسکر پرې نه ږدو. ځکه د عسکرو پرېښودل تلفات رامنیځته کوي، او زموږ ماموریت را اوږدوي. دغه راز، موږ باید د افغانانو روغي جوړي ته هم پاته نه سو. 

ټرمپ باید د هغو خلګو مشورې رد کړي چي وايي موږ باید په افغانستان کي پاته سو، ځکه د هغوی  مشورې مدام غلطي ثابتوي سوي دي. ټرمپ باید دغه راز د کابل پر فاسد حکومت باندي امریکايي مرستي بندي کړي. 

په همدې لړ کي اغلې بوني کریستین، په (بزنس ینسایډر) کي د مې پر ۲۸ لیکي که چیري ټرمپ له افغانستانه د راوتلو په اړه جدي دی، باید همدااوس سمدستي راووځي. 

اغلې بوني لیکي د جولای پر ۱۵ به امریکا په افغانستان کي پنځه نظامي اډې تخلیه کړي، او د قطر له موافقې سره سم به ګرده امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ په مې کي راووځي. د امریکا د دفاع وزارت وايي هر څه د تقسیم اوقات سره سم روان دي. 

لیکواله ادامه ورکوي او لیکي د افغان جنګ به زموږ لپاره تر هغه وخته پوري ختم نه سي، تر څو موږ ترې راوتلي نه یو. 

اغلې بوني وايي که د غني-عبدالله موافقه دوامدار سي او کنه؛ که د طالبانو سره موافقه ترلاسه سي او کنه؛ په افغانستان پاته کېدل نه د امریکا ګټي تامینوي، او نه هم افغانستان سولي ته نژدې کوي. نو لهذا،‌ موږ باید د بل کال تر دوبي پوري هلته پاته نه سو، بلکي موږ باید خپل عسکر فعلا راوباسو. 

ښاغلی ډېنیل ډيپیتریس په (واشنګټن ایګزامنیر) کي د مې پر ۲۸ لیکي له افغانستانه د ټرمپ د راوتلو فیصله هم ښه سیاست دی او هم ښه پالیسي.

لیکوال وايي جمهورریس ټرمپ لکه نور امریکایان د افغان له جنګه ستړی او ستومانه دی. دغه راز ټرمپ لکه نور امریکایان پدې پوهېږي چي د افغان په عبث جنګ کي پاته کېدل زموږ په ګټه نه دي.

بلخوا، ټرمپ د انتخاباتو غم اخیستی دی. د هغه د بیا انتخابېدو لپاره له افغانستانه راوتل ډېر ګټور دي. ځکه له افغانستانه راوتل د اوسني او متقاعدو عسکرو په مینځ کي زیات محبوبیت لري. 

ډېنیل وايي په افغانستان کي زموږ ماموریت هیڅکله د یو دیموکراتیک افغانستان د جوړولو لپاره نه وو. بلکي زموږ هدف د القاعدې ختمول او د طالبان مجازاتول ول. موږ خپل همدا هدف په ۲۰۰۲ کي ترلاسه کړ. خو واشنګټن د دې پر ځای چي راووځي، د دیموکراتیک افغانستان د جوړولو په لټه کي سو. 

لیکوال په پای کي وايي ځیني امریکايي مبصرین به ټرمپ ته خبرداری ورکړي چي که له افغانستانه راووځي، قیامت به جوړ سي. خو تاریخ دا مبصرین او په اصطلاح کارپوهان مدام غلط ثابت کړيدي. له افغانستانه راوتل به نه یوازي د کلونو کلونو غلطه پالیسي اصلاح کړي، بلکي د زیاتو امریکايي رایه ورکونکو رضایت به هم حاصل کاندي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Learn it from Afghans After a huge defeat and shame , yes it is a good policy to run away. The determination and success of the barefoot Taliban has even waken up the Middle East, Eastern Asia and even Europe ‘the best friend’ to fight for sovereignty and move out of the locked chain of the USA. It is the same as it was happening to the USSR. The hate against the US is growing rapidly all around the world now. Also, shame and defeat is coming from each angle. It will take at least a century for the US… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

لمړی : دا خپره چه [[ امریکا خپل هدف تر لاسه کړو وخت رارسدیلی چه ووځی ]] د امریکا هدف په افغانستان کی د الهی نظام مخنیوی او به ځآی یی دحالی ( دموکراتیک یا سکولریسنت ) چه عربی کی ورته جمهوریت وایی حاکمول وو . د همدغه هدف د پاره یی په تریلنو ډالر خرڅ او په زرونو امریکایان او اروپایان ووژل شول . نه یی الهی نظام مخه ونیولی شوه او نه یی دموکراتیک دجالی نظام پلی کړی شو د کابل اداره هغه هوایی ودانی ده چه د امریکایانو په اوږو سپره ، هره ثانیه چه امریکا اوږی… نور لوستل »

جمیل

دوی چی هرڅه وایی وایی دی خو مونږ افغانان پدی ښه پوهیږو چی وحشی امریکا او ملګرو لیوانو یی د طالبانو په ځپلو او ورکیدو کی پوره زور ووهه خو وس یی ونه رسیدی .
د الله تعالی د حذب په مقابل کی به د شیطان حذب تل نامراده او ناکامه وی ان شاءالله .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close