د سولې څار

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د شورا دريځ

طالبانو د اروپايي اتحادیې له لوري دغه دریځ د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې

یادونه: اروپايي ټولنې د شورا لخوا لاندي دریځ تېره ورځ نشر شو، چې د افغانستان په اړه د اروپايي هیوادونو سیاسي تګلاره څرګندوي، ددې لپاره چې د افغانستان اړوند د اروپايي هیوادونو د سیاست او تګلارې په اړه مو معلومات کره وي، نن ټکی اسیا دغه سند وژباړه.

باید یادونه وکړو چې د اروپايي اتحادیې اکثرو هیوادونو د تیرو ۱۹ کلونو په اشغال کې د امریکا نظامي او سیاسي ملاتړ کړی او اوس هم په افغانستان کې د اشرف غني په مشري د ګډحکومت کلک مالي او سیاسي ملاتړ کوي.

طالبانو د اروپايي اتحادیې له لوري دغه دریځ د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې او د هغه توافقنامې خلاف یې ګڼلی چې طالبانو او امریکایانو په دوحه کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندي امضا کړه.

—————–

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د شورا دريځ

نېټه:                  د ۲۰۲۰م کال د مۍ ۲۹مه

سرچينه:             د اروپايي ټولنې رسنيز دفتر، برسلز

  • د افغانستان په اړه د د دغې شورا د مخکېنيو دريځونو، په ځانګړې توګه د ۲۰۱۹م کال د اپريل د ۸مې، او د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې ستراتيژۍ ته په پام سره اروپايي ټولنه د سولې، امنيت، ثبات،‌ دموکراسۍ، سوکالۍ او پر ځان تکيه کېدنې پر لور د افغانستان له خلکو سره د مرستې په اړه پر خپلې اصولي سياسي ژمنتيا بيا ټينګار کوي.‌
  • سوله ييز او ښېرازه افغانستان چې له ترهګرۍ پاک وي، د خپل او همدارنګه د ټولې سيمې او له سيمې هاخوا ثبات او پرمختګ د بنسټ ډبره ده. ځکه نو، د سولې پر لور تلونکی سياسي هواری،‌ بايد د تېرو ۱۹ کلونو پر دموکراتيکو او بشري حقونو پر لاس ته راوړنو ولاړ وي.‌ سياسي بهير بايد د افغانستان اقتدار،‌ خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، د اساسي قانون نظم او ملي يووالی غښتلی کړي او په پړاويز ډول پر نړيوالې سياسې او مالي‌ مرستې د اتکاء کموالي ته لاره هواره کړي.‌
  • اروپايي ټولنه د دوديزو، توکميزو او مذهبي مشرانو په ګډون پر حکومت او ټولو افغان لورو او همدارنګه وسله والو ډلو،‌ په ځانګړې توګه پر طالبانو،‌ ټينګار کوي چې له دغه اوسني تاريخي فُرصت څخه د تلپاتې او واقعي پخلاينې له پاره جدي ګټه واخلي.‌ ټول بايد له ځنډ پرته د افغانانو تر څښتنولۍ او مشرۍ لاندې د سولې يوه داسې هدفمند بهير ته فعاله ژمنتيا وښيي چې په هغه کې په ځانګړې توګه د ښځو او اقليتونو او په ټوله کې د مدني ټولنې په ګډون ټول ذينفع لوري شامل وي.‌ د معلوليت لرونکو اشخاصو،‌ کورنيو بې ځايه شويو او مهاجرينو په ګډون د جګړې د بې شمېره قربانيانو نظرونه او اړتياوې بايد د سولې په خبرو اترو او د هغو په تعقيب هر ډول تړون کې شامل کړی شي.‌ دا بهير بايد له ۲۰۰۱م کال راهيسې د افغانستان د اسلامي‌جمهوريت له خوا شوي پرمختګ پر اساس د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړه د اکثريت افغانانو هيلې پوره کړي.‌ اروپايي ټولنه هيله لري چې حکومت او ټول سياسي لوري د غښتلو او شفافو ادارو لرونکي يوه داسې دولت د جوړونې په تداوم کې برخه واخلي چې له توپير پرته ټولو افغان اتباعو ته د ژوند کولو عزتمن شرايط چمتو کوي.‌ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۱۳۲۵ پرېکړې سره سم اروپايي ټولنه د سولې د رسمي او غير رسمي خبرو اترو په ګډون د سولې په ټولو فعاليتونو کې د ښځو د هدفمند شموليت پر اهميت بيا ټينګار کوي.‌
