افغانستان

د قران کریم په «ننګ» بندي غازي عبدالصبور هم آزاد شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د قران کریم په «ننګ» بندي غازي عبدالصبور سالنګي چې اته کاله وړاندې یې د قران کریم ددفاع په خاطر دوه امریکايي سلاکاران د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې وژلي وو، وړمه ورځ د څرخي پله له زندانه آزاد شوی دی.

د غازي عبدالصبور سالنګي کورنۍ او هغه ته نیږدې کسانو د نوموړي آزاديدل تأیید کړې او هغه یې د خپل او ټول هېواد لپاره «ویاړ» بللی دی.

غازي عبدالصبور سالنګي اته کاله مخکې(۲۰۱۲م) د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون د مدیریت عضو ؤ، نوموړي وروسته له هغه د دغه وزارت په داخل کې په امریکايي پوځي سلاکارانو مخامخ ډزې وکړې او ۲ تنه یې ورڅخه ووژل، کله چې امریکايي پوځیانو د بګرام په زندان کې د بې دفاع بندیانو په وړاندې د قران کریم توهین وکړ او هغه ته اور واچولو.

نوموړی غازي که څه هم د پېښې پرمهال په تېښته بریالی شوی ؤ؛ خو څلور کاله وروسته (اپریل/۲۰۱۶م)د کورنیو چارو وزارت او کشفي ارګانونو د پرلپسې هڅو پایله کې د بامیانو ولایت یکاولنګ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونیول شو.

د امریکايي پوځي سلاکارانو قاتل غازي عبدالصبور سالنګي د نیولو پرمهال په خپلو کړنو اعتراف کولو ترڅنګ ویلي ؤ، چې د امریکايي پوځیانو لخوا د قران کریم بې حرمتي سخت کړولی ؤ، ځکه یې په هغوی برید وکړ او له خپل کاره پښېمانه، نه دی، بلکې په خبره یې حتی که د سر په بیه ورته تمامیږي، هم په دغه کار ویاړي.

که څه هم په هغه وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي غازي عبدالصبور یو خطرناک«مجرم» بللی ؤ، چې په خبره یې د افغانستان د نافذه قوانینو او بین المللي دوستانو سره دخیانت په تور به محاکمه کیږي؛ خو د څلورو کلونو بند تیرولو وروسته نوموړی غازي له ټولو قانوني اجراءاتو ور هاخوا د سولې توافقنامې له مخې آزاد شو.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې په لړ کې ټاکل شوې ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل دمخه ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ حکومتي بندیان د دواړو لورو ترمنځ تبادله شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

وه، زړه ټکورونکی او خوندور خبر ، د نر کار يې کړی وو او دادی نر غوندي راخوشي هم سو. دا او د قرآن، اسلام، هيواد او مظلومو خلکو نور مدافع غازيان بايد په اعزازي لقبونو، مډالونو، معاشونو، د دولت له ځمکو څخه په يوه اندازه ځمکه ورکولو تقدير سي. له نن ټکي اسيا څخه مننه چي دغه ښه خبر يې خپور کړی دی. په راتلونکې کي هم بايد د دغسي اتلانو د پېژندلو لپاره د هغو سره مرکې او نور راپورونه خپاره کړي. الهي شکر !

Adam Khan

Sallungi is a true GHAZI and he should be given this title officially by the AMEER UL MOAMENEEN and these GHAZIES should be honored annually on the day when Afghans celebrate their freedom, their freedom, their freedom, freedom, freedom , freedom, freedom, freedom
 
 
A DREAM THAT SEEMS REALITY NOW INSHALLAH, BECAUSE OF THESE SHAHEEDS AND GHAZIES
 
  
TORRI WAHA BARAI BA MOMI, KA BARAI NA WE GHAZIAN TAL PA TORRO MREENA
 
 
 
 
 
 

غ. حضرت

هیله ده دا مۇمن او عزتمن ځوان له خپلو غیرتی کړنو څخه پښیمانی نه وی څرګنده کړې یا نکړی څرګنده.

همت خان

له طالبانو سره بندی افغان عسکرو ته د شرم او پوزې پریکیدو خبره ده چې دوی د امریکایانو د چوپړ او ستانې په جرم بندیان دي، او غازی عبدالصبور سالنګی د قرآنکریم د دفاع او ننګې په سزا د کابل ادارې سره په بند کې وه. او دا دي اوس د ټول سالنک؛ بلکې د ټول هیواد لپاره د فخر او اعزاز سمبول دی.

خان

دا هم له یاده مه باسئ چې تاسو کوم انځور اچولی د آزادېدلو څخه وروسته، هغه د حزب اسلامي د مرکزي دفتر دار الآمان کې اخیستل شوی، نوموړی د حزب اسلامي بنديانو کې له آزادېدېدو پسې د ایمان مسجد ته ورسېد او د محترم مشر په امامت یې د جمعې لمونځ اداء کړ

خان

کاش د حق ویلو جرات تاسو کې موجود وی، خبر مو لیکلی، ځان مو پکې ذکر کړی، د خندا خبره ده، شخص د حزب اسلامي دی او منسوب کړی مو ځان ته دی، دومره جرات مو نه دی کړی چې وليکئ چې نوموړی د حزب اسلامي عضویت لري، دا مو هم نه دی ذکر کړی چې دوهم انځور چې را خلاص شوی دی او وروسته اخیستل شوی د حزب اسلامي د دفتر ایمان جومات دار الامان کې اخیستل شوی دی. خو خبره به یو ځل بیا تکرار کړو چې که چېرته تاسو له حزب اسلامي سره دښمني پالۍ نو ناکامي… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دغه مېړنی اتل چي په تنظيمي لحاظ د هر تنظيم سره وي، هغه تنظيم ته خوبه خود وياړ وي، خو ماته او ټولو افغانانو ته د يوه اتل غازي او مسلمان افغان په حيث د قدر وړ دی. زه په دې په وياړم چي زما ګران مسلمان افغان ورور دی.
خو يوه خبري رسنۍ بايد هر څه چي واقعيت وي هغه ووايي. فکر کوم نن ټکي آسياته به دغه معلومات نه وو، خو که معلومات ورته وو، بيايې نو بايد څه چي واقعيت وو ليکلي وای.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx