افغانستان

کابل کې د خورشید تلویزون په خبریالانو چاودنې ۲ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): په کابل ښار کې د خورشید په نوم خصوصي تلویزیون د خبریالانو په موټر د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

دا پېښه نن د شنبې په ورځ(غبرګولي ۱۰) مازدیګر د کابل ښار څلورمې ناحیې  اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د خورشید تلویزیون خبریالان کور ته روان وو، چې د سپرلۍ په موټر یې د نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه وکړه.

لومړني معلومات ښيي چې، په دغه چاودنه کې د خورشید تلویزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار وژل شوی او ۵ تنه نور کار کوونکي ټپیان دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې دغه برید په کلکه غندلی دی او له امنیتي ځواکونو یې د پېښې د عاملینو د پیدا کولو غوښتنه کړې ده.

تردې دمه هیچا ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی نه دی؛ خو تردې وړاندې په کابل ښار کې د رسنیو په مسئولینو ورته بمي چاودنو وروسته ادعا شوې چې داعش ترسره کړي دي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي، نوموړي په یو ټویټ کې داسې ویلي: «په کابل ښار کې د خورشید تلویزیون په کارکونکو نننۍ چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي او وخت ناوخته شکمن بریدونه هم ترسره کیږي، چې له امله یې ښاریان سخت اندېښمن دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close