  • اروپايي ټولنه د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله له تړون څخه د دغه جمهوريت د غښتلتيا او د پخلاينې او دايمي سولې پر لور د پرمختګ د يوه مهم ګام په توګه هرکلی کوي.‌ اروپايي ټولنه پر حکومت غږ کوي چې د ټول-شموله او حساب ورکوونکې حکومتولۍ سير ته ادامه ورکړي او په بين الافغاني خبرو اترو کې د ښځو په ګډون له افغان سياسي او مدني ټولنې له مشرانو څخه جوړ يوه متنوع او ټول-شموله مرکچي پلاوي هدفمند ګډون باوري کړي.‌ د دغه بهير په ترڅ کې د اساسي قانون د نظم درناوی خورا مهم دی.‌
  • اروپايي ټولنه پر طالبانو غږ کوي چې د داسې باور او اعتماد د رامينځ ته کولو له پاره د سولې د واقعي او عمومي روحيې څرګندونه وکړي چې د بين الافغاني خبرو اترو چټک پيل ته لاره هواره کړي.‌ طالبان بايد د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحې کې د متحدو ايالتونو له حکومت سره لاسليک شوي دوه اړخيز تړون پر ژمنو ودريږي.‌ له دوحې څخه وروسته د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د نه منلو وړ لوړه کچه او دوامدار ترهګريز بريدونه د دغو هيلو پر خلاف روان دي او د بين الافغاني خبرو احتمال له ګواښ سره مخ کوي؛ دا تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی او تر څو چې چټک او بشپړ اوربند نافذيږي،‌ بايد تاوتريخوالی سمدستي کم يا تم شي.‌ د دواړو لورو له خوا د ولسي وګړو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې روانې دي،‌ د منلو وړ نه دي او له نړيوال بشري قانون سره په ټکر کې دي چې بشري اړتياوې وخيموي او هغه اعتماد او باور چې د دغو خبرو اترو له پاره اړين دی، په ژوره توګه له ګواښ سره مخ کوي.‌ اروپايي ټولنه د مۍ په ۱۲مې د کابل پر دشت برچي روغتون وېروونکي بريد په ګډون پر بشرپالو او طبي کارکوونکو او ودانيو بريدونه په کلکه غندي.‌ د بنديانو دوه اړخيز هغه خلاصون پيل شوی چې د حکومت په مکلفيتونو کې نه شته او منلی يې دی؛ طالبان بايد له ژمنې سره سم ور سره بنديان او نيول شوي خوشې کړي،‌ او [د بنديانو د خلاصون] اوسنۍ کچه بايد له نور هر ډول ځنډ پرته د بين الافغاني خبرو د پيلولو سبب شي.‌ اروپايي ټولنه پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان د ټولو اړخونو، په ځانګړې توګه طالبانو، له لوري نن څرګندېدونکې ژمنتيا او د همکارۍ کچه به د دغه هيواد له راتلونکي سره د اروپايي ټولنې له خوا د سبانۍ کيدونکې سياسي او مالي مرستې ټاکونکې وي.‌
  • په دې توګه، اروپايي ټولنه په ډاګه د هغې نړيوالې غوښتنې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منُشي له خوا د ۲۰۲۰م د مارچ په ۲۳مه نېټه د سمدستي بشري اوربند په اړه په دې موخه شوې وه چې هڅې له کورونا نړيوالې وبا سره پر مبارزې متمرکزې او د ټولو لورو ژوند وژغورل شي.‌ دايمي او هراړخيز اوربند بل ګام دی چې بايد د بين الافغاني خبرو له پيل سره يو ځای وي.‌
  • اروپايي ټولنه له ملاحظې پرته د ۲۰۲۰م د مارچ د ۱۰مې نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې نه د افغانستان د اسلامي امارت اعاده په رسميت پېژني او نه پکې مرسته کوي.‌ اروپايي ټولنه او غړي هيوادونه به يې چې په امنيت شورا کې استازيتوب لري، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د دې د باوري کولو له پاره کار وکړي چې د ۱۹۸۸(۲۰۱۱) پرېکړې پر اساس ترتيب شوي او ساتل کيدونکي لست کې شاملو اشخاصو،‌ ډلو،‌ فعاليتونو او ادارو د شموليت پر حالت هر ډول بياکتنه د طالبانو له خوا په دې هکله پام وړ پرمختګ په جدي ډول په پام کې نيسي چې تاوتريخوالی کم کړي،‌ د بين الافغاني خبرو د پر مخ وړلو په موخه کوټلې او دوامداره هڅې وکړي او په افغانستان کې تلپاتې سولې، ثبات او امنيت ته واقعي ژمنتيا وښيي.‌
