افغانستان

بلخ: ترافیکي پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (نن ټکی اسیا ٦ چنګاښ ۱۳۹۳): نن له غرمې مخکې کابل ښار کې ارګ ته نژدې پښتونستان څلور لارې کې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله زرګونه پلویان راټول شوي وو.
د ولسمشرۍ دغه نوماند او پلویانو یې د «مرګ پر تقلب» شعارونه ورکول. په دغه لاریون کې د «مرګ پر کرزي» شعار هم اورېدل کېده. په لاریون کې، عبدالله عبدالله، امرالله صالح، محمدخان او محمود کرزی ښکارېدل.
عبدالله او پلویان یې له هغې راهیسې کابل ښار کې ځای ځای لاريونونه کوي، چې د دوی په ګومان په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي. دوی آن ولسمشر حامد کرزی هم د مشخص نوماند په پلوۍ تورن کړی و.
د ملي امنيت پخواني مشر، امرالله صالح په خپلو توندو خبرو کې وویل، چې کرزی دې نور ارګ تخلیه کړي.
په افغانستان کې د ۹۳ل کال ټاکنې له هغې راهیسې له ستونزو سره مخ شوې، چې د عبدالله پلویانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشا مشر، ضیاالحق امرخېل په درغلۍ تورن کړ. سربېره پر دې د عبدالله ټیم یو شمېر غږيز کلیپونه هم خپاره کړل، چې ګوماند کېږي د ټاکنو په بهیر کې مسئول چارواکي د درغلۍ کوښښ کوي.
ارګ او مخکښ نوماند، اشرف غني احمدزي د عبدالله د ننني لاريون په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x