شعـــــرونه

شاعر ته/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

چې شاعر د خيل او خیال غزلې وايي
د هرچا پر روڼ جمال غزلې وايي

ازادۍ ته هم ډالۍ کې يو څو کرښې
ورته هم په زرغون شال غزلې وايي

ټول حالات سره راغونډ په يو انځور کې
د زخمي زړونو په حال غزلې وايي

د رنځور زړۀ ترجمان پخپله جوړ شي
په عجيب کيف د کمال غزلې وايي

چې سپرلی شي بوراګانې کډې راوړي
و هر ګل ته د وصال غزلې وايې

تل محمد مهاجر د زړۀ له کومږ
ستا د څڼو په هر ټال غزلې وايي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close