  • اروپايي ټولنه پر ټولو سياسي لورو ټينګار کوي چې په افغانستان کې د کورونا نړيوالې وبا ناوړه اغېزې کمې کړي او له هغې سره مبارزې کې مرسته وکړي.‌ د خلکو ساتنه او د خپرېدا کابو کول يې اړين دي او سياست بايد څنګ ته کېښودل شي. اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د اصولو په رڼا کې د اړتياوو پر بنسټ افغان ولس ته د بشري مرستو ورکولو ته دوام ورکړي او پر ټولو لورو غږ کوي چې د بشري مرستو په پار خوندي او بې خنډه لاسرسي ته د اجازې ورکولو په ګډون د نړيوالو بشري مرستو قانون ته بشپړ درناوی وکړي؛‌ د جګړې په ترڅ کې د مرستو رسول محدود،‌ نه پاييدونکي او بې اغیزه وي.‌
  • اروپايي ټولنه هيله لري چې دغه سياسي بهير د يوه داسې افغانستان پر لور ځي چې د ملګرو ملتونو د منشور د يوه لاسليکوونکي په توګه په ياد منشور کې ذکر شوي ارزښتونه،‌ حقونه او اصول ساتي او نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ نه جوړوي.‌ په اغیزناک ډول د حکومتولۍ د پياوړتيا،‌ د ادارو د غښتلتیيا او له اداري فساد سره مبارزې ته له واقعي ژمنتيا پرته به د اروپايي ټولنې پر مرستو بياکتنه کيږي.‌ د تېرو ۱۹ کلونو له اقتصادي،‌ ټولنيزو،‌ سياسي او پرمختيايي لاسته راوړنو څخه د برخمن کېدو او د هغو د نورو غوړېدو په موخه بايد د ښځو،‌ کوچنيانو،‌ له ګواښ سره مخ اقليتونو او ډلو د ټولو اشخاصو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه او بنسټيزې آزادۍ خوندي او نورې پياوړې شي.‌ په دې کې بايد په ځانګړې توګه په دې اړه واقعي ژمنې شاملې وي: د دغه افغان دولت او د هغه د نړيوالو مکلفيتونو د تداوم باوري کول؛ له ترهګرۍ او وسله والو ډلو،‌ د نشه يي توکو له توليد او قاچاق،‌ او انساني قاچاق سره مبارزه او ترې مخنيوی؛ د عادلانه او شفاف عدلي نظام په ګډون د قانون حاکميت،‌ د ناقانونه کډوالۍ د ريښه ييزو لاملونو له مينځه وړل او مديريت؛ سيمه ييزې بې ثباتۍ سره مبارزه؛ د بېوزلۍ د ورکاوي له پاره هلې ځلې؛ د داسې بنسټپالنې مخنيوی چې پر تاوتريخوالي ولاړ افراطيت لامل کيږي؛ او د بشري حقونو او نړيوال بشري قانون د نقض پر وړاندې معافيت سره مبارزه.‌ د بيجينګ د عمل تګلاره (Beijing Platform for Action)،‌ او د وګړو او پرمختيا په اړه نړيوال کانفرانس د عمل پروګرام (Programme of Action of the International Conference on Population and Development) او د هغوی د تعقيبي کانفرانسونو د اسنادو بشپړ تطبيق او د هغو په سياق کې د تعليمي، جنسي او تناسلي روغتيا او حقونو په ګډون د ښځو او نجونو توانمندي او بشري حقونه بايد خامخا باوري شي او د ټولنې په ټولو ډګرونو کې د ښځو او نجونو نقش او هدفمند ګډون نور هم پياوړی شي.‌ اړتيا لرونکو اشخاصو ته د نړيوال خونديتوب له ورکولو سره، سره، بايد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ بهير کابو شي او د راتلونکې د ګډې تګلارې (Joint Way Forward) سره سم بايد د راستنېدنې او بېرته شموليت په اړه همکاري عملي شي.‌ له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکارۍ او مرستې کچه به پورته يادو شويو اهدافو ته د دوامدارې ژمنتيا پر اساس ارزول کيږي او له اړتيا سره سمه به پرې بياکتنه کيږي.
  • د مرستو په اړه په جنيوا کې د وزيرانو د ۲۰۲۰م کال نړيوال کانفرانس کې چې د فنلينډ، د افغانستان د حکومت او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب جوړيږي، د نړيوالې ټولنې له خوا د همغږې هڅې د تسهيل او تطبيق له پاره د استعجاليت د احساس او ملموس پرمختګ اړتيا ده چې نړيواله ټولنه د دې جوګه کړي چې د دغه هيواد د سولې تړون او رغونې په برخې کې ښکېله پاتې شي او پام وړ مرسته ور سره وکړي.‌ د خبرو اترو په برخې کې پرمختګ او د هغو په پايلې کې هر ډول تړون بايد په ټول-شمول ډول تر سره شي او بايد پورته ذکر شويو حقونو او آزاديو ته پکې درناوی وشي. افغان مشران بايد پر ملي ګټو او د هيواد د يووالي او بشپړتيا پر ساتنې د راټولېدو وړتيا وښيي.‌
  • اروپايي اتحاديه چمتو ده چې په لاندې توګه د افغانستان له خلکو سره سياسي او مالي مرسته وکړي: (۱) په جنيوا کې د مرستو په اړه د وزيرانو د کنفرانس ملاتړ؛ (۲) له کورونا نړيوالې وبا سره د مبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې د مرستو پياوړتيا؛ (۳) له ملګرو ملتونو، ناټو او سيمه ييزو شريکانو سره په بشپړې همکارۍ کې د دغه هيواد په باثباته کولو کې د ونډې اخيستنې له پاره د ټولو شته وسايلو کارونه؛ (۴) د دموکراتيکې حکومتولۍ او بشري حقونو د اصولو پر بنسټ د امنيتي او دفاعي ډګرونو په ګډون د اداري سمون او وړتيا جوړونې په برخه کې مرسته؛ (۵) د ماشومانو د ساتنې د تخصصي برنامو په ګډون په ټولنې کې د مخکېنيو جنګياليو او د هغوی د کورنيو او د جګړې د قربانيانو او ډېرو زيانمنونکو د بېرته يو ځای کولو په برخې کې مرسته؛ او (۶) د اروپا او اسيا د نښلولو په اړه د اروپايي ‌ټولنې د هغې تګلارې (Connecting Europe and Asia – Building blocks for an EU Strategy) د اساسي خطونو په رڼا کې، چې د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې د بهرنيو چارو شورا له خوا تصويب شوه، سيمه ييزې همکارۍ، ثبات، امنيت، سوداګرۍ او دوامدارې وصلېدنې ته کار کول تر څو له لسيزو جګړې متصف اقتصاد څخه ثابت او پر سوله ييزې ښېرازۍ متصف اقتصاد ته بدلېدنې کې مرسته وشي.‌
  • اروپايي ټولنه پر دې ټينګار کوي چې د دې او غړو هيوادونو سياسي او مالي مرسته به پر پورتنيو اصولو مشروطه وي،‌ د هغو په رڼا کې به ټاکل کيږي او له اړتيا سره سمه به پرې بياکتنه کيږي او “د افغانستان له سولې او پرمختګ سره د پايښت وړ نړيوالې مرستې کليدي عناصرو” په اړه وړانديز شوي سند له شريکانو سره به په همغږۍ کې تر سره کيږي.‌ اروپايي ټولنه او غړي هيوادونه يې پر نوي حکومت غږ کوي چې د راتلونکې مالي او فني مرستې په تطبيق کې د شريک کېدو په موخه په يوه متحد او ټول-شمول ډول کار وکړي.‌ د افغانستان د حکومت او د هغه د شريکانو د متقابلې حساب-ورکَوَنې اصل د اغيزناک ملاتړ د اساسي عنصر په توګه پر ځای دی. د ۲۰۳۰م کال اجنډا، د پاريس تړون، د ملګرو ملتونو پايښت لرونکي پرمختيايي اهداف،‌ او د پرمختيا په اړه نوې اروپايي اجماع اسناد به د افغانستان د انتقالي پړاو په حمايت کې همداسې زمونږ د ګډ کار لارښود وي.‌ په دې کې د لويې کچې سالمو اقتصادي‌ تګلارو، عامه مالي مديريت،‌ د ښې حکومتولۍ د قناعت وړ کچه او له اداري فساد سره د مبارزې او مخنيوي له پاره مستحکم چوکاټ او ضمانتونه شامل دي.‌
  • شورا د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي ته بلنه ورکوي چې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په مرسته،‌ او په دغه هيواد کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ د تر لاسه کولو د سيمه ييزو او نړيوالو ابعادو په رڼا کې، او زمونږ له سيمه ييزو او نړيوالو شريکانو سره په همکارۍ، د اروپايي ټولنې دغه دريځ د افغانستان ټولو لورو ته ابلاغ کړي.‌
ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزام حقاني

دا اعلامیه خو کټ مټ هغه د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٥ کلونو اعلامیه ده فقط د ځینو الفاظو او سنې په تغیر سره، خو دوی ځان داسې ګنګس اچولی چې ګواکې په تیرو ١٩ کالو کې هیڅ نه دي شوي، په داسې حال کې دلته د اشغال د خاتمې کامیاب تاریخي تړون لاسلیک شوی اروپایي او بله ټولنه نور د افغانستان په مسایلو کې د زرې په اندازه هم د مداخلې حق نلري.

غمی،پښتین

جوړ تازه،
عزام حقانی صاحب ته،
دا به درسره ومنو چه اروپایی ټولنه افغانستان کی د مداخله حق نه لری،خو د متروکی ،کیبلو،کنداغونو،حکومت نه منو.
نو نړیوالو ته هم د منلو وړنه دی،طالیبان کابل ته راتګ سره،متروکی،کیبل،کنداغونه هیر کړی،

جميل

عجيبه ده په ځغاسته او تيښته کی هم دا د اسلام ابدی دښمنان غُر وهی او داړی يي پِخی کړيدی .
دا د امريکی جګړييز نوکران بايد د خپل بادار او د ماتونکو او فاتح طالبانو توافقنامه پوره مراعات کړی ، بيله هغه يي هم څه د وسه نکيږی ، که امريکی ويل پاتيږو دوی وايي پاته يو که امريکی ويل تښتو دوی وای تښتو .
دا بګيل او بی همته بچه ن نه په جواب هم نه ارزی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close